Aug 17, 2020 11:54 Asia/Kabul

p-811-As-Sāffāt-ayaat-79-92 د یس سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (811)  

در ادامه با تفسیر ساده و روان آیات 79 تا 92 سوره صافات در خدمت شما هستیم.

 تلاوت آیات 79  تا 82  از سوره صافات  

«سَلَامٌ عَلَى نُوحٍ فِی الْعَالَمِینَ»، «إِنَّا کَذَلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ»، «إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِینَ»، «ثُمَّ أَغْرَقْنَا الْآخَرِینَ»

 سلام دې وي پر نوح د عالمیانو په مینځ کې.

مونږ نیکانو ته دغه شان بدله ورکوو

په رښتیا هغه  زمونږ له مومنو بندګانو و.

بیا مو نور غرق کړل.

 د تیرو ایتونو په دوام کې  اشاره وشوه چې حضرت نوح او ملګري یې  له بوږنوونکي او لوی توپانه وژغورل شول. هغوی آخر په امن و امان سره  ساحل ته ورسیدل. دا ایتونه فرمایي:  ټول کافران او منکران کله چې د حضرت نوح پیغمبري یې دروغ بلله او په هغه پورې یې خنداګانې کولې د خدای په عذاب اخته او تباه شول.

 په ټول تاریخ کې د خدای او د ټولو ایماندارو کسانو  سلام او درود  په حضرت نوح علیه السلام روان دی، ځکه چې هغه  نه نیم سوه کاله د خپل قام د ژغورلو لپاره هڅه وکړه په دې لاره کې یې له ډیر صبر او زغمه کار واخسته او ډیر تکلیفونه او  ځورونې یې ولیدلې. تر دې  لوړ  ویاړ بل کوم کیدی شي چې  خدای په انسان سلام ولیږي او دغه سلام تر قیامته پورې په عالمیانو کې باقي وساتي.

  د ایتونو دوام فرمایي:  دغه  الهي سلام او بدله یوازې  په  نوح پورې مخصوصه نه ده بلکې ټول نیکان  خلک د خدای په سلام او نجات کې شاملیږي او هغوی ته اجر او ثواب ورکول کیږي.

درسونه:

۱: الهي پیغمبران او ولیان چې له نړۍ تللې دي،  زمونږ سلامونه وررسیږي، ځکه چې  په هغه چا د خدای سلام  چې څه نه اوري او په خبره نه پوهیږي هیڅ معنا نه لري. په دې ډول  په تیرو پيغمبرانو او نبیانو سلام کول یو ښه الهي او ارزښتمن کار دی.

۲:  د خدای سنت دا دي چې  په نیکو کسانو خپل لطف او مهرباني کوي او هغوي له خدایه اجر او بدله ترلاسه کوي. خدای تعالی په دنیا کې هم نیکانو ته بدله ورکوي.

۳:  احسان له ایمان سره یوځای او ایمان له احسان سره یو ځای فایده لري او دواړه یوازې کافي نه دي.

۴:  په دنیا کې د عذاب د نازلیدلو په وخت خدای تعالی مومنان ژغوري که څه هم د کافرانو په مینځ کې وي.

   تلاوت آیات 83  تا 87 از سوره صافات  

«وَإِنَّ مِن شِیعَتِهِ لَإِبْرَاهِیمَ»، «إِذْ جَاءَ رَبَّهُ بِقَلْبٍ سَلِیمٍ»، «إِذْ قَالَ لِأَبِیهِ وَقَوْمِهِ مَاذَا تَعْبُدُونَ»، «أَئِفْکًا آلِهَةً دُونَ اللَّـهِ تُرِیدُونَ»، «فَمَا ظَنُّکُم بِرَبِّ الْعَالَمِینَ» 

 بې شکه ابراهیم د نوح له پیروانو و.

هغه وخت چې په پاک زړه سره خپل رب ته راغی.

 هغه وخت چې خپل پلار او قام ته یې وویل: تاسو د څه عبادت کوئ؟

ایا په دروغو له خدایه پرته نور معبودان غواړئ؟

 نو تاسو د نړۍ په پالونکي څه ګمان لرئ؟

  له تاریخي نظره د حضرت نوح او حضرت ابراهیم علیه السلام تر مینځ  ډیره لویه زماني فاصله ده. خو له دې امله چې د حضرت ابراهیم رسالت او پیغمبري د حضرت نوح د رسالت په  دوام کې او هماغه د  یو خدای منلو او توحید په لړ کې وه نو قران کریم حضرت ابراهیم د حضرت نوح علیهما سلام  لاروی ګڼلی او د دواړو په مینځ کې یې داسې پیوند راوستی ته وا د هغوی تر مینځ هیڅ  فاصله او واټن نه و.

تر ټولو لویه ځانګړنه چې دغه ایتونه یې د حضرت ابراهیم علیه السلام لپاره بیانوي، قلب سلیم یا روغ زړه ده.  د سلیم معنا ده له هر ډول ککړتیا او  شرکه پاک او سالم او  بله معنا یې د خدای په وړاندې د تسلیمیدلو ده.

