Aug 05, 2020 05:21 Asia/Kabul

p-797-Yaseen-ayaat-59-65 د یس سورې ژباړه او تفسیر

 راهی بسوی نور (797) -  

  تفسیر ساده و روان آیات 59 تا 65 سوره یس  

ابتدا به تلاوت آیه 59   

«وَامْتَازُوا الْیَوْمَ  أَیُّهَا الْمُجْرِمُونَ»

او ای ګناهکارو او مجرمانو، نن ( له نیکانو) جدا شئ.

 په تیره برخه کې قران مجید  په جنت کې د نیکانو مقام بیان کړ، داسې یو مقام او منزلت چې  پکې به نیک انسانان  له روحي او جسمي ارامښته برخمن وي. دا ایت په دوام کې فرمایي:  په هغه ورځ به  د نیک چارو  صف او کرښه له بدچارو جدا شي او دواړه به په بیله بیله لاره روان شي؛ بدان به په داسې لارې روان شي چې  د دوزخ عذاب ته رسیږي او بې له تریخوالي او سختوالي به بل څه نه ویني، هغوی د دنیا زر تیریدونکي خوندونه او  شهوتونه د قیامت د عذاب په بیه واخستل او نن به د دغه غلط انتخاب سزا وویني. ځکه چې قیامت  د الهي عدل او انصاف ځای دی او دا خبره هیڅ معنا نه لري چې بد او ښه خلک په یوه لیکه کې او یو ځای وي هغه شان چې په دنیا کې یې یو ځای ژوند کاوه.

درسونه: 

۱: قیامت د خپلو عقیدو اوعملونو په اساس د انسانانو د جدایۍ ورځ  ده . کیدی شي ډیر والدین له خپلو بچیانو جدا شي او ډیر پردي خلک د انسان په څنګ کې راشي او خپلوان یې ترې لرې شي.

۲: قیامت د بد چارو د سزا او د نیک چارو د ښې بدلې په هکله د الهي وعدې د تحقق ورځ ده.

تلاوت آیات 60 تا 62  از سوره  یس

 

«أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَیْکُمْ یَا بَنِی آدَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا الشَّیْطَانَ إِنَّهُ لَکُمْ عَدُوٌّ مُّبِینٌ»، «وَأَنِ اعْبُدُونِی هَـذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیمٌ»، «وَلَقَدْ أَضَلَّ مِنکُمْ جِبِلًّا کَثِیرًا  أَفَلَمْ تَکُونُوا تَعْقِلُونَ»

 ای  د آدم بچیانو! ایا ما له تاسو وعده نه وه اخستې چې  د شیطان عبادت (او اطاعت) به نه کوئ، ځکه چې هغه ستاسو ښکاره دښمن دی؟

او (دا چې) یوازې زما عبادت به کوئ چې نیغه لاره همدا ده.

خو شیطان په تاسو کې ډیر کسان بې لارې کړل. آیا له عقله کار نه اخلئ؟

 

دا ایتونه هغو خطاکارانو او ګناهکارانو ته په خطاب کې دي چې د قیامت په ورځ به حاضر شوي وي او لیکې به یې له مومنانو جدا شوې وي. دا خطاب د خدای له لورې له ملامتیا اوغندنې سره یو ځای دی چې ګني تاسو ولې د شیطان پیروي وکړ او د خدای لاره مو هیره کړه؟

قران  مجید دغه خطاب د هغه عهد او تړون یادوونکی ګڼي چې  خدای تعالی  د انسانانو د پیدایښت په لومړیو کې  له ټولو انسانانو اخستی دی. هغه وخت چې حضرت ادم او میرمنه یې حوا په  جنت  کې د شیطان له چل او دوکې سره مخامخ شوه خدای تعالی هغوی ته یادونه وکړه چې  ولې د شیطان په وسوسه کې راغلئ او هغه څه مو وخوړل چې ما ترې منع کړې وئ؟ آیا نه پوهیږئ چې شیطان ستاسو ښکاره دښمن دی.

