سوره صافات ۹۳-۱۰۱
p-812-As-Sāffāt-ayaat-93-101 د یس سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (812)
تفسیر ساده و روان آیات 93 تا 101 سوره صافات
تلاوت آیات 93 تا 96 از سوره صافات
«فَرَاغَ عَلَیْهِمْ ضَرْبًا بِالْیَمِینِ»، « فَأَقْبَلُوا إِلَیْهِ یَزِفُّونَ»، «قَالَ أَتَعْبُدُونَ مَا تَنْحِتُونَ»، «وَاللَّـهُ خَلَقَکُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ»
نو (په بوتانو پسې ورغی او) په ښیي لاسی یې پرې یو سخت ګوزار وکړ.
خلک په منډه په هغه پسې ورغلل.
(ابراهیم) وویل: آیا د هغه څه چې په خپلو لاسونو یې تراشئ، عبادت کوئ؟
په داسې حال کې چې خدای، تاسو او هغه څه چې جوړوئ یې، پیدا کړې دي.
په تیره برخه کې مو وویل چې حضرت ابراهیم علیه السلام د یوې موقعې په تمه و چې بوت پرستان د غفلت له خوبه راویښ کړي. هڅه یې کوله هغوي ته وپوهوي چې بوتان هیڅ نه شي کولی او دا بې ځانه او مړه مخلوقات ستاسو په برخلیک کې هیڅ اثر نه لري.
نو د اختر په ورځو کې چې خلک له ښاره بهر لاړل، هغه د ناروغۍ په پلمه په ښار کې پاتې شو او په یوه مناسبه موقع یې تبر په لاس کې واخسته او د ښار بوتخانې ته ورغی او ټول بوتان بې له لوی بوته یې مات کړل.
کله چې بوت پالي ستانه شول، له ډیرې عجیبه او نه باوریدونکې نندارې سره مخامخ شول. هغوی ولیدل چې واړه او لوی خدایان یې ټول مات شوې او په ځمکه ذرې ذرې پراته دي.
هغوی ته د حضرت ابراهیم علیه السلام تیرې خبرې او په بوتانو پسې بد رد ویل یاد وو او دې ته په پام سره چې له هغوی سره له ښاره بهر هم نه و وتلی، یقین یې شو چې د بوتانو ماتول د ابراهیم کار دی. نو په غوسې او قهر سره هغه ته ورغلل چې سزا ورکړي.
خو ابراهیم علیه السلام د هغوی له غوسې او قهره هیڅه ویره ښکاره نه کړه او په څرګندو او منطقي دلیلونو سره یې د هغوی خبرو او ادعاګانو ته ځواب ورکړل. هغه وویل: کوم عاقل انسان د هغه څه چې په خپلو لاسونو یې جوړ کړې وي عبادت کوي؟ که د مصنوع او جوړ شوې شي عبادت کیدلی شي او خالق ګرځیدلی شي نو جوړوونکی او صانع خو د دې زیات وړ دی چې عبادت یې وشي. نو د بوتانو په ځای بایده ده چې د یوازیني خدای عبادت وکړو هغه خدای چې هم یې تاسو او هم یې دغه بوتان پیدا کړې دي.
درسونه:
۱: د انحراف او ګمراهۍ د عواملو د ختمولو لپاره باید سمه پلانونه وشي او په مناسب فرصت په هغوی ګوزار وکړی شي.
۲: پيغمبران له شرک سره د مبارزې او د انحراف د عواملو د ختمولو په لاره کې ، پر تذکر یادونې او لازمو خبرداریو سربیره، کله چې مصلحت وي عملي اقدام هم کوي (هماغه کار چې حضرت ابراهیم له بوتانو سره وکړ)
۳: د انسان د لاس جوړ شوي څیزونه که هغه ساده او معمولي وي او که پرمختللې، په حقیقت کې د خدای له خوا جوړ شوې دي، ځکه چې د انسان ټول ایجادات، اکتشافات او جوړ شوې څیزونه دهغه عقل او پوهې پامته داره دي چې خدای انسان ته ورکړې ده.
تلاوت آیات 97 و 98 از سوره صافات
«قَالُوا ابْنُوا لَهُ بُنْیَانًا فَأَلْقُوهُ فِی الْجَحِیمِ»، «فَأَرَادُوا بِهِ کَیْدًا فَجَعَلْنَاهُمُ الْأَسْفَلِینَ»
وې ویل: د هغه لپاره یوه لوړه ودانۍ جوړه کړئ او هغه د اور په لوی دوزخ کې وغورځوئ.
