Aug 17, 2020 07:24 Asia/Kabul

p-806-As-Sāffāt-ayaat-31-38 د یس سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (806)  

 

 ۳۱-۳۸

  تلاوت آیات 31 تا 33   سوره صافات  

«فَحَقَّ عَلَیْنَا قَوْلُ رَبِّنَا إِنَّا لَذَائِقُونَ»، «فَأَغْوَیْنَاکُمْ إِنَّا کُنَّا غَاوِینَ»، «فَإِنَّهُمْ یَوْمَئِذٍ فِی الْعَذَابِ مُشْتَرِکُونَ»  

 نو پر مونږ د خپل پالونکي وعده پرځای او محققه شوه او بې له شکه مونږ (عذاب) څکو.

(هو) مونږ تاسو ګمراه کړو ځکه چې په خپله هم ګمراه وو.

نو هغوي په هغه ورځ په (الهی) عذاب کې مشترک او یو ځای دي.

 په تیره برخه کې مو وویل چې  د قیامت په ورځ هغه کسان چې ګمراه شو، خپله ګناه د ټولنې د ګمراهو مشرانو او  د کفر د سرغنه و په سر اچولي او وایي به چې دوي مونږ بې لارې کړو. خو هغوی به ځواب ورکوي چې تاسو په خپله په ګمراهۍ پسې وئ او  د سرغړونې او له حقه د تیریدو د خوی په وجه مو زموږ پیروي ونه کړه، نه دا چې مونږ تاسو په زوره  ګمراه کړې یئ. مونږ په خپله ګمراه وو او تاسو مو هم بې لارې کړئ.

دا ایتونه فرمایي:  بې لارې لارښوونکي او پیروان، دې نتیجې ته رسیږي چې دغه ډول خبرې او شخړې په قیامت کې هیڅ ګټه نه لري ځکه چې د هغوی د عذاب په هکله د خدای امر ورکړل شوی دی او هغوی به ډیر زر عذاب وڅکي. هغوي ټول  په دغه الهي عذاب کې مشترک او یو ځای دي او د هغوي ځای دوزخ دی. البته طبیعي ده چې درجې او درکې یې مختلفې دي هرچا ته د خپلې ګناه په اندازه او د نورو په ګمراه کولو کې د هغه د اثر او رول په  اندازه عذاب ورکول کیږي  او د ګناهکارانو  سزا یو شان نه ده.

 درسونه:

۱:  په قیامت کې  به ګناهکاران د عذاب په هغه  وعدې چې پیغمبرانو په دنیا کې ورکړې وه اعتراف وکړي  خو دغه اعتراف به د هغوي لپاره هیڅ ګټه نه ولري ځکه چې اوبه به له ورخه تیرې وي.

۲:  له ګمراهانو سره  ملګرتیا او ناسته پاسته د انسان د بې لارې کیدو زمینه برابروي او په دوزخ کې له هغوي سره د یوځای کیدو او همنشینۍ سبب کیږي.

۳: د ټولنې د مشرانو په توګه د فاسدو کسانو منل او ترې پیروي کوي، د ظالمانو او ګمراهانو د پیاوړتیا او په نتیجه کې  د هغوی په عذاب کې د خلکو د مشارکت او ورګډیدو سبب کیږي.

  تلاوت آیات 34 و 35  از سوره صافات  

«إِنَّا کَذَلِکَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِینَ»، «إِنَّهُمْ کَانُوا إِذَا قِیلَ لَهُمْ لَا إِلَـهَ إِلَّا اللَّـهُ یَسْتَکْبِرُونَ» 

 (هو) مونږ له مجرمانو سره دغه شان سلوک کوو.

(ځکه چې) هغوی داسې وو چې هر کله  به ورته  ویل کیدل چې ، بې له یوازیني خدایه بل معبود نیشته نو کبر به یې کاوه.