 انسان د خپل الهي فطرت په اساس پوهیږي چې د بدو اوسپکو کارونو کول د هغه له انسانیت سره سمون نه خوري او هر څوک چې په هره نامه انسان دغه ډول کارونو ته وبلي،شیطان دی، که هغه د انسان له جنسه وي او که نه وي. د انسان خدای پالی فطرت هغه له بدیو منعه  کوي او د خدای د اوامرو  اطاعت ته یې بلي.

 د انسان په باطني فطرت او خوي سربیره،  بهر ته کتل او د تیرو امتونو په  تاریخ کې تفکر  هم د دې ښودنه کوي چې ډیر انسانان په ګناه او  فسادونو ښکیل شول او د هغوی انجام ګمراهي اوهلاکت و. که د دغه شان کسانو ژوند مطالعه کړو پوهیږو چې د هغوي د ګمراهۍ اصلي علت د خرافاتو بیروي او د کږ فکرو او بې لارو کسانو اطاعت و.

 درسونه:

۱: خدای تعالی د انسان په باطني عقل او بهرنیو پیغمبرانوسره  له انسانه ژمنه اخستې چې هیڅکله د شیطان  په لاره لاړ نه شي. دانسان حالت همیشه له دوو حالونو بهر نه وي  یا د خدای بنده وي او یا د شیطان

۲:  په هر لمانځه کې له خدایه غواړو چې مونږ نیغې لارې ته هدایت کړي چې  د دغوایتونو په اساس نیغه لاره هماغه د خدای  اطاعت او عبادت دی.

۳:  پکار ده چې نه یوازې د ژوند د هوساینې او عادي چارو لپاره  بلکې  د تیرو خلکو د  تاریخ د پیژندلو او د شیطان  په وسیله د غولیدلو کسانو له تراخه برخلیکه هم له خپل عقل او فکره کار واخلو .

  تلاوت آیات 63  تا 65  از سوره یس  

 

«هَـذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِی کُنتُمْ تُوعَدُونَ»، «اصْلَوْهَا الْیَوْمَ بِمَا کُنتُمْ تَکْفُرُونَ»، «الْیَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ وَتُکَلِّمُنَا أَیْدِیهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُم بِمَا کَانُوا یَکْسِبُونَ»

 

 دا هغه دوزخ دی چې  تاسو ته یې وعده درکول کیده.

نن پکې داخل  شئ (او په اور کې وسوزئ) د هغه کفر په وجه چې کړی مو دی.

نن یې په خلو مهرونه وهو او لاسونه یې له مونږ سره خبرې کوي او پښې به یې په هغه څه چې کول به یې ګواهي ورکوي.

  په قیامت کې د مجرمانو د حالت په هکله د تیرو ایتونو په دوام کې  دا ایتونه فرمایي: : پیغمبرانو په دې دنیا  نیکو خلکو ته د ثواب او اجر او بدانو ته سزا  وعده  خلکو ته رسولې وه، خو ډیرو کسانو په دغه وعده باور نه کاوه او ورپورې یې ټوکې کولې.  اوس هغوي  دهغه وعدې تحقق په خپلو سترګو د قیامت په ډګر کې ویني. نه یوازې دوزخ ویني بلکې پکې ورداخلیږي  او په خپل ټول وجود سره د اور سوزول محسوسوي.

 د خدای تعالی په عادلانه محکمه کې  د مجرمانو له خوا خبرو ویلو او داده کیدو ته ضرورت نه شته چې ګني یو څه  پټ کړي یا خبره بدله کړي، ځکه چې د ژبې په ځای به د هغوی لاس پښې او نور غړي خبرې کوي او هغه څه چې کړې یې دي هغه به بیانوي.

درسونه : 

۱:  پیغمبرانو په ټولو خلکو غاړې خلاصې کړې او هغوی یې همیشه  د دوزخ له خطره خبر کړې دي.

۲: په قیامت کې به د انسان  خله چې د خبرو کولو وسیله ده بنده شي او لاس او پښې به خبرې کوي.

۳: د انسان د بدن غړي یو ډول درک او شعور لري. نو هر څه چې په هغوي تیریږي ثبت او ضبطوي او په قیامت کې به یې بیانوی.

پای.

 

کلید واژه: بسوی نور، یس، قیامت، دوزخ، شیطان، پیامبران