Aug 05, 2020 09:51 Asia/Kabul

p-799-Yaseen-ayaat-71-76 د یس سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (799)  

در ادامه با تفسیر ساده و روان آیات 71 تا 76 سوره مبارکه یس در خدمت شما هستیم.

 

ابتدا   تلاوت آیات 71 تا 73  از سوره یس  

«أَوَلَمْ یَرَوْا أَنَّا خَلَقْنَا لَهُم مِّمَّا عَمِلَتْ أَیْدِینَا أَنْعَامًا فَهُمْ لَهَا مَالِکُونَ»، «وَذَلَّلْنَاهَا لَهُمْ فَمِنْهَا رَکُوبُهُمْ وَمِنْهَا یَأْکُلُونَ»، «وَلَهُمْ فِیهَا مَنَافِعُ وَمَشَارِبُ  أَفَلَا یَشْکُرُونَ»

 آیا ومونه لیدل چې له هغه څه مو چې زمونږ ( د قدرت) لاس جوړ کړې دي، د هغوي لپاره چارپایان وپنځول چې هغوی یې مالکان دي؟

 او چارپایان مو هغوي ته رام کړل. له ځینو یې سپرلي اخلي او له ځینو یې خواړه.

او په هغوي کې   د خلکو لپاره  نورې فایدې (لکه وړئ او څرمن) او څښاکونه (لکه پۍ)  موجود دي. نو ولې شکر نه کوي؟

 دغو ایتونو په  انسانانو د خدای یوه مهرباني او نعمت بیان کړی او د انسان په ژوند کې یې د حیواناتو رول په ګوته کړی دی. که څه هم د حیواناتو  یوه لویه برخه د انسانانو رام او په کنټرول کې یې نه دي او په  په سمندر او وچه کې ژوند کوي خو ځینې حیوانات بیا انسان ته رام او مسخر دي چې انسان ځان د هغوي مالک ګڼي او هرڅنګه چې ترې غواړي ګټه پورته کوي. د یادولو ده چې  د انسان د تمدن او ترقۍ په دې زمانه کې  له چارپایانو استفاده  نه یوازې کمه شوې نه ده بلکې په یو ډول زیاته شوې هم ده. 

که پخوا د  غواوو او ګډو بزو له شودو یوازې یو څو څیزونه جوړیدل نو نن سبا  د لبنیاتو په زرګونو ډولونه او څیزونه  یوازې د دغو حیواناتو  له پیو جوړیږي.

 د حیواناتو له  پوستکي څرمني او وړیو بیا ډول ډول جامې ، بټوې او پیزار جوړیږي ، په اوسنۍ زمانه کې سره له دې چې مصنوعي او لاس جوړ  مواد د انسان په جامه او پيزار او داسې نورو ضروریاتو کې استعمالیږي خو  لا هم د حیواناتو له پوست او څرمنې یا وړیو  جامې جوړیږي او کیفیت یې هم تر نورو لوړ دی.

 دم ګړۍ د نړۍ په ډيرو سیمو  او حتی په  پرمختللو  پوځونو کې د اس او اوښ په شان حیوانان  له سختو غرنیو او یا صحرایي سیمو د تیریدلو  او یا د سامانانو د وړلو راوړلو لپاره استفاده کیږي.

 د انسان د خوراک لویه برخه هم په حیواناتو پورې اړوند ده . د خلقت نظم او سسټم د انسان دغه ضرورت  د حیوانانو په سمه او په وخت تناسل  او بچي زیږولو سره تامین کړی دی.

حقیقت دا دی چې انسان د دغه لوی نعمت شکر نه وباسي او ډیرو کمو کسانو تر اوسه فکر کړی چې که یوه ورځ دغه حیوانات نه وي او یا رام نه  وي نو څه به راپیښیږي.

  درسونه:

۱: د غوا ګانو اوښانو او ګډو بزو په شان حیوانانو خلقت د انسان او د  هغه د ګټې لپاره دی که حیوانات په تیره بیا چارپایان نه وي د انسان ژوند له ستونزې سره مخامخیږي خو که د ځمکې په مخ انسانان نه وي حیوانات له ستونزې سره نه مخامخیږي.

 ۲:  د حیواناتو وجود او د انسان په وړاندې یې رامیدل د خدای یو لوی نعمت دی . ځکه چې که دغه  حیوانات رام نه وو نو  په ډیرو مواردو لکه غوښه او پیو اخستلو یا یې له  څرمنې په استفاده کولو کې به انسان له ستونزې سره مخامخ و.

