Aug 17, 2020 11:54 Asia/Kabul

p-803-As-Sāffāt-ayaat-7-11 د یس سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (803) -   

صافات ۷-۱۱

ابتدا   تلاوت آیات 7 تا 10 از سوره صافات  

«وَحِفْظًا مِّن کُلِّ شَیْطَانٍ مَّارِدٍ»، «لَّا یَسَّمَّعُونَ إِلَى الْمَلَإِ الْأَعْلَى وَیُقْذَفُونَ مِن کُلِّ جَانِبٍ»، «دُحُورًا  وَلَهُمْ عَذَابٌ وَاصِبٌ»، «إِلَّا مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَأَتْبَعَهُ شِهَابٌ ثَاقِبٌ»

 

 او (هغه مو) له هر سرکښ شیطانه خوندي وساته.

هغوی د عالم بالا (رازونه) نه شي اوریدلی او له هر لورې ویشتل کیږي.

 چې لرې شي، او د هغوي لپاره همیشنی عذاب دی.

مګر هغه کس چې په چټکۍ سره یو څه وتښتوي چې نافذ شهاب ورپسې کیږي.(تعقیبوي یې)

 په تیره برخه کې مو وویل چې خدای تعالی د اسمان ستوري د هغه د ښکلا سبب ګرځولې او د ځمکې استوګن  د اسمان د ستورو له ښکلا هم خوند  اخلي او هم فایده. دا یاتونه د  اسمان یو بل اړخ ته چې ظاهر او مادي نه دي اشاره کوي او فرمایي:  شیطانان  د اسمانانو د پرښتو حدودو ته د ورننوتلو هڅه کوي چې د هغوي خبرې په پټه واوري او د هغوي د اهدافو په خلاف عمل وکړي.

د ویلو ده چې  د ځمکې د استوګنو  اطلاعات او خبرونه د عالم بالا پرښتو ته ځي چې په هکله یې له یو بل سره خبرې اترې کوي او  شیطانان په دې پسې وي چې  د غیبو د عالم اسرار او رازونه معلوم کړي. خو کله چې دغه حدودو ته نزدې کیږي ویشتل کیږي او له هغه ځایه شړل کیږي.

 ته وا دا ایتونه انسان ته زیری ورکوي چې خدای تعالی اجازه نه ده ورکړې او نه یې دي پریښې چې  د جنیانو او پیریانو سرکښه کسان چې مونږ ورته شیطانان وایو، د نړۍ د تدبیر او چلشت مرکز ته چې پرښتې یې چلوونکي دي ورنزدې شي او په پټه یې خبرې واوري یا د هغوي په کار کې ګډوډی رامینځته کړي..

ایتونه په دوام کې فرمایي: حتی که ځینې شیطانان بریالي هم شي چې له دغو خنډونو تیر شي او د پرښتو مرکز ته نزدې شي  او یو خبر پټ کړي، ویشتل کیږي او له مینځه ځي. همدغه شان خبره د حجر سورې په اولسم او اتلسم ایتونو کې او د ملک سورې په پینځم ایت کې هم راغلې ده.

 دا چې د ایتونو ظاهر ته په پام سره  قرآن یو محسوس او د لیدلو وړ  شي ته اشاره کوي،  یا په ایتونو کې کارول شوې تعبیرونه تمثیلي او تشبیهي دي، هغه  مساله ده چې پرې بحث شوی دی. ځکه چې  په قران کې دې ته ورته نور  موردونه هم ذکر شوې او ټول مفسران په دې عقیده دي چې د خدای تعالی مطلب او مقصد د الفاظو ظاهر نه دی چې ځینو محسوسو چارو ته اشاره لري. د مفسرانو له نظره دا الفاظ یو ډول له محسوساتو سره معقوله تشبیه ده. لکه  د لوح ، قلم ، عرش او کرسۍ الفاظ.

