سوره فاطر ۴۵
p-787-Fatir-ayaat-45 د فاطر سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (787)
«وَلَوْ یُؤَاخِذُ اللَّـهُ النَّاسَ بِمَا کَسَبُوا مَا تَرَکَ عَلَى ظَهْرِهَا مِن دَابَّةٍ وَلَـکِن یُؤَخِّرُهُمْ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ فَإِنَّ اللَّـهَ کَانَ بِعِبَادِهِ بَصِیرًا»
او که خدای خلکو ته د هغه څه چې کړې یې دي سزا ورکړي، د ځمکې په مخ به هیڅ خوځیدونکی پاتې نه شي. خو خلکو ته تر یوه ټاکلي وخته مهلت ورکوي. نو کله یې چې مهلت ختم شو [هغوی ته سزا ورکوي] نو په رښتیا چې خدای د خپلو بندګانو په حال ښه خبر دی.
په تیرو ایتونو کې چې د مستکبرانو مکر او حیلې او د هغوي بد انجام ته یې اشاره کوله، دا ایت فرمایي: البته د خدای صبر زیات دی او داسې نه ده چې هر څوک یو غلط کار او ګناه وکړي نو خدای یې سملاسي سزا کړي. بلکې خدای ټولو انسانانو ته فرصت ورکوي چې تر څو په دې دنیا کې دي له خپلو غلطو کارونو او ګناهانو توبه وکړي او له سزا وژغورل شي خو د مرګ په رارسیدلو او د هغې د نښو په لیدل کیدو سره، بیا توبه نه قبلیږي.
دا ایت چې د فاطر سورې وروستی ایت دی په انسانانو د خدای د مهربانۍ بیانوونکی دی چې د ګناه له کولو سره سره خدای تعالی سملاسي هغوي ته سزا نه ورکوي او د ستنید او د ګناهانو د جبرانولو لپاره ورته مهلت ورکوي. که داسې نه وای، عملا به اختیار له انسانه اخستل شوی و او هغه به د زور او مجبورۍ له مخې ګناه نه کوله. مثلا که لیدلی یې چې د دروغجن سړي ژبه ګونګۍ کیږي نو هر انسان به ځان مجبوره لیده چې دروغ ونه وایي.
دا چې د انسان د کارونو انعام او سزا قیامت ته پریښودل شوې، د دې سبب کیږي چې ښه خلک او نیکچاري په خپله اراده او اختیار ښه کارونه وکړي او بدچاري په خپل اختیار بدۍ وکړي او په دوي کې هیڅ یو دا احساس ونه کړي چې د ښه یا بدو کولو ته مجبوره دی.
درسونه:
۱: له دنیا قیامت ته د سزا د ځنډول کیدو یو سبب د انساني نسل دوام دی، که خدای په دنیا کې خلکو ته سزاګانې ورکولې او عذابونه یې پرې نازلول نو د انسانیت نسل به د ځمکې له مخه ختم شوی و.
۲: د خدای صبر ډیر دی هغه انسان بخښي او ورته مهلت ورکوي. نو ځکه انسان ته سملاسي د هغه د جرم سزا نه وروي بلکې هغه ته د عمر تر پایه مهلت ورکوي چې ځان اصلاح کړي او له غلطې لارې راوګرځي.
۳: مونږ باید دا خبره چې ځدای مونږ ته مهلت راکوي په دې معنا ونه ګڼو چې ګڼي نعوذ بالله خدای زمونږ له کارونو نا خبره دی بلکې هغه زمونږ له ټولو کارونو خبر او پرې پوه او لیدونکی یې دی.
عزیزانو د فاطر مبارکه سوره همدلته پای ته رسیږي که د خدای خوښه وي په راتلونکي پروګرام کې به یس سوره پیل کړو تر هغه وخته مو په لوی او مهربان خدای سپارو.