Aug 05, 2020 05:21 Asia/Kabul

p-795-Yaseen-ayaat-45-50 د یس سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (795) -  

سوره یاسین ۴۵-۵۰

  تلاوت آیات 45 و 46 از سوره یس  

«وَإِذَا قِیلَ لَهُمُ اتَّقُوا مَا بَیْنَ أَیْدِیکُمْ وَمَا خَلْفَکُمْ لَعَلَّکُمْ تُرْحَمُونَ»، «وَمَا تَأْتِیهِم مِّنْ آیَةٍ مِّنْ آیَاتِ رَبِّهِمْ إِلَّا کَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِینَ»

 کله چې هغوی ته وویل شي چې وویریږئ  له هغه څه چې ستاسو په مخکې دي  او له هغه څه چې په تاسو پسې دي،  ښایي د خدای رحمت درباندې وشي ( نو پروا نه کوي)

او هغوي ته د خپل پالونکي هیڅ آیت نه راځي مګر دا چې مخ ترې اړوي.

 

 په تیرو څو پروګرامونو کې، په کایناتو کې د خدای د قدرت او عظمت نښې بیان شوې. دا ایتونه په دوام کې فرمایي: ځینې خلک خدای تعالی او پیغمبرانو  ته د توجه او له الهي نښو د عبرت اخستلو په ځای،  له حقه  په مخ اړولو او  شاته کیدو پسې دي. کله چې له دغه شان کسانو غوښتل کیږي چې  د خپلو کارونو  او عملونو خیال وساتي  چې د دنیا او اخرت په عذاب اخته نه شي نو هیڅ پام نه کوي او هماغه شان خپلو غلطو کارونو ته دوام ورکوي. په داسې حال کې چې که له خپلو کارونو لاس واخلي او حق ته ستانه شي، خدای به پرې خپله مهرباني او رحمت نازل کړي او تیرې ګناهانې به یې وبخښي.

درسونه :

 ۱:  په هستۍ کې د خدای نښې ډیرې دي خو د خلکو باور او ایمان کم دی.

۲: د خدای د رحمت د  لاسته راوړلو لاره همیشه خلاصه ده مګر دا چې انسان په خپله د رحمت ورونه ځانته بند کړي.

 

  تلاوت آیه 47 از سوره یس  

 

«وَإِذَا قِیلَ لَهُمْ أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقَکُمُ اللَّـهُ قَالَ الَّذِینَ کَفَرُوا لِلَّذِینَ آمَنُوا أَنُطْعِمُ مَن لَّوْ یَشَاءُ اللَّـهُ أَطْعَمَهُ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِی ضَلَالٍ مُّبِینٍ»

 او کله چې هغوي ته وویل شي چې له هغه څه چې خدای مو روزي کړې دي انفاق وکړئ،  نو هغو کسانو چې کفر یې کړی  مومنانو ته وایي:  آیا هغه چا ته طعام ورکړو چې که خدای غوښتل نو اطعام کړی به یې و؟ تاسو په ښکاره ګمراهۍ کې یئ.

دا ایت  د کافرانو د کج فهمۍ او ضد یوې بلې نمونې ته اشاره کوي او فرمایي:  مومنانو ته د خدای یو امر دا دی چې له اړمنو سره مرسته او انفاق یې وکړي،  چې هر یو عاقل او منصف انسان د دغه کار په ښه والي پوهیږي او تصدیقوي یې. خو ځینې ضدي کافران،  د خدای په همدغه امر شک څرګندوي او وایي چې : ولي خدای  تاسو ته امر کوي چې له اړمنو او بې وزلو سره مرسته وکړئ او خواړه جامه ورکړئ؟ په خپله ولې دغه کار نه کوي؟  ضرور  خدای په خپله  نه غواړي چې ضرورتمند  په خیټه ماړه شي.؟

 څرګنده ده چې دغه  اعتراضونه او  پوښتنې د هغوي د ضد او د هغوی د وچو مازغو او بې عقلۍ له مخې دي که نه وي څرګنده ده چې  ټول څیزونه او حتی هغه څه چې مونږ یه یې اړمنو ته ورکوي د خدای رزق او روزي ده  چې مونږ ته یې راکړې ده او مونږ له خپله ځانه هیڅه نه لرو.  همدا راز زمونږ عقل بدن او اندامونه هم ټول د خدای ډالۍ دي او ټول خدای مونږ ته راکړې دي او دهمدغو په وسیله مونږ د طاقت ، مال او امکاناتو څښتن شوې یوو.

