Aug 17, 2020 11:54 Asia/Kabul

p-804-As-Sāffāt-ayaat-12-21 د یس سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (804)  

  تفسیر ساده و روان آیات 12 تا 21 سوره صافات  

ابتدا   تلاوت آیات 12 تا 15 از سوره صافات  

«بَلْ عَجِبْتَ وَیَسْخَرُونَ»، «وَإِذَا ذُکِّرُوا لَا یَذْکُرُونَ»، «وَإِذَا رَأَوْا آیَةً یَسْتَسْخِرُونَ»، «وَقَالُوا إِنْ هَـذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّبِینٌ»        

بلکې ته یې (په انکار) حیرانیږې او هغوی ( په تا پورې) ټوقې کوي.

او کله چې وویرول شي، نصیحت نه مني (پند نه اخلي)

او کله چې یوه معجزه وویني ورپورې ټوقې کوي (او  نور هم ټوقو ته بلي)

او وایي: دا نه دی مګر ښکاره جادو.

 په تیره برخه کې مو وویل چې کافران د قیامت انکار کوي، د ایتونه د خدای رسول ته فرمایي: هغوی نه یوازې د قیامت انکار کوي بلکې  ورپورې ټوقې هم کوي او  هغه  په تا پورې د خندا او مسخرو کولو لپاره  یوه وسیله ګرځوي. خو ته چې په قیامت پوره یقین لرې د هغوي په انکار او مسخرو حیرانیږې چې څنګه  د هغه شي چې پرې نه دي پوه، بې دلیله انکار کوي. کاش چې لږ ترلږه غلې پاتې شې او ووایي چې مونږ نه پوهیږو چې  قیامت به راځي او که نه؟

ایتونه په دوام کې فرمایي: د هغوي د دغه انکار سبب د هغوي جهل او ناپوهي نه ده، بلکې ضد او سپین سترګې توب یې دی. نو کله چې د قیامت خبره کیږي  نه یې اوري او نه ورته توجه کوي. تر دې ورتیر، که یوه معجزه هم وویني، منلو ته یې تیار نه دي بلکې نورو خلکو ته هم وایي چې په پیغمبر پورې ټوقې وکړئ او د هغوي د غولولو لپاره وایي: دا خو د جادوګرانو کارونه دي. په داسې حال کې چې د جادو او معجزې فرق بیخي ښکاره دی. جادوګر کلونه کلونه مشق او زده کړه کوي  چې یو کار وکړي، په داسې حال کې چې د خدای پیغمبر، بې له څه زده کړې او مشقه، یوازې د خدای په امر او اجازه یوه معجزه راوړي او خارق العاده کار کوي.

 درسونه:

که زړه د حق منلو ته تیار نه وي، حتی د ډیرو تکړه او ښو کسانو خبرې هم په انسان اثر نه کوي.

۲: مسخره  او ټوقې کول د حق د مخالفانو یوه روده ده چې  د حق دوستان باید له هغې ونه ویریږي او میدان ورته خالي  نه کړي.

۳: مشرکان په حقیقت کې د قرآن د خارق العاده والي   قایل وو خو هغه یې سحر او جادو ګاڼه.

  تلاوت آیات 16 تا 18 از سوره صافات  

«أَإِذَا مِتْنَا وَکُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ»، «أَوَآبَاؤُنَا الْأَوَّلُونَ»، «قُلْ نَعَمْ وَأَنتُمْ دَاخِرُونَ»

آیا کله چې مړه شوو اوخاورې او (وراسته) هډونه شو، (دوباره) به پاڅول کیږو؟

او آیا زمونږ لومړي پلرونه (به هم راپاڅول کیږي؟)

ووایه: هو( ټول به راپاڅول کیږئ) په داسې حال کې چې خوار او ذلیل به وئ.

 د تیرو ایتونو په دوام کې دا ایتونه د خدای له رسول سره د قیامت د منکریانو خبرې بیانوي. په زړه پورې ده چې په دغو ایتونو کې هم  هغوي د قیامت په ناممکنوالي دلیل نه راوړي او یوازې خپله حیرانتیا او د دې خبرې ناشنا والی بیانوي. نو ځکه په حیرانتیا او د نه باورۍ په حالت سره  له پیغمبره پوښتنه کوي چې ایا ممکنه ده چې د هغوي وراسته او په خاورو بدل شوې  بدنونه په قیامت کې دوباره راژوندي کړی شي؟ په تیره بیا زمونږ پلرونه چې  له مرګه یې په لسګونو بلکې سلګونو کاله تیریږي او نور له هغوي هیڅ نښه نښانه نه ده پاتې؛ که  دهغوي قبر هم راوسپړو بې له خاورې یې بل څه نه وینو.

