Aug 03, 2020 07:16 Asia/Kabul

p-781-Fatir-ayaat-22-26 د فاطر سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (781)  

«وَمَا یَسْتَوِی الْأَحْیَاءُ وَلَا الْأَمْوَاتُ إِنَّ اللَّـهَ یُسْمِعُ مَن یَشَاءُ وَمَا أَنتَ بِمُسْمِعٍ مَّن فِی الْقُبُورِ»، «إِنْ أَنتَ إِلَّا نَذِیرٌ»

 مړي او ژوندي هیڅکله یو شان نه دي. خدای هر څوک چې وغواړي اوریدونکی یې ګرځوي، او ته هغه کسان چې په قبرونو کې دي اوریدونکې نه شې ګرځولې.

او ته نه یې مګر خبرداری ورکوونکی.

 

په تیر پروګرام کې د مخکینیو ایتونو په دوام کې دا ایتونه کافران له مړو او مومنان له ژوندیو سره تشبیه کوي او فرمایي:  د کافرانو زړونه د مړو په شان دي چې نه ویني او نه اوري. کفر د انسان په وړاندې د حجاب په شان دی، چې د هغه له سترګو حقایق پټوي او حقایق اوریدلی یا لیدلی نه شي.  په حقیقت کې هغه کسان د خدای پيغام د زړه په غوږو اوري چې زړونه یې دحق اوریدولو او منلو ته تیار وي. خو که زړه د حق اوریدلو ته تیار نه وي  غوږونه هم  د هغې داوریدلو چمتووالی نه لري. د هغه چا په شان چې په مطالعې لګیا وي او ټي وي هم  چالان وي  که تاسو د ټي وي پروګرامونو ته پام ونه کړئ نو د ویاند په خبرو نه شئ پوهیدلې.  سره له دې چې دغه خبرې مو اوریدلې دي ځکه چې تاسو یې د اوریدلو اراده نه ده کړې. کافران هم  د حق خبره په خپلو  غوږونو اوري خو له دې آمله چې د حق د اوریدلو اراده نه لري  او منلو ته یې تیار نه دي نو ته وا بیخي د حق خبره یې اوریدلې نه ده او متوجې شوې نه دي.

ایتونه په دوام کې  د خدای رسول ته په خطاب کې فرمایي: : ستا دنده  خلکو ته دخبرداري ورکول او  د هغوي ویرول دي  او هغه څوک دغه خبرداري ته پام کوي چې  اوریدونکي غوږونه ولري نه د مړو په شان چې  نه غوږونه لري او نه سترګې. ستا د حق خبره هر څومره چې ګویانه او منطقي وي  تر څو یې چې څوک د اوریدلو اراده ونه کړي او پوهیدل پرې ونه غواړي  په هغه به هیڅ اثر ونه کړي.

 درسونه:

١: ایمان د وګړو او ټولنې د ژوند او ودې سبب کیږي او کفر د انسان او ټولنې د غورځیدو او مړینې سبب ګرځي.

۲: د دین تبلیغ او د توحید لور ته د خلکو بلل ضروري چاره ده خو که په خلکو کې لازم چمتووالی نه وي  باید تمه ونه لرو چې زمونږ خبرې په  هغوي اثر وکړي او  حق ومني.

۳: کفر او د خلکو مخ اړول  باید د خپلې لارې په حقانیت کې زمونږ د شک  او ناامیدۍ سبب نه شي.

  تلاوت آیه 24  سوره فاطر  

«إِنَّا أَرْسَلْنَاکَ بِالْحَقِّ بَشِیرًا وَنَذِیرًا وَإِن مِّنْ أُمَّةٍ إِلَّا خَلَا فِیهَا نَذِیرٌ»

بې شکه مونږ ته په حقه زیری ورکوونکی او ویروونکی ولیږلې او هیڅ امت نه و مګر دا چې  په هغوي کې یو ویروونکی موجود و.