 په حقیقت کې خدای تعالی  د اړمنو او وږو کسانو د مړولو  مسوولیت د  شتمنو او مالدارو کسانو په  غاړه ایښی دی. لکه څنګه چې ماشوم ته د پیو او خوړو  ورکولو  دنده د مور په غاړه ده او  د بچي د ضرورت شودې یې  د مور په سینه کې ایښې دي.

درسونه :

۱: که په دې خبره ځان پوه او احساس کړو چې  مو هر څه رزق او روزي چې لرو  د خدای ده نه زمونږ، نو ورکولو او انفاق کولو ته په اسانه تیاریدی شو.

۲: د ایمان یوه نښه انفاق او له بېوزلانو سره مرسته ده او څوک چې انفاق نه کوي په کفر او کفران اخته شوی دی.

۳:  د انفاق په هکله د انسان غلط نظر او بې ځایه تصور د دې سبب کیږي چې هغه  کار  چې خلک یې ښه او نیک ګڼي دی یې غلط او ګمراهي وګڼي.

  تلاوت آیات 48  تا 50 از سوره یس  

«وَیَقُولُونَ مَتَى هَـذَا الْوَعْدُ إِن کُنتُمْ صَادِقِینَ»، «مَا یَنظُرُونَ إِلَّا صَیْحَةً وَاحِدَةً تَأْخُذُهُمْ وَهُمْ یَخِصِّمُونَ»، «فَلَا یَسْتَطِیعُونَ تَوْصِیَةً وَلَا إِلَى أَهْلِهِمْ یَرْجِعُونَ»

 

کافران وایي: دغه وعده (قیامت) به کله رارسیږي، که تاسو رښتیا وایئ؟

 دوي  یوازې د یوې  (اسماني) چغې انتظار باسي چې دوي به راونیسي، په داسې حال کې چې په جدال ( دنیاوي چارو) به مشغول وي.

 نو په  دغه حال کې به نه د وصیت  توان لري او نه به خپلو کورنیو ته ستنیدی شي.

 

د تیر ایت په دوام کې  چې د خدای د اوامرو په وړاندې یې د کافرانو د ضد روحیه بیان کړه  دا ایتونه فرمایي: دغه کسان  په قیامت پورې هم ټوکې کوي او وایي: تاسو  چې نه یئ خبر چې قیامت به کله راځي نو ولې همیشه له هغه ویریږئ او د خپلو کارونو  خیال ساتئ؟ که  واقعا قیامت راتلونکی وي نو دا به کله راځي چې مونږ یې هم په انتظار شو؟

 قران د دغه پلمو جوړولو په ځواب کې فرمایي: د یو شي د واقع کیدو  له وخته ناخبري د دې دلیل نه شي کیدلی چې ګني دغه کار   به واقع کیږي نه . مثلا  د زلزلو په سیمو کې استوګن خلک نه وي خبر چې زلزله به کله راځي خو په دې پوهیږي چې د زلزلې په سیمه کې ژوند کوي او د زلزلې راتلل  حتمي  دي نو ځکه ورته همیشه تیار وي.

قیامت  به د خدای د علم او قدرت په اساس واقع کیږي او انسان پکې هیڅ رول نه لري. کله چې خدای اراده وکړي په یوې شیبې کې به ټول اسمانونه  او ځمکه نابود شي او هیڅوک به  د هغو په وړاندې د  مقاومت یا ترې د تیښتې توان ونه لري.  د قیامت راتګ به دومره چټک او ناڅاپي وي چې نه به څوک د دې فرصت لري چې خپلې کورنۍ ته ستون شي او نه به څوک د وصیت او سفارش کولو توان ولري.

درسونه :

 ۱: د قیامت منکران د هغه په نه واقع کیدو کوم دلیل نه لري نو کوشش کوي چې د  ځینو پوښتنو په مطرحولو سره  په خپل ګمان  قیامت تر پوښتنې لاندې راولي.

۲:  قیامت د خدای وعده ده او د هغه د راتګ د وخت نه معلومیدل په دې دلیل نه دی چې ګني قیامت به نه راځي.

 ۳: د دنیا پای او د قیامت  پیل به په داسې حال کې  وي چې  خلک به  په خپلو ورځینو کارونو او لانجو کونجو  اخته وي.

 ۴: د دنیا  په  ختمیدو سره د دنیا او کورنۍ ټولې اړیکې وشلیږي . په قیامت کې به هر څوک په خپل فکر کې وي او هر کس به د خپل علم سزا یا جزا ویني  د مور پلار ، بچیانو او میرمنو او میړونو بار به  هیڅوک نه وړي.