 طبعا هر انسان ته دا  پوښتنه په زړه کې پیدا کیږي خو مومنان د خدای  په بې پایه قدرت او طاقت ایمان لري او پوهیږي چې خدای تعالی قادر دی چې مړي دوباره له خاورې راوپنځوي. هغوي  د قیامت او د مړو د بیا ژوندي کیدو په هکله د  اسماني کتابونو خبر مني. خو کوم کسان چې په خدای او پیغمبرانو ایمان نه لري، د هغوي لپاره د داسې خبرې منل سخت او ناممکن دي.

درسونه:

 د معاد او قیامت منکران کوم پیاوړی منطق او استدلال نه لري او د استدلال په ځای یوازې استعباد کوي یعنې دا چې دا خبره له ذهنه ډیره لرې ده.

۲: شبهې اچول او پوښتنه کول که  په بدنیتۍ سره هم وي  باید په ډاګه او جوت او په روښانه دلایلو سره ځواب ورکړی شي.

۳:  له حق سره ضد او سپین سترګې توب  په آخرت کې د ذلت  او خوارۍ سبب دی.

  تلاوت آیات 19 تا 21 از سوره صافات  

 

«فَإِنَّمَا هِیَ زَجْرَةٌ وَاحِدَةٌ فَإِذَا هُمْ یَنظُرُونَ»، «وَقَالُوا یَا وَیْلَنَا هَـذَا یَوْمُ الدِّینِ»، «هَذَا یَوْمُ الْفَصْلِ الَّذِی کُنتُم بِهِ تُکَذِّبُونَ»       

 بې شکه هغه (یوازې) یوه چغه ده نو ناڅاپه به هغوي (پاڅي او خوا بل خوا به) ګوري.

او وایي به :  افسوس دي وي پر مونږ، دا د قیامت ورځ ده.

(هو) دا هماغه (له حقه د باطل) د جدایۍ ورځ ده چې تاسو به دروغ ګڼله.

 د تیرو ایتونو په دوام کې، دا ایتونه  د مړو په ژوندي کولو کې د خدای تعالی قدرت ته اشاره کوي او فرمایي: ګمان مهکوئ چې  په قیامت کې به په میلیاردونو انسانان چې د تاریخ په اوږدو کې مړه شوې دي  یو یو او ډله ډله راژوندي کیږي بلکې په یوې اسماني چغې سره به چې د الهي  ارادي ښودونکې ده، ټول مړي په یو ځای  له ځمکې راپاڅي او یو خوا بل خوا به ګوري.

 طبیعي ده  کله چې  کافران په دې شکل د ټولو مسلمانانو ژوندي کیدل وویني،  په هغه څه به چې به دنیا کې یې انکار کاوه، اقرار وکړي  او وایي به : دا هماغه شی دی  چې مونږ یې انکار کاوه. افسوس دې وي پر مونږ،  څه وکړو؟ له مونږ سره به څنګه سلوک کیږي؟

 د دغه اقرار او داده کیدو په وړاندې به  د خدای پرښتې هم په دې خبره تاکید کوي چې نن،  له باطله د حق  او له کافرانو او منکرانو د ایماندارو د جدا کیدو ورځ ده. همداراز له  بدانو د نیکانو د جدایۍ او  په بندګانو کې دخدای د فیصلې ورځ ده.

 درسونه:

۱: د قیامت راتګ او د مړو ژوندي کیدل، یوه ناڅاپي او په یو ځای راتلونکی چاره ده، نه دا چې ورو ورو او په تدریج سره واقعه شي.

۲:  په قیامت کې به منکرات حیرانه او لالهانده وي او د خپل بد برخلیک کتونکي به وي.

۳: قیامت د حسرت او پښیمانۍ  ورځ ده. باید هڅه وکړو په دنیا کې داسې لاره انتخاب کړو چې په قیامت کې بیا ارمان او حسرت ونه کړو ځکه چې په هغه ورځ پښیماني هیڅ ګټه نه لري.

پای.