 جوته ده چې دغه الفاظ  په ظاهري او مادي معنو نه شو تطبیقولی. پر دې سربیره، خدای تعای په یو بل ځای کې فرمایلې دي:  دا څه چې مو نازل کړې د دې یوه برخه  هغه مثالونه دي چې بې له عالمانو پرې بل څوک نه پوهیږي.

 درسونه:

۱:  په عالم بالا کې او د پرښتو په نزد داسې رازونه او اسرار شته چې  شیطانان غواړي هغه لاسته راوړي خو خدای تعالی هغوی ته د دغه کار اجازت نه دی ورکړی.

۲: په پټه د نورو د خبرو اوریدل یو شیطاني کار دی او په قرآني کلتور کې یې غندنه شوې ده.

۳: باید له هغو کسانو سره مقابله وشي او سزا ورکړی شي چې د  خپلو موخو او ګټو لپاره د نورو د رازونو په افشا کولو پسې دي.

صافات ۱۱ آیت

 

«فَاسْتَفْتِهِمْ أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَم مَّنْ خَلَقْنَا إِنَّا خَلَقْنَاهُم مِّن طِینٍ لَّازِبٍ»

 نو له هغوي وپوښته: آیا هغوی په خلقت کې زیات سخت دي، که هغه کسان چې مونږ (په اسمانونو او ځمکه کې) پیدا کړې دي؟ مونږ هغوي له  نښلیدونکې خټې پیدا کړل.

 په تیره برخه کې مو وویل چې په صافات سوره کې په اعتقادي بحثونو لکه   خدای او قیامت ډیر ټینګار شوی دی. دا ایت پیغمبر اکرم ته په خطاب کې فرمایي: د قیامت له منکرانو وپوښته چې: څنګه   د انسان په دوباره پیدا کولو کې د خدای په قدرت شک او یې انکار کوي؟  آیا د قیامت په ورځ د هغوي دوباره پنځول سخت کار دی  که  د دومره عظیم اسمان پیدا کول؟ هغوی  له اوبو او خاورې پیدا کړی شوې دی. که هغه لومړی انسان وي چې   نیغ په نیغه  له خټې او اوبو وپنځول شو او که  موجود انسانان چې تغذیه او خواړه یې له اوبو او خاورې دي، دا ټول له مرګه وروسته   د همدې خاورې څرخې ته ستنیږي او له مینځه نه ځي.  

 نن سبا له علمي او ساینسي نظره هم ثابته شوې چې د انسان جسمي خصوصیات او ځانګړنې د هغه په هرې ذرې او هرې خلیې کې موجود وي او  د هر انسان د ډی این ای ، مولیکیول د هغه د ګوتو د لارو او نښو په شان تر نورو جدا دي. نو کافي ده چې د انسان یوه ذره پاتې وي  او خدای تعالی په قیامت کې  هغه ذره له همدې خاورې  راوټوکوي او یو ځل بیا ترې هم هغه شان انسان جوړ کړي.

د دنیا په نظام کې یو سپرم چې  یوه ډیره وړه او کوچنۍ ذره ده، د مور په رحم کې وده کوي او له نهو میاشتو وروسته یو پوره ماشوم  پیدا کیږي. په قیامت کې  هم  په ځمکه کې د بوټو د ټوکیدو او لوییدو په شان، هماغه وړه ذره د ځمکې په رحم  کې وده کوي او له خاورې یو کامل او پوره انسان راپورته کیږي، آیا دا خبره په رښتیا محاله او ناشوونې ده؟

 درسونه:

۱: له منکرانو پوښتنه د هغوي د اودو ضمیرونو د راویښولو لپاره ده. د تعلیم او تربیت په نظام کې  په ډیرو موردونو کې  د نیغ په نیغه خبرې کولو او مطلب رسولو په ځای، د پوښتنې او مقایسې له طریقې استفاده کیږي.

۲:  د انسان د راتلونکي او په قیامت کې د هغه د بیا ژوندي کیدو په هکله د انسان د ځینو انکارونو او شکونو سبب دا دی چې هغه خپل ماضي هیر کړي وي او دا چې خدای تعالی څنګه پنځولی دی.

پای.