Aug 05, 2020 05:21 Asia/Kabul

p-801-Yaseen-ayaat-81-83 د یس سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (801) -

 سوره یاسین ۸۱-۸۳

ابتدا   تلاوت آیه 81  از سوره یس  

«أَوَلَیْسَ الَّذِی خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِقَادِرٍ عَلَى أَن یَخْلُقَ مِثْلَهُم  بَلَى وَهُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِیمُ»

 آیا هغه کس چې اسمانونه او ځمکه یې پنځولې، د دې طاقت نه لري چې (په قیامت کې) د هغې  په مثل بیا پیدا کړي؟ هو ( پیدا کولی یې شي) او هغه پنځوونکی پوه دی.

 په تیره برخه کې قرآن مجید  له نطفې د انسان د پیدا کولو او  له شنو ونو د اور د پیدا کولو په شان  د خدای تعالی د قدرت ځینونښو ته اشاره وکړه دا ایت  د اسمانانو او ځمکې په پیدایښت کې د خدای قدرت او طاقت ته اشاره کوي او فرمایي: که تاسو د خدای په قدرت کې شک لرئ چې آیا مړه انسانان دوباره ژوندي کولې شي او ک نه؟ نو ولې د اسمانانو او ځمکې عظمت ته نه ګورئ چې خدای څنګه پیدا کړې اړو د یو حیرانوونکي نظام په توګه په ګردش کې دي؟ د هستۍ عظمت او سترتوب دومره دی چې  د ځمکې کره د هغې په پرتله  په یوې لویې دښتې کې د یوې دانې په شان ده. په خپله ځمکه هم  له ډول ډول وړو لویو مخلوقاتو او څیزونو ډکه ده لکه  غرونه ، لوی لوی دریابونه، دښتې او سیندونه، معدنونه، د وچې او لمدې حیوانات او ډول ډول بوټي او ونې چې  شمیرل یې د انسان د وس کار نه دی.

 آیا په هستۍ کې د دغه دومره لوی عظمت  په لیدلو سره  بیا هم  په دې خبره کې شک کوئ چې آیا خدای به دوباره تاسو پیدا کړی شي او که نه ؟ په دنیا کې  انسان د مور په خیټه کې په یو کامل او پوره انسان بدلیږي. خو په اخرت کې  د یوې دانې په شان چې په خاوره کې کرل کیږي، بیا غوټۍ کوي او له خاورې سر راوباسي، هره ذره چې له انسانه پاتې وي د خدای په قدرت به  له خاورې راووځي او  هغه شان انسان به ترې جوړ شي چې په دې دنیا کې و.

که دا شک او شبهه مطرح شي چې  په دنیا کې د انسان د وجود ذرې خورې ورې  دي او ځای یې هم نه دی معلوم، باید پام ولرو چې خدای تعالی ته هر څه معلوم دي  له هر څه خبر دی او د هغه له علمه هیڅ شی بهر نه دی. نو د انسان د بدن ټوټې چې په هر ځای کې وي  راغونډوي یې او بیا ترې انسان جوړوي.

 درسونه :

۱: د منکرانو د شبهو په ځواب کې  باید د نیغ په نیغه ځواب په ځای  د پوښتنې او سوال له رودې استفاده وکړو او د هغوي ضمیر راویښ کاندو  چې  په خپله یې ځواب ووایي.

۲:  خلقت او پنځیدل علم او قدرت ته اړتیا لري او خدای تعالی په دنیا او اخرت کې  له بې پایه علمه برخور دی.

۳:  هغه ذات چې دا دومره لویه او حیرانوونکې نړۍ یې پنځولې، په قیامت کې دوباره هم انسانان ژوندې کولی شي.

 

  تلاوت آیه 82  از سوره یس  

«إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَیْئًا أَن یَقُولَ لَهُ کُن فَیَکُونُ»

 د هغه امر داسې دی چې کله  د یو شي اراده وکړي نو یوازې دا چې ورته ووایي: وشه،  نو هغه سملاسي وشي (په وجود کې راشي).

 د تیر ایت په دوام کې دا ایت د خدای تعالی قدرت ته اشاره کوي او فرمایي:  د څیزونو پیدا کول د خدای لپاره اسان دي. داسې نه ده چې د اسمان خلقت کوم ګران کار وي او د د یو میږي پیدا کول خدای ته اسان وي، بلکه هر څه  د هغه په نزد یو شان دي او د هغه په اراده  هر یو شي د  وجود او پیدا کیدو امکان مومي. په بله ژبه، د خدای د ارادې او د څیزونو د جوړیدو او پیدا کیدو په  مینځ کې  فاصله نیشته  او د سترګو په رپ کې هغه شی پیدا کیږي.

مونږ انسانان هم چې څه وغواړو په ‌ذهن کې یې تصور کولی شو او زمونږ د ارادې او د هغه تصویر د جوړیدو په مینځ کې هیڅ فاصله نیشته . خو  له ذهنه په بهر نړۍ کې دغه کار نه شو کولی، خو خدای تعالی چې د هر څه اراده وکړي هغه شی سملاسي په وجود کې راځي.

 درسونه:

۱:د ټولو وړو لویو اسانو او پیچلو څیزونو خلقت د توانمن خدای لپاره یو شان دي.

۲:  خدای تعالی هستي او وجود پیدا کوي او مخلوقات له عدمه په وجود کې راوړي. په بله ژبه ،  د موجوداتو ماده او صورت یې په یو ځای پيدا کوي  خو انسانان چې یو شی پيدا کوي یوازې هغه  صورت ورکوي او هیڅکله له عدمه یو شي نه شو پيدا کولی.

     سوره یس، آیه 83  

«فَسُبْحَانَ الَّذِی بِیَدِهِ مَلَکُوتُ کُلِّ شَیْءٍ وَإِلَیْهِ تُرْجَعُونَ»

 نو سپيڅلی دی هغه ذات چې د هر څه واکمني او حاکمیت  د هغه په لاس کې دی او د هغه په لور به ستنول کیږئ.

 دا ایت  چې د یسین سورې آخري ایت دی  په یوې نتیجه ګیرۍ کې فرمایي:د ټولې هستۍ او کایناتو مالکیت او حاکمیت د خدای په لاس کې دی  او هغه  خدای له هر ډول عجز او ناتوانۍ یا سستۍ او کمزورۍ پاک او سپیڅلی دی. پر دې اساس  هیچا ته نه ده پکار چې په قیامت کې د انسانانو په بیا پیدا کولو کې د هغه په قدرت کې شک وکړي  او قطعا ټول به هغه ته ورستنیږو.

په فرض محال که انسان د خپل وجود مالک وای،  ښایي د خدای له دغه ارادې سره یې د مقابلې توان لرلئ، خو په حقیقت کې انسان د خپل ځان مالک نه دی، هغه مملوک دی او له ځانه هیڅ نه لري. انسان حتی دنیا ته په راتللو او ترې تللو کې  هم له ځانه اراده نه لري نو بیا څنګه د قیامت په هکله دغه شان شکونه کوي؟

 درسونه

۱: تاسو څنګه  خدای تعالی د قیامت په جوړولو کې ناتوانه ګڼئ؟ حال دا چې هغه پر هر کار قادر او وسیال دی او له هر ډول عجز او ناتوانۍ پاک او سپيځلی دی.

۲: د هستۍ پیل او پای د خدای په لاس کې دي  خلقت له خدایه پیل شوی او هر څه به هغه ته جاروځي.

پای