عزیزانو دا آیتونه د ګناهګارانو او مجرمانو سره په چلند کې د خدای سنت ته اشاره کوي او فرمایي کله چې پیغمبرانو خلک توحید او د یو خدای منلو ته بلل نو ځینو کبر کاوه، او د هغه حضرت د حق خبره یې نه اوریدله یا یې پرې فکر نه کاوه، دغه شان کسانو د ضد او سپین سترګۍ او دښمنۍ له مخې د کفر او شرک لاره خپله کړه چې د قیامت په ورځ به سخت عذاب ولري. دغه د حق په وړاندې ضد او تکبر کله کله د ځان د لوړ ګڼلو او په دنیا کې د شهرت او مال د لرلو په وجه وي او کله هم د ټولني د چلونکي مشرانو او پلارنو د بې ځایه تقلید او د هغوي په افکارو او عقایدو د بې ځایه اودریدلو او تعصب لا امله وي، په هرحال، دا د حق په منلو او اوریدلو په لاره کې یو لوې خنډ دی، د حق په وړاندې کبر او لويي کول کار دې ځای ته رسوي چې متکبر کس نه یوازې د حق انکار کوي بلکې د حق ویونکي پورې هم ټوکې او سپکاوی یې کوي، او ناروا خبرې ورپورې تړي.

عزیزانو له دغه آیتونو زده کوو چې:

لومړۍ: په دنیا او آخرت کې د خدای وعدې پوره کیدونکې دي او هیڅکله یې وعده خلافي نه کېږي.

دویم: د جرم او انحراف او ګناه جرړه د توحید او حق په وړاندې کبر کول دي.

دریم: پيغمبران خلک د یوازنې خدای په لور بولي نه د ځان په لور هغوي په دې بلنه کې د ځان لپاره هیڅ ګټه په نظر کې نه نیوله او په عین حال کې تل د مخالفانو له ځورونو او تهمت سره مخامخ و.

عزیزانو اوس هم د صافات سورې له ۳۶ تر ۳۸ پورې آیتونو تلاوت ته غوږ شی.

«وَیَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِکُو آلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُونٍ»، «بَلْ جَاءَ بِالْحَقِّ وَصَدَّقَ الْمُرْسَلِینَ»، «إِنَّکُمْ لَذَائِقُو الْعَذَابِ الْأَلِیمِ»

او دوى وايي چې ایا یقینًا مونږ په رښتیا سره د یو لېوني شاعر له وجې نه خپل معبودان (خدایان) پرېښودونكي یو. (داسې نه ده) بلكې دغه (نبي) حق (دین) راوړى دى، او د رسولانو تصدیق يې كړى دى. ېشكه تاسو خامخا ډېر دردوونكي عذاب لره څكونكي یئ.

عزیزانو دا آیتونه د پیغمبرانو د بلني د ردولو لپاره توجیه او پلمو ته اشاره کوي او فرمایي:  هغوي به پیغمبران په دې تورنول چې خبرې یې د شاعرانو په شان د خیال او احساس پر اساس دي. نه ده فکر او منطق پر اساس، پردې سربیره ویل به یې چې پيغمبر شاعري او شعر د پیریانو او جنانو تر تاثیر لاندې زدکړې او له ځانه څه نه لري، په تاریخ کې راغلي چې د جزیره العرب خلکو پر دې باور درلود چې شاعران له پیریانو سره د اړیکو په وجه شعر فن زده کوي او ځکه دومره ښکلې ښکلې شعرونه وايي.

درسونه:

لومړۍ: په غلطو او خرافاتي افکارو تعصب او ودریدل د انسان د حق منلو مخه نیسي.

دویم: تهمت او سپکاوۍ د پيغمبرانو د بلنې له خپریدو د مخنیوي لپاره د منکرانو یوه وسیله ده.

دریم: د ټولو پیغمبرانو تعلیم په یو لړ کې او د یو هدف لپاره دی، هغوي ټول خلک توحید او د یوازنې خدای عبادت او پرستش ته بولي.

پای