سوره صافات ۲۲-۳۰
p-805-As-Sāffāt-ayaat-22-30 د یس سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (805) –
تفسیر ساده و روان آیات 22 تا 30 سوره صافات
ابتدا تلاوت آیات 22 و 23 سوره صافات
«احْشُرُوا الَّذِینَ ظَلَمُوا وَأَزْوَاجَهُمْ وَمَا کَانُوا یَعْبُدُونَ»، «مِن دُونِ اللَّـهِ فَاهْدُوهُمْ إِلَى صِرَاطِ الْجَحِیمِ»
(خدای به پرښتو ته امر وکړي) کومو کسانو چې ظلم کړی او د هغوي جوړې او هغه څه چې (بې له خدایه یې) عبادت کاوه، راغونډ کړئ، نو ټول دوزخ ته ورولئ.
په تیره برخه کې مو وویل چې دوزخیان به د دوزخ د اور په لیدلو سره له خپلو تیرو کړو پښیمانه شي او ځانونه به غندي او چغې و فریاد به کوي چې افسوس دې وي پر مونږ چې دغه ورځ مو دروغ ګڼله.
دا ایتونه فرمایي: په هغه ورځ به خدای هغو پرښتو ته چې په دوزخ مامورې دي، امر وکړي چې کافران او ظالمان او د هغوي معبودان ټول له نورو جدا کړئ او د دوزخ په لور یې بوځئ.
طبیعات ظلم څو قسمونه لري. د قرآن په کلتور کې، د ظلم ټکی د هغه پر ټولنیز مفهوم سربیره چې په نورو ظلم دی، په ځان ظلم ته هم راغلی دی. له خدای سره شریک ګرځول هم ډیر لوی ظلم دی.
په دوزخ کې د معبودانو راحاضرول هم ښایي په دوو سببونو وي: یو دا چې ځینې معبودان لکه طاغوتان او د کفر او ظلم واکمنان داسې انسانا وو چې د خدای په ځای د هغوي اطاعت یا پرستش کیده. بله دا چې د بوتانو او کاڼو او لرګیو په شان د معبودانو محشور او راغونډول په خپله دهغوي د سپکاوي او غندنې سبب ګرځي.
ایتونه په دوام کې فرمایي: هغوي به دوزخ ته بوتلل شي چې دا تعبیر په خپله د ظالم انسان د غندنې او سپکاوي لپاره دی. ته وا څوک چې په دنیا کې په خپل اختیار د خدای په نیغه لاره روان نه شي په قیامت کې به ورته د دوزخ لاره ورښودل کیږي او په هغې به بوتلل کیږي، هغه هم په زوره!
درسونه :
۱: په قیامت کې به هر څوک له خپل همفکر او محبوب سره محشور کیږي او که معبود یې کاڼي او لرګي وي له هغه سره به محشور کیږي
۲: هیڅوک او هیڅ شی په اخرت کې له دوزخه انسان نه شي بچ کولی او د هغه د ژغوریدو سبب نه شي ګرځیدلی.
تلاوت آیات 24 تا 26 سوره صافات
«وَقِفُوهُمْ إِنَّهُم مَّسْئُولُونَ»، «مَا لَکُمْ لَا تَنَاصَرُونَ»، «بَلْ هُمُ الْیَوْمَ مُسْتَسْلِمُونَ»
هغوي ودروئ ځکه چې پوښتنه ترې کیږي
(هغوی ته به وویل شي) په تاسو څه شوې دي چې د یو بل مرسته نه کوئ؟
بلکې هغوی نن (د خدای طاقت ته) تسلیم دي.
په تیرو ایتونو کې مو ولوستل چې پرښتې د ظالمانو په راغونډولو او د دوزخ په لور یې په بیولو مامورې دي. دا ایتونه فرمایي: پرښتو ته خطاب کیږي چې ظالمان ودروئ ځکه چې هغوی باید دوزخ ته له تللو مخکې ځینې پوښتنو ته ځواب ورکړي؛ که څه هم د دغو پوښتنو ځوابونه څرګند دي او له خدایه څه پټ نه دي چې په دغو ځوابونو سره ورته معلوم شي خو په هر حال، د دې کار لویه فایده په خپلو ګناهونو د مجرمانو داده کیدل دي چې هم یو ډول غندنه ده او هم د هغوي د سزا کولو لپاره د غاړې خلاصول او اتمام حجت.
