سوره یس۷۷-۸۰
p-800-Yaseen-ayaat-77-80 د یس سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (800)
۷۷-۸۰
ابتدا تلاوت آیات 77 تا 79 سوره یس
«أَوَلَمْ یَرَ الْإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِیمٌ مُّبِینٌ»، «وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِیَ خَلْقَهُ قَالَ مَن یُحْیِی الْعِظَامَ وَهِیَ رَمِیمٌ»، «قُلْ یُحْیِیهَا الَّذِی أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِکُلِّ خَلْقٍ عَلِیمٌ»
آیا انسان ونه لیدل ( اوفکر یې ونه کړ) چې مونږ هغه له ( بې ارزښته) نطفې وپنځاوه؟ نو اوس ښکاره دښمن شوی دی.
او زمونږ لپاره یې مثال راوړ او خپل خلقت یې هیر کړ؛ وې ویل: څوک به (دا) هډونه چې وراسته شوې دي ژوندي کوي؟
ووایه: هماغه کس چې په لومړي ځل یې پیدا کړل، هغه ژوندي کوي او هغه پر هر مخلوق خبر دی.
په تاریخي روایتونو کې راغلې دي چې د مکې یو مشرک یو وروست هډوکی په لاس کې ونیوه او پیغمبر ته راغلی او وې ویل: دا وراسته هډونه به چې که زه لږ شان زور ورکړم دوړیږي او تشه خاوره ترې جوړیږي څوک دوباره ژوندي کوي؟ دا پوښتنه هغه وخت پیدا کیږي چې انسان د خدای طاقت محدود وګڼي او دې ته په پام سره چې په دنیا کې د انسان په مشاهدې کې داسې شی نه دی راغلی او د داسې پیښې کیدل یې نه دي لیدلې، هغه ادعا کوي چې په قیامت کې هم دغه شی ممکن نه دی.
نو ځکه وروستي ایتونه د قیامت د منکرانو دې پوښتنې ته ځواب ورکوي او فرمایي: تاسو څنګه د خدای طاقت محدودګڼئ، حال دا چې په تاسو کې یې هر یو له یوې ډیرې وړې او معمولي نطفې پیدا کړی دی؟ آیا هغه خدای چې په لومړي ځل یې دا کار وکړ دوباره تاسو نه شي پیدا کولی؟
آیا ګمان کوئ چې هغه نه دی خبر چې د انسان د بدن ټوټې او ذرې چرته خورې دي چې هغه دوباره راټولې کړي او انسان ترې دوباره راژوندی کاندي.؟
انسان چې خدای پیدا کړی دی، په خپل علم او طاقت سره یې دومره پرمختګ کړی چې په په لیبارټریو او ازمیښتونونو کې د انساني او حیواني سلونونو په کرلو او پاللو سره سلولي جوړښتونه پراخ کړي. آیا خدای تعالی چې د بشر خالق او وسیال دی، د انسان د بدن یوه ذره نه شي پالی او هغه ته دوباره ژوند نه شي وربخښلی؟ نن سبا انسان ثابته کړې چې د انسان په ډي این ای کې د هر انسان د بدن ټولې جنټیکي ځانګړتیاوې پټې دي او دا یوه داسې ځانګړنه ده چې له مینځه نه ځي.
نن سبا داسې مړي او جسدونه چې لسګونه کاله یې تیر شوې او وراسته شوې وي د هغوي د سلولونو د ډي این ای په کتلو او له خپلوانو سره یې په پرتله کولو سره هغوي پيژندل کیږي.
درسونه:
۱:
۱: له خدای سره دښمني او د هغه د اوامرو په وړاندې سرغړونه له دې خبرې د انسان د غفلت نښه ده چې خدای هغه له یوې وړې او بې ارزښته نطفې پیدا کړی دی.
۲: د معاد او قیامت منکران په حقیقت کې د بیا پيدا کولو لپاره د خدای په طاقت او قدرت کې شک لري او د معاد او قیامت په نه واقع کیدو هیڅ دلیل نه وړاندې کوي.
۳: د معاد او قیامت په بحث کې دوو مهمو ټکیو ته باید پام وشي: یو د انسان په بیا ژوندي کولو کې د خدای قدرت او بل د انسان په عملونو او کړو د خدای بې پایانه علم ته.
۴: پوښتنه که د ځان د پوهولو او د علم د حاصلولو لپاره وي ښه او غوره ده او باید د دیني چارو د کارپوهانو لخوا اعتقادي شبهو او پوښتنو ته سم ځوابونه ورکړل شي. خو که پوښتنه د ضد او کبر له مخې وي نو په حقیقت د پوهیدلو لپاره نه بلکې د خند او مسخرو کولو لپاره ده.
تلاوت آیه 80 از سوره یس
«الَّذِی جَعَلَ لَکُم مِّنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنتُم مِّنْهُ تُوقِدُونَ»
هماغه کس چې تاسو ته یې له شنې ونې اور وپنځاوه او تاسو (چې هر وخت وغواړئ) له هغه اور بلوئ.
د تیر ایت په دوام کې چې په خلقت کې یې دخدای د قدرت او طاقت خبره وکړه، دا ایت د طبعیت یوې جالبې او په زړه پورې جلوې ته اشاره کوي او فرمایي: د هغوی قوانینو له مخې چې خدای په طبیعت کې جوړ او پلې کړې دي، له یو بل سره د شنو ونو د څانګو په سخت ټکر سره څپڼکي او اور جوړیږي. د ویلو ده چې په پخوا زمانه کې اوربلیت او ماچسې نه وې او خلکو به له یو بل سره د کاڼو جنګولو یا په یو بل پورې د لرګیو په سولولو سره څپڼکی او ترې اور پیدا کاوه.
که د سخت توپان له امله د ونو څانګې له یو بل سره سخت ټکر پیدا کړي، د الکټریکي بهیر له امله څپڼکی پيداکیږي او شنې ونې اور اخلي.
په دې ایت کې سره له دې چې اور او اوبه له یو بل سره غږمله نه دي، دواړه په یو ځای کې جمع شوې دي، په بله ژبه شنه ونه چې په اوبو ژوندۍ ده، د اور سبب ګرځي چې ضد یې ده.البته هما ونه که وچه شي، له لرګیو یې بیا د اور بلولو لپاره استفاده کیږي.
درسونه
۱: د طبعیت او پرې د واکمنو قوانینو پیژندل، په خدای او د هغه په قدرتد ایمان د زیاتیدو زمینه برابروي.
۲: د لمر رڼا او تودوښه چې د ونو په څانګو او پڼو لګیږي هغه له مینځه نه وړي، بلکې په هغو کې ذخیره او زیرمه کیږي کله چې د ونو لرګي په اور کې سوزي په حقیقت کې دا هغه انرجي ده چې په کلونو کلونو یې د ونې په شکل کې له لمره اخستې ده چې اوس د اور د حرارات په شکل کې راښکاره کیږي. دا بهیر په خپله په دې جهان کې یو ډول د انرجۍ معاد او بیا ژوندي کیدل دي.
پای.
کلید واژه: بسوی نور، یس، استخوان، معاد، آفرینش، درخت، آتش