 ۳: د خدای نعمتونو ته بې پامي د هستۍ د خالق په وړاندې د مننې له روحیې د غلفت  سبب کیږي.

  تلاوت آیات 74 تا 76 از سوره یس  

«وَاتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّـهِ آلِهَةً لَّعَلَّهُمْ یُنصَرُونَ»، «لَا یَسْتَطِیعُونَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُندٌ مُّحْضَرُونَ»، «فَلَا یَحْزُنکَ قَوْلُهُمْ إِنَّا نَعْلَمُ مَا یُسِرُّونَ وَمَا یُعْلِنُونَ»

 او د خدای په ځای یې ، نور خدایان ځانته وګرځول  په دې هیله چې مرسته ورسره وشي.

(په داسې حال کې چې) دغه خدایان ، د هغوي د مرستې توان  نه لري او هغوي (په قیامت کې) د  بوتانو لپاره د حاضرکړی شویو سپایانو ( په شان دي)

(ای پیغمبره) د مشرکانو خبره دې تا غمجن نه کړي. مونږ په هغه څه چې دوي یې پټوي یا یې ښکاره کوي خبر یوو.

 د الهي نعمتونو په وړاندې د انسان د ناشکرۍ یوه نښه  د نورو معبوداتو عبادت او پرستش کول دي.  دا هغه کار دی چې مشرکان یې په ښکاره او ځینې مومنان یې په پټه توګه کوي.

ظاهري شرک دا دی چې انسان ووایي: زه د دغه سړي یا شي عبادت کوم. خو خفي شرک  دا دی چې  انسان د پرستش او عبادت خبره ونه کړي او مثلا ووایي چې  پر خدای سربیره دغه کس هم زما  په ژوند کې کلیدي رول لري او که دی نه وای نو زه به تباه  او برباد شوی وم یا ووایي چې  یوازې د دغه سړي په مرسته او  ملاتړونو سره زه  دې ځای ته رسیدلی یم.

 په داسې حال کې چې څرګنده ده،  کسان او څیزونه  د انسان په ژوند کې له خدایه مستقل رول نه لري او د انسان په ژوند کې د خدای د شریک رول نه شي لوبولی.  هر څه د خدای په ارادې او خواست پورې تړلې دي او هغه هیڅ شریک نه لري البته  څیزونه او کسان وسیله ګرځوي چې له دې لارې  انسان یو نعمت ته ورسیږي او یا کوم خدمت  او شی لاسته  راوړي.

ایتونه په دوام کې فرمایي:  د قیامت ورځ چې د انسان د باطن د ښکاره کیدو ورځ ده مشرکان به  د بوتانو شاته ودرول شي  په دې ډول چې ګواکې بوتان یې کوماندانان دي او مشرکان د هغوي د  لښکر  عسکر. ځکه چې  په دنیا کې یې په پټو سترګو  د خرافاتو او بدعتونو  مطیع وو او د بوتانو عبادت یې کاوه.

 وروستی ایت  د خدای رسول او مومنانو ته فرمایي:  د دغه مشرکانو له ناروا خبرو او  غلطو تورونو چې په پیغمبر، قرآن ،  او دیني عقیدو پورې یې تړي  غمجنیږئ او نهیلې کیږئ مه. هغوی خدای ته پریږدئ  ځکه چې خدای له هر څه خبر دی او هغوی ته به د  جرم مطابق یې سزا ورکوي.

 درسونه:

 ۱: په نړۍ کې هیڅ شی یا کس داسې نیشته چې د خدایۍ رول ولري ،  ټول اسباب که هغه مادي دي او که  غیر مادي د  لوی خدای له خوا یوه واسطه  دي او د انسان په ژوند کې خپلواکه  رول نه لري . نو ځکه شرک هیڅ پیاوړی بنیاد او اساس نه لري.

۲:  د خدای قدرت ته له پامه پرته له نورو مرسته غوښتل یو ډول کفر او شرک دی. په حقیقت کې  د نورو مرسته رسول هم د خدای په اراده او مشیت پورې تړلې دي.

 ۳: باید پام ولرو چې د دین د مخالفو کسانو خبرې زمونږ د نهیلۍ او د خپلو دیني دندو په ترسره کولو کې د سستۍ او غفلت سبب نه شي.

پای

 

  -----------------

 

   کلید واژه: بسوی نور، یس، چهارپایان، حیوانات، نعمت، شرک