سوره صافات ۶۲-۶۸
p-809-As-Sāffāt-ayaat-62-68 د یس سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (809)
در ادامه با تفسیر ساده و روان آیات 62 تا 68 سوره صافات در خدمت شما هستیم.
ابتدا تلاوت آیات 62 و 63 از سوره صافات
« أَذَلِکَ خَیْرٌ نُّزُلًا أَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّومِ»، «إِنَّا جَعَلْنَاهَا فِتْنَةً لِّلظَّالِمِینَ»
آیا دا (جنت) د میلمستیا لپاره ښه دی یا د زقوم ونه؟
مونږ دا د ظالمانو لپاره د شکنجې او عذاب وسیله ګرځولې ده.
په تیرو ایتونو کې د جنت ځینو نعمتونو او د جنتیانو د هوساینې او ارام وسایلو ته اشاره وشوه، خو دا ایتونه د جنتیانو حال د دوزخیانو له حالاتو سره پرتله کوي او فرمایي: آیا په ډول ډول خوږو شربتونو سره د جنتیانو میلمستیا ښه ده او که په ترخو د زقوم په اوبو سره د دوزخیانو میلمستیا.
څرګنده ده چې دا دواړه د پرتلې وړ نه دي چې ووایو چې کوم یو غوره او ښه دی،. ځکه چې دوزخ خو بیخي د ارام او هوساینې ځای نه دی چې له جنت سره یې چې د ډول ډول خوندونو او ارامونو ځای دی، پرتله کړو. بلکې دغه ډول بدلون د غافلو کسانو د بیدارولو او ورته تذکر لپاره دی چې که په غلطو او ناوړه کارونو کې خوند او خوښي شته نو تاسو دغه کارونه په جنت کې له ابدي هوساینې او خوند او په دوزخ کې په عذاب کې له ګیریدو او ښکیلیدو سره پرتله کړئ.
درسونه :
۱: له یو بل سره د کارونو په پرتله کولو کې، یوازې د هغوی زر تیریدونکو او دنیاوي نتیجو ته کتل نه دي پکار، بلکې د هغوي د اخرت جزا او بدلې ته کتل پکار دي
۲: دوزخ ته ننوتلو معیار ظلم دی، په ځان ظلم، په نورو ظلم، د خدای په دین او د خدای په اولیاوو ظلم.
تلاوت آیات 64 تا 66 سوره صافات
«إِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِی أَصْلِ الْجَحِیمِ»، «طَلْعُهَا کَأَنَّهُ رُءُوسُ الشَّیَاطِینِ»، «فَإِنَّهُمْ لَآکِلُونَ مِنْهَا فَمَالِئُونَ مِنْهَا الْبُطُونَ»
دا هغه ونه ده چې د دوزخ له تله رازرغونیږي.
غوټۍ یې د شیطانانو د سرونو په شان (بدرنګې) دي.
نو دوزخیان به ترې خوري او خیټې به ترې ډکوي.
دا ایتونه زقوم بیانوي، لکه څنګه چې دخان سورې له درې څلویښتم تر شپږ څلویښتم ایتونو هم د زقوم په باره کې دغه شان توصیفات راغلې دي، د دغو دوو ایتونو مطابق زقوم یو ډول بوټی او ونه ده چې د دوزخ په سوزنده اور کې راټوکیږي او دوزخیان به یې میوه خوري. طبیعي ده چې کومه ونه د اوبو په ځای په اور کې راوټوکیږي د سوزولو ځانګړنه به لري او میوه به یې هم تشه د مصیبت او زحمت سبب ګرځي نه د خوند.
د دغه بوټي پر بد بوی او خوند سربیره، قرآن هغه په بدرنګۍ او بوږندوالي کې د دیو سر ته ورته بللی دی . د ویلو ده چې پخوانیو خلکو به د دیو سر ډیر ویروونکی او بوږنوونکی ګاڼه، لکه څنګه به یې چې پرښتې په خپل ذهن کې ښکلې او زړه وړونکې انځورولې حال دا چې نه چا دیو لیدلی دی او نه پرښته یا ښاپیرۍ!
درسونه:
۱: د اخرت نظام د دنیا له نظام سره فرق لري، نو ځکه د دوز په مینځ او په سوزنده اور کې هم د بوټي او ونې د ټوکیدو امکان شته دی.
٢: کوم کسان د شیطان پیروي کوي، په دوزخ کې په داسې بوټو اوړي چې د ښکلو او شنو منظرو په ځای به بدې اوکرکجنۍ منظرې لري، ته وا له ځمکې د شیطان بوږنوونکي سرونه راټوکیدلې دي.
تلاوت آیات 67 و 68 از سوره صافات
«ثُمَّ إِنَّ لَهُمْ عَلَیْهَا لَشَوْبًا مِّنْ حَمِیمٍ»، «ثُمَّ إِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَإِلَى الْجَحِیمِ»
بیا به د هغوي لپاره د هغو (خوړو) لپاسه ځوښیدونکې او سوزوونکې اوبه وي.
بیا د هغوی جاروت د دوزخ په لور دی.
طبیعي ده چې د زقوم د میوې خوړل، د تندې سبب کیږي او دا ایتونه فرمایي: کوم کسان چې د زقوم ونې خواړه خوري، د تندې د ماتولو لپاره به اوبه غواړي چې ډیرې تودې، سوزوونکې او ککړې به وي او د تندې د ختمولو په ځای به تنده نوره هم زیاتوي.
ایتونه په دوام کې فرمایي: هغوی به له دغه پړاوونو وروسته دوزخ ته لاړ شي. د دې په اساس، د زقوم د خوړلو او بیا ورپسې د څښلو په هکله چې څه وویل شول دا دوزخ ته له ورتګه مخکې د دوزخیانو خوراک څښاک دی، لکه څنګه چې د خوشالۍ یوه محفل ته د ورتګ لپاره د میلمنو میلمستیا کیږي، که دوزخ ته له ورتګه مخکې د میلمستیا ډول دغه شان دی نو جهنم ته له ورتګه وروسته به دهغوی د میلمستیا څه حال وي.
درسونه:
۱: د جنتیانو په شان به د دوزخیانو هم خوراک او څښاک وي، خو دغه خوراکونه او څښاکونه نه یوازې مزیدار او خوندور نه دي بلکې بد رنګ او بدمزه هم دي او د دوزخیانو د لا ځوریدو سبب کیږي.
۲: څوک چې په دنیا کې خیټه له حرامو ډکوي او د خدای اوامرو ته پام نه کوي، په قیامت کې به یې خیټه له داسې څیزونه ډکول کیږي چې د هغوی د ځوریدو او شکنجه کیدو سبب به وي.
۳: د قیامت پړاوونه مختلف دي. د دوزخ خاوندان به د مختلفو پړاوونو له تیرولو ورسوته خپل اصلي مرکز یعنې دوزخ ته وروستل کیږي.
کلید واژه: بسوی نور، صافات، قیامت، بهشت، دوزخ، زقوم، آتش، درخت