سوره یس۵۱-۵۸
p-796-Yaseen-ayaat-51-58 د یس سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (796)
سوره یاسین ۵۱-۵۸
تلاوت آیات 51 تا 53 از سوره یس
«وَنُفِخَ فِی الصُّورِ فَإِذَا هُم مِّنَ الْأَجْدَاثِ إِلَى رَبِّهِمْ یَنسِلُونَ»، «قَالُوا یَا وَیْلَنَا مَن بَعَثَنَا مِن مَّرْقَدِنَا هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَـنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُونَ»، «إِن کَانَتْ إِلَّا صَیْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ جَمِیعٌ لَّدَیْنَا مُحْضَرُونَ»
او په شپیلۍ کې پوکی ووهل شي نو ناڅاپه به هغوی له خپلو قبرونو په منډه د خپل پالونکي په لور لاړشي.
وایي به: افسوس پر مونږ، چا له خپلو خوب ځایونو (مرقدونو) راپاڅولو؟ دا هماغه دی چې رحمان خدای یې وعده ورکړې ده او پیغمبرانو رښتیا وویل.
هو، نه ده مګر یوه چغه، نو ناڅاپه به ټول مونږ ته حاضر شي.
د تیر پروګرام په ایتونو کې دې خبرې ته اشاره وشوه چې دا نړۍ به د خدای په خوښه پای ته رسیږي او د ځمکې ټول استوګن به د یوې لویې اسماني چغې په وسیله مړه کیږي.
دا ایتونه فرمایي: د خدای په غوښتنه، یو ځل بیا به په اسماني چغې ټول خلک راژوندي شي او له ځمکې به راپاڅي. ځمکه به د امیدوارې ښځې په شان خپل بچي راوزیږوي. یعنې په خاورو کې اوده انسانان چې د بدن برخې یې په خاورو کې خپرې او ذرې شوې وي، د هغه نطفو په شان چې د میندو په خیټو کې وي، دوباره راجوړ او د پوره انسانانو په شکل کې راپاڅیږي.
طبیعي ده چې د قیامت په ډګر کې به حاضر انسانان په خپلو سترګو، د مړو په دوباره ژوندي کولو کې د خدای قدرت وویني او د خدای د وعدې به چې پيغمبرانو په دنیا کې هغوي ته ورکړې وه تصدیق وکړي.
له دغو ایتونو زده کوو چې :
۱: معاد او په قیامت کې راژوندي کیدل به جسماني وي او انسانان به په همدې دنیاوي بدنونو سره په قیامت کې محشور کیږي.
۲: قیامت د حسرت ورځ ده. کافران به په بې دینۍ حسرت او ارمان کوي او مومنان به په دې چې کاش زیات ښه عملونه یې کړې وې.
۳: قیامت په یو ځای او یو وخت د تاریخ د ټولو انسانانو د راغونډیدو ځای دی.
تلاوت آیات 54 تا 58 از سوره یس
«فَالْیَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَیْئًا وَلَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا کُنتُمْ تَعْمَلُونَ»، «إِنَّ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ الْیَوْمَ فِی شُغُلٍ فَاکِهُونَ»، «هُمْ وَأَزْوَاجُهُمْ فِی ظِلَالٍ عَلَى الْأَرَائِکِ مُتَّکِئُونَ»، «لَهُمْ فِیهَا فَاکِهَةٌ وَلَهُم مَّا یَدَّعُونَ»، «سَلَامٌ قَوْلًا مِّن رَّبٍّ رَّحِیمٍ»
او نن به په هیچا ذره شان ظلم نه کیږي او یوازې د هغه څه چې کول مو بدله به درکول کیږي.
د جنت خاوندان به په دې ورځ، په خوښۍ (او خوشالۍ) کې مشغول وي.
هغوی او جوړو ( میرمنو) به یې تر سیورو لاندې په تختونو ډډې وهلې وي.
هلته به د هغوي لپاره (هر ډول) میوې تیارې وي او هر څه چې وغواړي ورته برابر وي.
سلام، د مهربان پالونکي (له لورې) یوه خبره ده.
په قیامت کې به خلک د دې لپاره راغونډ کړی شي د خدای په عادلانه عدالت کې حاضر شي چې هر کس ته په دنیا کې د خپلو عقیدو او عملونو په اساس سزا یا انعام ورکړل شي. نو ځکه قرآن فرمایي: په دغه محکمه کې به هر څه د خدای تعالی په میزان او تله تلل کیږي او به چا به یوه ذره ظلم هم نه کیږي. نیکو کسانو ته به د خپلو غوره کارونو بدله او اجر ورکول کیږي او بد چاري به د خپلو بدو کړو سزا ویني.
ایتونه بیا د جنتیانو حال بیانوي او ځنیې جنتي نعمتونه یې چې د دنیا د استوګنو لپاره د درک او پوهې وړ دي بیان کړې دي. لکه د خوراک ، جامې، استوګنې او میرمنې په شان او داسې نور نعمتونه چې د هوساینې او ارامښت نښې دي. هغه نعمتونه چې د خدای د غوښتنې او د جنتیانو د ارادې مطابق دي او دوي به چې له هر څه خوند اخلي هغه به ورته برابر وي بې له دې چې زړه یې ترې موړ شي یا یې زړه ووهي.
البته د مادي نعمتونو تر څنګ به معنوي نعمتونه هم وي. الهي سلام چې په جنتیانو د خدای د خاص رحمت نښه ده، په هغوي کې به داسې مینه او ارامښت پیدا کړي چې تر هر مادي نعمتونه لوړ او اوچت دی.
درسونه :
قیامت د الهي عدل او انصاف د راڅرګندیدو او اجرا کیدو ځای دی او هر انسان ته له دنیاوي پیلیتیاوو خپلویو او تعلقاتو لرې، د خپلو عملونو سزا یا جزا ورکول کیږي.
۲: جنت ټوله خوښي او خوشالي ده او غم او خپګان به پکې نه وي.
۳: په جنت کې هم انسانان کورنی ژوند لري او ښځه او میړه به له یوه بله خوند اخلي.
۴: په جنت کې به د انسان لپاره هیڅ ډول محدودیت نه وي او هر څه چې هغه وغواړي کولی یې شي.پای