نو غوښتل یې چې له هغه سره نیرنګ او چل وکړي خو مونږ هغوي خوار او مغلوب کړل.
مشرکانو د حضرت ابراهیم علیه السلام منطقي او مستدلو خبرو ته د پام او د هغو د منلو په ځای هڅه وکړي چې هغه له مینځه یوسي چې د نورو لپاره د عبرت درس وګرځي. نو یوه لوړه ودانۍ یې جوړه کړه او له لرګیو او خشاکونو یې ډکه کړه او یو لوی اور یې پکې بل کړ.
بیا یې حضرت ابرهیم دغه اور ته واچوه چې په خپل ګمان هغه ختم کړي خو د خدای په غوښتنه اور په حضرت ابراهیم ګل ګلزار شو او په ځای د دې چې هغه وسوزوي په هغه یخ او سلامت وګرځیده. ابراهیم علیه السلام د مشرکانو د حیرانو سترګو په وړاندې د اور له لمبو روغ رمټ راووته او د دښمنانو چل او توطئه شنډه شوه.
درسونه:
۱: کفر او شرک بنیاد نه لري او سم منطق او استدلال هم نه لري. له همدې امله مشرکانو له توحید سره د مقابلې له پاره له زوره کار اخلي.
۲: د خدای خاص بندګان د خپلې دندې د سرته رسولو او د ظلم او کفر د ټغر د ټولولو لپاره د هر ډول خطر منلو ته تیار وي او په اور کې له سوزول کیدو هم نه ویریږي.
۳: د خدای اراده د طبیعت او فطرت پر قوانینو واکمنه ده نو خدای چې هر کله اراده وکړي طبیعي عوامل او ښکارندې بدلوي لکه څنګه چې یې د حضرت ابراهیم علیه السلام په کیسه کې له اوره د سوزیدو توان واخسته.
تلاوت آیات 99 تا 101 از سوره صافات
«وَقَالَ إِنِّی ذَاهِبٌ إِلَى رَبِّی سَیَهْدِینِ»، «رَبِّ هَبْ لِی مِنَ الصَّالِحِینَ»، «فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلَامٍ حَلِیمٍ»
(ابراهیم له دغه اوره سلامت راووته) او وې ویل: زه د خپل رب په لور روان یم، هغه به ډیر زر ماته لاره وښیي.
ای پالونکیه! ماته له صالحانو (یو بچی) راکړه.
نو مونږ هغه ته د حلیم او بردباره بچي زیری ورکړ.
وروسته له دې چې حضرت ابراهیم علیه السلام له هغه لوی سازشه چې ورته تیار شوی و روغ راووته، په بابل کې یې خپله دنده او رسالت ختم شوی وګاڼه نو فیصله یې وکړه چې د شام په لور هجرت وکړي، ځکه چې په تاریخ کې دغه ټاټوبی د خدای د پاکو ولیانو او پیغمبرانو ټاټوبی پاتې شوی دی، ابراهیم له خدایه وغوښتل چې د خپلې دندې په ترسره کولو کې ورسره مرسته او لارښوونه یې وکړي.
همداراز له خدایه یې وغوښتل چې ورته یو نیک او صالح بچی ورکړي چې د هغه لاره او دنده جاري وساتي داسې بچی چې له هر اړخه صالح او غوره وي.
خدای تعالی یې هم دعا ومنله او د اسماعیل او اسحاق په شان بچي یې هغه ته ورکړل چې دواړه پاک او صالح انسانان وو او د نبوت لوړ مقام ته ورسیدل.
درسونه:
۱: د خدای خالص بندګان د خدای په لور حرکت کوي او په هر کار کې د هغوی منزل او مقصد خدای دی. هغوی له خدایه غواړي چې په ټوله لاره کې یې هدایت کړي او په خدای په توکل سره لاره مومي.
۲: که مونږ د خدای په لاره کې ګام پورته کړو، باید د هغه په راهنمایۍ، مهربانۍ او لاره پرانستنې ډاډه اوسو.
۳: د نیک بچي دعا کوي د پیغمبرانو دعا ده. دا په خپله د پاک ، نیک غوره او سمکاري نسل او اولاد د لرلو اهمیت او د ټولنې په سلامتیا او پاکۍ یې پریمانه اثرات بیانوي.
پای
----------------
کلید واژه: بسوی نور، صافات، ابراهیم، بت، بت پرستان، مشرکان، آتش