  دې ته په پام سره چې د حضرت ابراهیم علیه السلام زړه له کفر او شرکه پاک و،  نو د خپل قام او خواوشا  کسانو د بت پرستۍ او شرک په وړاندې غلې نه شو پاتې کیدلی نو ځکه یې هغوی ته نصیحت او لارښوونه پیل کړه او هغوی یې د خپل فطرت غږ ته متوجې کړل. له هغوي يې پوښتنه وکړه چې تاسو څنګه د بې ځانه او وچو جسمونو په وړاندې سر ټیټوئ او عبادت یې کوئ؟  ولې د واقعي خدای په ځای،  په دروغو خدایانو پسې ځئ؟ څنګه ده چې د نړۍ پالونکی مو پریښی او بیا هم د خدای د مهربانۍ او لطف په تمه یئ؟

درسونه :

 ۱: د ټولو پيغمبرانو لاره یوه ده او تر مینځ یې هیڅ ډول تضاد او اختلاف نیشته. د زمان او مکان په شان لاملونه د اسماني دینونو  په اصولو او لاره کې هیڅ  تاثیر نه لري.

۲:  له هر ډول شرک او ککړتیا لرې والی او د خدای په وړاندې تسلیمیدل، د الهي پیغمبرانو او د هغوی د پیروانو تر ټولو لویه ځانګړنه ده .

۳: اسنان د نورو په وړاندې مسوول دی  او باید د خپلو خپلوانو او نزدې کسانو د هدایت هڅه وکړي.

۴: خدایي انسانان  په ککړې ټولنې کې نه شي پاتې کیدلی بلکې په مختلفو رودو سره هڅه کوي خپل چاپیریال بدل کړي.

   تلاوت آیات 88 تا 92 از سوره صافات  

«فَنَظَرَ نَظْرَةً فِی النُّجُومِ»، «فَقَالَ إِنِّی سَقِیمٌ»، «فَتَوَلَّوْا عَنْهُ مُدْبِرِینَ»، «فَرَاغَ إِلَى آلِهَتِهِمْ فَقَالَ أَلَا تَأْکُلُونَ»، «مَا لَکُمْ لَا تَنطِقُونَ»         

 نو ستورو ته یې یو نظر واچوه.

او وې ویل: زه ناروغ یم

نو له هغه یې مخه واړوه  او ستانه شول

 نو  په پټه  د هغوی خدایانو ته ورغی او ( په ټوکو سره یې وویل) ولې ډوډۍ نه خورئ؟

په تاسو څه شوې دي چې خبرې نه کوئ؟

 

د تیرو ایتونو په دوام کې چې  حضرت ابراهیم علیه السلام له بت پرستانو ځینې پوښتنې وکړې دا ایتونه   د مشرکانو او بې لارو کسانو د بېدارولو لپاره د حضرت ابراهیم  یوې بلې طریقې ته اشاره کوي.

 د بابل د خلکو دود و چې د اختر د دستورو د ترسره کولو لپاره به له ښاره بهر وتل. هغوی د جشن له شپې مخکې حضرت ابراهیم علیه السلام ته بلنه ورکړه چې  له هغوی  سره یو ځای  په جشن کې یې برخه واخلي.  خو حضرت ابراهیم  د یوې موقعې په تمه و چې بوتان یې مات کړي. دې ته په پام سره چې د بابل خلکو ستوري په خپل برخلیک کې اغیزشیندونکي ګڼل حضرت ابراهیم د دې لپاره چې هغوی قانع کړي چې ورسره یو ځای له ښاره بهر لاړ نه شي په ظاهري توګه او دهغوي د عقیدې مطابق ستورو ته وکتل او بیا یې وویل: زما عذر ومنئ ځکه چې د ستورو د حالاتو له مخې پوهیږم چې که  له ښاره ووځم نو ناروغ به شم نو ښه دا ده چې په ښار کې پاتې شم. 

بې له شکه حضرت ابراهیم  په ستورو هیڅ عقیده نه لرله خو د خلکو د قانع کولو لپاره یې د هغوی له خپلې طریقې استفاده وکړه. په هر حال په دې پلمه  له خلکو سره یو ځای له ښاره بهر ونه وته او  کوم پلان یې چې جوړ کړی و هغې ته یې ځان برابر کړ. کله چې خلک لاړل هغه  بوتانو ته ورغی او ترې وپوښتل چې  ولې هغه څه چې مشرکان یې تاسو ته د نذر او نیاز په ډول راوړي نه خورئ؟  ولې زما د خبرې ځواب نه راکوئ او له ما سره خبرې نه کوئ؟  ولې دا مشرکان عقیده نه لري چې تاسو یې په برخلیک کې موثره یئ؟ نو ولې هیڅه نه شئ کولې؟

درسونه :

 ۱: د حق د لارې په تبلیغ کې باید  له هرې ډلې او هر ډول کسانو سره د هغوی په خپله ژبه خبرې وکړی شي. نو د خلکو د دودونو او رسمونو یا افکارو او ادابو پیژندل، د حق لور ته د هغوی د سمې راهنمایۍ لپاره ضروري دي.

۲:  په ټولنه کې د انحرافي لارو او افکارو د مقابلې لباره  باید  نوښت وکړ او په هوښیارۍ او  بصیرت سره له مناسبو فرصتونو ګټه پورته کړو.

۳:  د شرک د نفي او توحید ته د بللو لپاره د پیغمبرانو منطق بیخي ښکاره او د انسان له عقل او فطرت سره سم دی.

    -----------------     

  کلید واژه: بسوی نور، صافات، نوح، ابراهیم، شرک، مشرکان، ستارگان