Aug 05, 2020 05:20 Asia/Kabul

p-788-Yaseen-ayaat-1-4 د یس سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (788) -  

 ګلونو اوریدونکو که تاسو ته یاد وي په تیر پروګرام کې مو د قرآن مجید فاطر سوره پای ته ورسوله، په دې پروګرام کې یس سوره درته پیلوو.  د دغه سورې نوم د هغې له لومړي حرفه چې یاسین نومیږي  او له مقطعه حروفو دی اخستل شوی دی. دغه سوره په مکې کې نازله شوې او  درې اتیا ایتونه لري.

دغه سوره  اعتقادي مسایلو ته اشاره لری. په ځینو ایتونو کې یې  په هستۍ کې د خدای عظمت ته اشاره شوې  ده. د دغه سورې په ځینو نورو ایتونو کې   په قیامت پورې اړوند مسایل،  د قیامت په محکمه سوال ځواب او  د جنت او دوزځ ځانګړنې مطرح شوې دي.  په روایتونو کې یس سورې ته د قرآن زړه ویل شوې دی.

ستاسو د ملګرتیا په هیله  اوس د دغه سورې لومړیو څلورو ایتونو ته ستاسو پام غواړو:

 

«یس»، «وَالْقُرْآنِ الْحَکِیمِ»، «إِنَّکَ لَمِنَ الْمُرْسَلِینَ»، «عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِیمٍ»

«یاسین»،

قسم  په حکمت آموزه قرآن

چې بې شکه ته  له پیغمبرانو یې.

[او] په نیغه لاره یې.

 

د مقطعه حروفو په باره کې  مو له دې مخکې د بقرې او آل عمران سورې په ځینو  ایتونو کې خبرې و کړې.  بقره او آل عمران او د قرآن ځینې نورې سورې په مقطعه حروفو سره پیل کیږي. دغه  یا تورې ، مستقل کلمات نه دي.  د ځینې ادارو او سازمانونو د مختصرو نومونو په شان  چې له لومړیو حروفو یې  لنډ شان علام راخستل کیږي  مثلا یو این او،  چې د یونایټډ نیشن آرګنایزیشن څخه اخستل شوی دی. دغه حرف هم د داسې کلماتو علامتونه او نښې دي چې زمونږ لپاره څرګند نه دي . دغه حروف د قرآن رازونه او رمزونه دي چې  یوازې پيغمبر (ص)  او معصوم امامان (ع)  ورځنې خبر دي  او د زمانې د امام ، حضرت مهدي علیه السلام په زمانه کې به یې رازونه ښکاره کیږي او مونږ به ترې خبریږو. 

  ځینې روایتونو  یس مقطعه حرف  د اسلام د پیغمبر یو نوم ګڼلی  او د دې خبرې دلیل یې  ورپسې ایتونه ګڼلې چې  د خدای رسول ته په خطاب کې دي.

لکه چې له دې مخکې مو هم وویل،  له مقطعه حروفو وروسته ، معمولا  د قرآن نوم او ځانګړتیاوې یې راځي . دغه سوره هم د قرآن  حکمت والي ته او دا چې قرآن نورو ته حکمت ورزده کوي اشاره کوي. هغه کتاب چې انسان ته د حکمت ورونه خلاصوي او هغه نیغې او مستقیمې لارې ته هدایتوي.

 طبیعي ده چې د قرآن قسمونه ، د  هغه شي د عظمت د بیانولو لپاره دي چې پرې قسم خوړل کیږي نه دا چې خدای تعالی د خپلې خبرې د ثابتولو لپاره  د قسم خوړولو ته ضرورت لري.

  دغه ایتونه د پيغمبر د رسالت او د قرآن د نازلیدلو تر مینځ رابطه په ښه توګه بیان کړې او هغه حضرت ته په خطاب کې فرمایي:  قرآن  ستا په رسالت تر ټولو ښه دلیل دی، ځکه چې یوه الهي معجزه ده او څوک یې  مثال او ساری نه شي راوړلی، او ته د تیرو پیغمبرانو په شان  د  خلکو د هدایت دنده په غاړه لري خدای تعالی ګواهي ورکوي چې ته نیغه او مستقیمه لاره پیژنې، او ولکه پرې لرې او د هغه د انحراف او ترې د بې لارې  کیدو عوامل پيژنې.  

  باید پام ولرو چې د خدای د لارې نیغ والی او مستقیم والی په دې معنا نه دی چې  دغه لاره اسانه او راحته ده. باید خیال ونه کړو چې دغه لاره  هیڅ هسکې او ټیټې نه لري،  له مستقیم او نیغې لارې مطلب ،  هدف ته د رسیدلو لپاره نیغه او سمه لاره ده  یعنې د انحرافي او غلطو لارو په مقابل کې دا لاره مستقیمه او نیغه ده. دغه لارې حتی که په ظاهره  هوارې او بې پیچ و خم هم وي  خو هیڅکله انسان  مقصد ته نه رسوي.

 درسونه:

قرآن یو محکم او ټینګ کتاب دی ، هم حکمت لري او هم حکمت ښیي. د قرآن د معجزه والي یو اړخ هم دا دی   هغې حکمت آموزي ده  چې په ټولو وګړنیزو، ټولنیز او کورنیو اړخونو کې حکمت رازده کوي.

۲:  د قرآن رغاوونکې او هدایتوونکې تعلیمات  د پیغمبر په شان معلم ته اړتیا لري  چې هم تعلیم ورکړي او هم په خپله د هغې عملي بیلګه وي.

۳: په هر لمونځ کې   له خدایه غواړو چې مونږ نیغې لارې ته هدایت کړي. خدای تعالی  خپل پیغمبر د نیغې لارې بیلګه معرفي کړې  نو باید دهغه حضرت سیرت او روده سمه وپیژنو او  پرې عمل وکړو.

 پای.