د مومنانو او کافرانو په هکله د تیرو ایتونو په دوام کې  دا ایت د پیغمبرانو اصلي رسالت ته اشاره کوي او فرمایي:  د  حق په اساس د خلکو هدایت ، نیک چارو ته زیری ورکول او بد چارو ته خبرداری ورکول د خدای د ټولو پرښتو دنده پاتې شوې ده. هغوی  اول  لاره ښیي او بیا  په دنیا او اخرت کې د  الهي اجر او سزا جزا په بیانولو سره  خلک  ښیګړو ته هڅوي او  له بدو کارونو یې ساتي. پيغمبران پر الهي معارفو سربیره، د خلکو تربیت هم کوي  او د زړه سواندو استادانو په شان د هڅونې او ملامتونې له اړمونو استفاده کوي.

  دې ته په پام سره چې د پیغمبر اکثره مخاطبان  ضدي متعصب او ځان منمي خلک وو   تیر ایت او د دې ایت دوام ، د ویرولو په  رودې  لا ډیر تاکید کوي او فرمایي: خدای تعالی  له انحرافي او غلطو افکارو  او کړنو د خلکو  د غړولو لپاره همیشه خپل پیغمبران او ماموران  مامور کړي چې  خلکو ته د هغوي د کارونو د عواقبو په هکله  خبرداری ورکړي او  هغوي له بد برخلیکه وویروي.

درسونه:

 ۱:  هڅول، ملامتول او هیله  او ویره د یو بل په څنګ کې کارندوالی لري. هر یو بې له بله ناقص او نیمګړې دي او د انسان د معنوي ودې او تربیت په کار کې د  نیمګړتیا سبب کیږي.

۲:  کومه ټولنه چې په غفلت اخته وي  تر زیري زیات  تذکر او خبرداري ته اړتیا لري.

۳: خدای تعالی هیڅکله ځمکه له حجته خالي نه ده پریښې او همیشه د خدای یو ولي د خدای د پیغام د رسولو لپاره په خلکو کې موجود پاتې شوی دی.

 

  تلاوت آیات 25 و 26   سوره فاطر

«إِن یُکَذِّبُوکَ فَقَدْ کَذَّبَ الَّذِینَ مِن قَبْلِهِمْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَیِّنَاتِ وَبِالزُّبُرِ وَبِالْکِتَابِ الْمُنِیرِ»،

«ثُمَّ أَخَذْتُ الَّذِینَ کَفَرُوا  فَکَیْفَ کَانَ نَکِیرِ»

 او که تا دروغ ګڼي، بې شکه هغو کسانو هم چې تر دوي مخکې وو (خپل پیغمبران) دروغ ګڼلې وو؛ پيغمبران یې  په  ښکاره معجزو او دلایلو، او  روښانوونکو لیکنو او کتاب سره  هغوی ته ورغلل.

بیا هغه کسان چې کفر یې وکړ، په (مواخذې) راونیول، نو زما سزا څنګه وه؟

 

د تیرو ایتونو  په دوام کې دا ایت د  اسلام پیغمبر ته په خطاب کې فرمایي: که د مکې مشرکان تاسو بلنه نه مني او ستا پیغمبري دروغ ګڼي، نو اندیښنه مه کوه او حیرانیږه مه ځکه چې په تاریخ کې ډیر داسې کسان وو چې د جهل یا تعصب له مخې د پیغمبرانو په مخکې ودریدلې دي، سره له دې چې  الهي رسولانو هم معجزه لرله او هم یې خبره او منطقه څرګند و. ځینو  پیغمبرانو هم اسماني کتاب لره او د شریعت خاوندان وو او الهي تعلیمات او قوانین یې خلکو ته بیانول. البته هغوی چې  د ضد او دښمنۍ له مخې د حق په وړاندې ودریدل په دې دنیا کې په الهي سزا اخته شول او خدای په عذاب ښکیل کړل چې د هغوی برخلیک  د نورو لپاره د عبرت درس شي.

 درسونه:

‍۱: پیغمبرانو روښانه کلام او خبره لرله او خلک یې د دلیل او منطق په اساس خدای ته بلل  نه د خرافاتو او مبالغې له مخې.

۲:  په حقو له پوهیدلو او درک کولو وروسته یې  انکار کول د خدای د قهر زمینه برابروي.

۳: د خدای قهر او عذاب یوازې په اخرت پورې مخصوص نه دی . کله کله په همدې دنیا کې  هم د خدای قهر او عذاب څرګندیږي.

پای.

 

 کلید واژه:  بسوی نور، فاطر، کافران،  پیامبران