Aug 17, 2020 07:24 Asia/Kabul

p-802-As-Sāffāt-ayaat-1-6 د یس سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (802) -  

 صافات ۱-۶

ګلونو اوریدونکو د یسین سورې په ختمیدو سره  غواړو په دې پروګرام کې د صافات سوره درته پیل کړو. دغه سوره په مکې کې نازله شوې   او د قرآن مجید اوه دیرشمه سوره ده، په دغه سورې کې د نورو مکي سورو په شان، زیاتره تاکید  په اعتقادي مسالو دی او په دیني احکامو یا اوامرو زیات ټینګار نه دی شوی. له شرک او کفر سره په مبارزه کې د تیرو پیغمبرانو کړنې او سیرت په تیره بیا  د حضرت ابراهیم علیه السلام بت شکني په دې  سورې کې بیان شوې ده. په دغه سوره کې همداراز  د پیریانو او پرښتو په هکله  د غلطو عقیدو او نظرونو غندنه شوې ده.

په سر کې مو د صافات سورې له لومړي تر پینځم ایتونو پورې تلاوت ته پام راغواړو هلته چې لوی خدای فرمایي:

 

«بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـنِ الرَّحِیمِ

 

«وَالصَّافَّاتِ صَفًّا»، «فَالزَّاجِرَاتِ زَجْرًا»، «فَالتَّالِیَاتِ ذِکْرًا»، «إِنَّ إِلَـهَکُمْ لَوَاحِدٌ»، «رَّبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا وَرَبُّ الْمَشَارِقِ»

 

  د بخښونکي مهربان خدای په نامه

 قسم په  صف تړونکو  چې (منظم او ټینګ) صفونه یې جوړ کړې دي.

 او قسم په غړوونکو چې (نور کسان له ګناه) په سخته غړوي.

 او قسم  د ذکر (او الهي ایتونو) په تلاوتوونکو.

 چې  بې شکه ستاسو معبود یو دی.

د اسمانانو او ځمکې او هغه څه چې د دې په مینځ کې دي پالونکی، او  د مشرقونو رب.

 دا سوره په څو قسمونو سره پیلیږي چې د انسان پام ځانته واړوي. څرګنده ده چې خدای تعالی قسم خوړلو ته ضرورت نه لري او د ایمان خاوندان بې له قسمه هم د هغه خبره مني. خو د خدای قسم  د هغه موضوع د اهمیت و عظمت ښودنه کوي چې پرې قسم خوړل کیږي او ورته د نورو د پام اړولو لپاره ده.

 خدای تعالی په دغو ایتونو کې  په هغو پرښتو قسم خوري چې  پیغمبرانو ته د اسماني وحي په رسولو کې رول لري او انسانان او شیطانان په الهي وحي کې له هر ډول نفوذ او لاسوهنې منع کوي، چې الهي پیغمبران  وحي په کامل او پوره ډول لاسته راوړي او خلکو ته یې ورسوي.

د دغه ډلې پرښتو لومړۍ ځانګړنه  په منظمو لیکو او صفونو کې حرکت کول دي، په دې ډول چې خدای تعالی یې په عظمت قسم خوړلی دی. طبیعي ده چې مونږ انسانان له پرښتو تجربي شناخت نه لرو چې هغوي درک کړو او ځان پرې پوه کړو خو د صف جوړول د ډیر ښه نظم او د ډیر لوی چمتووالي ښودنه کوي. لکه څنګه چې  د پوځي ځواکونو صفونه او لیکې د سپایانو په حرکت کې د نظم  او د کوماندان د امر د ترسره کولو لپاره  د هغوي د تیارۍ  سبب کیږي.

 پرښتې په منظمو صفونو کې  د الهي اوامرو ترسره کولو ته تیارې دي، هر خنډ  له لارې لرې کوي او د خدای امر اجرا کوي.  له دغو قسمونو وروسته قرآن مجید فرمایي: د ځمکې او اسمانانو او د ټولو مخلوقاتو پالونکی او رب، یوازینی خدای دی او په  نړۍ کې هیڅ شریک نه لري. نه پرښتې او  پیریان او نه کوم نور د ځمکې او اسمانانو مخلوق د دغه هستۍ په  پیدایښت کې رول لري. هغه نه یوازې پنځوونکی دی بلکې د ټولو مخلوقاتو او د حاکم نظام تدبیر د هغه په لاس کې دی.

