Aug 03, 2020 07:16 Asia/Kabul

p-775-Fatir-ayaat-3-6 د فاطر سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (775)

ابتدا   تلاوت آیات 3 و 4 از سوره فاطر

«یَا أَیُّهَا النَّاسُ اذْکُرُوا نِعْمَتَ اللَّـهِ عَلَیْکُمْ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَیْرُ اللَّـهِ یَرْزُقُکُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ  لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ  فَأَنَّى تُؤْفَکُونَ»، «وَإِن یُکَذِّبُوکَ فَقَدْ کُذِّبَتْ رُسُلٌ مِّن قَبْلِکَ  وَإِلَى اللَّـهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ»

 

ای خلکو! پر ځان د خدای نعمتونه یاد کړئ. آیا بې له خدایه بل پنځوونکی شته چې تاسو ته له اسمان او ځمکې روزي درکړي؟ بې له هغه بل هیڅ معبود نیشته. نو څنګه له حقه مخ اړوئ؟

که تا دروغ ګڼي، له تا مخکې پیغمبران هم دروغ ګڼل شوې دي او ټول کارونه د خدای لور ته ورګرځول کیږي.

  په تیره برخه کې د خدای پراخ رحمت ته اشاره وشوه. دا ایتونه په خالقیت او  رازقیت کې د خدای یووالي ته اشاره کوي او فرمایي: هغه ټول مادي او غیر مادي نعمتونه چې له اسمان او ځمکې پر تاسو نازلیږي، د یوازیني خدای له لورې دي. هماغه خدای چې تاسو یې پیدا کړې یئ، تاسو ته روزي  درکوي ، نه دا چې  ستاسو خلقت د یو خدای کار وي او د روزۍ رسول  د بل خدای یا نورو مخلوقاتو په لاس کې وي چې هغوي په خپله هم خدای پيدا کړې دي. بې له خدایه نه  خالق شته او نه رازق، نو بې له خدایه له بله هیچا د  رزق او ورزۍ تمه مه کوئ او که دغه کار مو وکړ نو ګمراه شوې به یئ.

 ایتونه په دوام کې  پیغمبر او مسلمانانو ته ډاډینه ورکوي چې که کافرانو او مشرکانو د اسلام  د تعلیماتو انکار کړی او د حق منلو ته تیار نه دي، د خپلې لارې په حقانیت کې شک مه کوئ بلکې په خپله لاره کې ثابت قدمه او ټنیګ اوسئ او کلک ودریږئ او پوه شئ چې  د ټولو چارو جاروت د خدای په لور دی. او هغه  به د هغوی د کفر او انکار سزا ورکوي لکه څنګه چې د ایمان او  استقامت خاوندانو ته بدله او اجر ورکوي.

 درسونه:

۱: د خدای نعمتونو ته پام  د خدای د لارې د پیژندلو او  له کفر او شرکه د لرې کیدو لاره ده.

۲: که څه هم خدای رازق دی خو  هغه د خپلو طبیعي اسبابو له لارې چې  په خپله یې پیدا کړې  رزق او روزي ورکوي.

۳: د تیرو خلکو د پيښو او کیسو مطالعه د حق په لاره کې د ودریدو او ټینګیدو او  د باطل له ظاهري طاقت او برمه د نه ویریدو سبب کیږي.

۳:  قیامت ته توجه انسان د دین د دښمنانو او همداراز د سختو او ترخو پیښو په وړاندې ټینګ او مزبوتوي.

 تلاوت آیه 5 از سوره فاطر  

«یَا أَیُّهَا النَّاسُ إِنَّ وَعْدَ اللَّـهِ حَقٌّ  فَلَا تَغُرَّنَّکُمُ الْحَیَاةُ الدُّنْیَا وَلَا یَغُرَّنَّکُم بِاللَّـهِ الْغَرُورُ»

 ای خلکو! بې شکه د خدای وعده حق ده. نو د دنیا ژوند دې تاسو ونه غولوي او دوکه مار (شیطان) تاسو د خدای په (کرم او بخښنه) غره ( او دوکه) نه کړي.

 تیرو ایتونو په خالقیت او رزاقیت کې د خدای یووالي  او د نبوت موضوع ته اشاره کوله. دا  ایت د هغو په دوام کې د قیامت په باب د خدای وعدو ته اشاره لري او فرمایي: د قیامت په محکمه کې چې نیکانو او بدانو ته د  جنت او دوزخ کومې وعدې ورکړی شوې، ټولې حق او حقیقت دي. نو خیال کوئ چې نه مو د دنیا  شان و شوکت له اخرته غافله کړي او نه د شیطان وعدې چې د خدای په رحمان او رحیم بللو او د بخښلو د وعدو په درکولو سره تاسو  د ګناه کولو ته هڅوي.

درسونه:

۱:ګناه ته د انسان د هڅولو لپاره د شیطان له طریقو،  یو ه دا ده چې هغه انسان د خدای بخښنې او عفوې ته هیله منوي، په داسې حال کې چې د الهي بخښنې شرط  له ګناه توبه او پښیماني ده نه  ګناه ته رغبت او ګروهنه.

 ۲: که شیطان له یوې خوا کافران د دنیا په شان و شوکت او ښکلاوو  غولوي له بل پلوه ځینې مومنان د خدای د کرم او بخښنې په وعدو سره د په ګناه اخته کوي.

  تلاوت آیه 6  از سوره فاطر  

«إِنَّ الشَّیْطَانَ لَکُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا  إِنَّمَا یَدْعُو حِزْبَهُ لِیَکُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِیرِ»

 په رښتیا  چې شیطان ستاسو دښمن دی، نو تاسو هم هغه د دښمن په توګه واخلئ! بې شکه چې هغه یوازې خپله ډله بلي  چې له دوزخیانو وګرځي.

د تیر ایت په دوام کې دا ایت ټولو انسانانو په تیره بیا مومنانو ته خبرداری ورکوي چې شیطان د خلقت له پیله له تاسو سره دښمني کړې او تاسو ته سجدې کولو ته حاضر نه شو. دې ته په پام سره چې د دغه نافرمانۍ په وجه د خدای له دره وشړل شو، قسم یې خوړلی دی چې تر څو یې وس رسي انسانان به ګمراه کوړي نو تاسو هم هغه خپل دښمن وګڼئ او د هغه وسوسو ته کوم  پام مه کوئ.

 ایت په دوام کې فرمایي: داسې نه ده چې شیطان پر تاسو کومه ولکه ولري او تاسو ګناه ته مجبوره کړی شي، بلکې د  هغه نفوذ  یوازې په هغو کسانو کې دی چې په خپله وغواړي د شیطان په لاره روان شي او دهغه په ټولي کې شامل شي. طبیعي ده چې د دغه شان کسانو انجام دوزخ دی او  له شیطان سره یو ځای به  د دوزخ په اور اخته کیږي.

 درسونه:

۱: یوازې د خپل مال او ځان او ناموس یا د وطن د دښمنانو فکر نه دی پکار ، که څه دغه څیزونه مهم دي خو باید د خپل ایمان ا اخلاقو د دشمن په فکر کې هم ووسو. ځکه چې که غفلت وکړو شیطان به مو په ګناه او کږلارۍ اخته کړي.

۲: که له حزب الله د هغې په عامه معنا چې ټولو واقعي مومنانو ته شاملیږي ، ووځو، نو په حزب الشیطان یعنې د شیطان په ډله کې به شامل شوې یوو او په داسې لاره کې به راشو چې وتل ترې ګران دي او انجام یې عذاب دی.

 پای.