له ظالمانو د هغوي د عملونو او عقیدو په هکله د پوښتنو په دوام کې له هغوي پوښتل کیږي چې ولې له خپلو دوستانو او همفکرانو مرسته نه اخلئ؟ تاسو چې په دنیا کې مو په ستونزو او سختیو کې هغوی ته پناه وړله ولې دلته له هغوي مرسته نه غواړئ؟
هغوي اعتراف کوي چې نه شتمنان او قدرتمنان د هغوي مرسته کولی شي ( ځکه چې په خپله راګیر دي) او نه یې سیالان او ملګري د مرستې توان لري. ځکه چې ټول د خدای مطلق طاقت ته تسلیم دي او د خدای د ارادې په وړاندې څه نه شي کولی.
درسونه:
۱: په قیامت کې به له ټولو پوښتنه کیږي. هم د عمر او ځوانۍ پوښتنه او هم د افکارو، اعمالو عقیدو او کړنو...
۲: سرغړاندي او طغیانګران به په قیامت کې د خدای امر ته تسلیم وي.
۳: د دنیا په اپوټه په قیامت کې مجرمان د یو بل مرسته نه شي کولی.
۲۷-۳۰
«وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ یَتَسَاءَلُونَ»، «قَالُوا إِنَّکُمْ کُنتُمْ تَأْتُونَنَا عَنِ الْیَمِینِ»، «قَالُوا بَل لَّمْ تَکُونُوا مُؤْمِنِینَ»، «وَمَا کَانَ لَنَا عَلَیْکُم مِّن سُلْطَانٍ بَلْ کُنتُمْ قَوْمًا طَاغِینَ»
او په دوي کې به ځینې ځینو ته مخ کړي (او) له یوه بل به پوښتنه کوي.
وایي به: بې شکه تاسو (وئ چې په ظاهره) د نصیحت له لارې زمونږ په لور راتللئ
هغوی به یې (په ځواب کې) وایي؛ بلکې تاسو په خپله د ایمان خاوندان نه وئ.
او مونږ پر تاسو هیڅ ولکه نه لرله، بلکې تاسو په خپله سرغړاندي خلک وئ.
دا ایتونه د قیامت یوه ننداره انځوروي چې ګمراه امامان او پیروان یې یو بل تورنوي او له یوه بله به پوښتنه او بازخواست کوي . په اول کې به پیروان وایي: دا تاسو وئ چې د دوستۍ او نصحیت له لارې مونږ ته راغللئ او په قسمونو او ټینګارونو سره مو مونږ دې لارې ته راکښلو. که تاسو نه وئ مونږ به داسې نه خواریدو.
خو دغه غولیدلو پیروانو ته به د خپلو مشرانو او امامانو ځواب دا وي چې تاسو په خپله د ایمان خاوندان نه وئ، که نه وي د پیغمبرانو او د اسماني کتابونو په ځای به په مونږ پسې نه راتللئ او زمونږ خبره به مو نه منله نو ځانونه ملامت کړئ، ځکه چې مونږ خو تاسو په زوره دې لارې ته نه یوو راوستې. تاسو له حقه د تیري او سرغړونې د خوی په وجه په مونږ پسې راغلئ او زمونږ پیروي مو وکړه.
درسونه :
۱: په قیامت کې به هغه مجرمان چې د کفر او شرک د مشرانو پیروان وو کوشش کوي چې خپله ګناه د ټولنې به ګمراهو مشرانو ورواچوي او ځان وژغوري خو دغه توجیه به نه منل کیږي.
۲: د کفر او شرک مشران په ظاهره د نصیحت او خیرخواهۍ په شکل کې راځي او خلک غولوي او له سمې لارې یې بې لارې کوي.
۳: بهرني او د چاپیریال عوامل انسان د ګناه کولو ته نه مجبوري. بلکې دا د انسان باطني انحراف او بې لارې توب او د هغه خپله اراده او اختیار دی چې هغه له مجرمانو او خطاکارو سره ملګرتیا ته بیایي.
پای.