 بل ټکی چې په دغو ایتونو کې ورته اشاره شوې، دا چې  په دې ځمکه کې ډیر مشرقونه او ختیځونه دي او لمر هره ورځ په یو خاص ځای او وخت کې او له تیرې ورځې په یوې ټاکلې فاصلې کې راخیږي. دغه ورځني بدلونونه منظم او  د پوره دقیق او سم حساب کتاب په اساس دي. دغه بدلونونه ټول د هغه په تدبیر دي چې  د ځمکې او لمر لپاره یې  یو خاص مدار ټاکلی او  هر یو په خپل خاص رفتار او سرعت سره په  خپل مدار کې حرکت کوي چې د دغه منظمو حرکتونو په پایله کې  د ځمکې په مختلفو ځایونو کې  ګڼ شمیر مشرقونه او مغربونه پیدا کیږي.

 

 درسونه :

۱:  دین په کارونو کې په نظم تاکید او ټینګار کړی   هغه نظم چې  په کار کې د طاقت او چټکتیا سبب کیږي.

۲:  همیشه د هدف او منزل په لاره کې خنډونه موجود وي چې د ختمولو لپاره یې باید هڅه وشي او له هدفه لاس وانه خستل شي.

۳:  خدای تعالی هم د نړۍ پنځوونکی دی او هم د هستۍ د چارو تدبیروونکی .

۴:  ټوله هستي او نړۍ د واحد خدای تر مدیریت او چلښت لاندې ده. د ځمکې او اسمان او د نړۍ د نورو مخلوقاتو ترمینځ غږملتیا  د خدای د  یو والي ډیره ښه  نښه ده.

  تلاوت آیه 6 از سوره صافات  

«إِنَّا زَیَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْیَا بِزِینَةٍ الْکَوَاکِبِ»

 مونږ د دنیا آسمان د ستورو په کالیو ښکلی کړی دی.

 په تیرو ایتونو کې د اسمانانو او ځمکې د پالونکي په یووالي له ټینګاره وروسته دا ایت فرمایي: مونږ ستاسو د سر لپاسه اسمان چې تاسو ته تر ټولو نزدې اسمان دی  په ستورو سره ښکلی کړی دی. حقیقت دا دی چې  په ګڼ نفوسه او له رشه په ډکو ښارونو کې  ژوند سبب شوی چې  نننی انسان  د واټونو، کورونو  دکانانو او د ښار د نورو ځایونو د رڼا په وجه  د شپې ستوري ونه ویني. خو په تیرو شپو کې  په کلیو او دښتو کې اسمان ډیره ښکله جلوه لري او انسان  ورته ګوته په غاښ پاتې کیږي. دغه منظره هم ښکلې ده او هم ډیر عظمت لري.

ته وا خدای تعالی په دغه  ایت کې ستوري هغو څراغونو ته ورته ګڼلې چې د جشن په دستورو کې ترې د څراغاني کولو او رڼایۍ لپاره استفاده کیږي. هغه ستوري چې ډیر یې  له مونږ ډیره زیاته فاصله لري او له هغه ځایه سترګکونه وهي او  بل او مړه کیږي او ځینې یې بیا ثابت او نه مړه کیدونکې رڼا لري.

 درسونه :

۱:  ښکلا او سینګار ته ګروهنه د انسان  په خټه کې ایښودل شوې ده. نو قرآن د طبیعي منظرو له ښکلا او ښایسته په ګټه پورته کولو تاکید او ټینګار کړی دی.

۲: د اسمان او ستورو ښکلا،  د نړۍ د پنځګر د قدرت او عظمت نښه ده.

 ۳:  اسمان او ستورو ته پام  او د هغو په هکله لا زیاته مطالعه او څیړنه د علم یوه څانګه ده چې  د اسلام متفکرانو او علمانو همیشه په دغه څانګه یعنې د نجومو د علم په زده کولو  ټینګار کړی دی.

پای.