سوره صافات ۱۱۴-۱۲۲
p-815-As-Sāffāt-ayaat-114-122 د یس سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (815) -
تفسیر ساده و روان آیات 114 تا 122 سوره صافات
ابتدا تلاوت آیات 114 تا 116 از سوره صافات
«وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَى مُوسَى وَهَارُونَ»، «وَنَجَّیْنَاهُمَا وَقَوْمَهُمَا مِنَ الْکَرْبِ الْعَظِیمِ»، «وَنَصَرْنَاهُمْ فَکَانُوا هُمُ الْغَالِبِینَ»
او په رښتیا مونږ په موسی او هارون احسان وکړ.
او هغو دوو او قام ته مو یې له لوی غمه نجات ورکړ.
او ورسره مو مرسته وکړه، نو هغوی بریالي شول.
په تیرو برخو کې قرآن مجید ځینې نعمتونه یاد کړل چې خدای تعالی حضرت ابراهیم علیه السلام ته ورکړې وو. دا ایتونه په حضرت موسی او ورور یې هارون د خدای د مهربانیو په هکله دي. اول په کلي ډول فرمایي چې خدای تعالی په هغوی خپل نعمتونه نازل کړل او بیا دغه نعمتونه یو یو بیانوي. په موسی او هارون او د بني اسراییلو په قام د خدای لومړی لطف او مهرباني، د فرعون او د هغه له ډلې ټپلې د بني اسراییلو ازادي او پر دښمنانو یې بریالیتوب و.
فرعون چې د مصر یو خونړی او ظالم واکمن و د بني اسراییلو سړي په مرییتوب نیول او له ښځو یې وینځې جوړولې او د هلکانو به یې سرونه وهل. په دغه شان حالاتو کې حضرت موسی ته د خدای له لورې ماموریت ورکړل شو چې د بني اسراییلو قام وژغوري. هغه په خدای په ایمان سره وتواندی د هغوی د ازادۍ اسباب برابر کړي او هغوي له دغه لوی غم او کړاوه وژغوري.
د خدای تعالی په مهربانۍ او مرسته بني اسراییل د نیل له سینده تیر شول او فرعون او لښکریان یې په اوبو کې غرق شول. په دې ډول هغوی په تش لاس په فرعون او دهغه په وسلو سنبالو ځواکونو بریالي او کامیاب شول او د ظالم فرعون له منګولو ازاد شول. د فرعونیانو له تباهۍ وروسته بني اسراییل د هغوي په جایدادونو مالونو، باغونو او ماڼیو واکمن شول.
درسونه:
۱: په تیرو پیغمبرانو د خدای د مهربانیو یادول، په تاریخ کې د مومنانو د ارامښت او ډامنۍ سبب کیږي.
۲: پیغمبران او الهي ولیان همیشه د مظلومو خلکو په فکر کې وي د هغوي لپاره زړه سوزوي او ځانونه دهغوی په غم او درد کې شریک ګڼي. خدایي انسانان هغه وخت له اندیښنې او فکره راوځي چې مظلوم انسانان د ظالمانو او زورورو له ظلم او سلطې خلاص او راحته شي.
تلاوت آیات 117 تا 119 از سوره صافات
«وَآتَیْنَاهُمَا الْکِتَابَ الْمُسْتَبِینَ»، «وَهَدَیْنَاهُمَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیمَ»، «وَتَرَکْنَا عَلَیْهِمَا فِی الْآخِرِینَ»
او هغو دوو ته مو روښانوونکی کتاب ورکړ.
او دواړه مو نیغې لارې ته هدایت کړل.
او د هغو دوو مو په راتلونکو خلکو کې ( نیک نوم) پریښوده.
د فرعون له ظلمه د ازاد ۍ له نعمته وروسته ، دغه ایتونه تر ټولو په لوی نعمت چې د دنیا او اخرت د سعادت او نیکمرغۍ په لور د ټولنې د هدایت لپاره د اسماني کتاب نزول دی، ډیر ټینګار کوي.
څرګنده ده چې د فرعون له واکه ژغورل شوې ټولنه یو الهي قانون او لارښود ته اړتیا لري چې سر څڼه ومومي او یو ځل بیا په ظلم او استکبار اخته نه شي. نو ځکه یې تورات ناز کړل چې د بني اسراییلو د ضرورت قوانین پکې موجود وو او د حضرت موسی علیه السلام په شان د تکړه لارښود او پيغمبر شتون د بني اسراییلو په قام د خدای ډیر لوی نعمت او لورینه وه چې په برکت یې یوه روغه او د تکامل په لور روانه ټولنه جوړه شي.
درسونه:
۱: د ظلم او استبداد له سلطې د خلکو ژغورل، د خدای په لور د هغوی د هدایت لاره هواروي.
۲: اسماني کتابونه انسانانو ته د صحیح ژوند طریقه ښیي. البته په دې شرط چې پکې تحریف او انحراف ونه شي.
۳:خدای تعالی په قران کې د خپلو استازو او پیغمبرانو درنښت کړی او د تاریخ په اوږدو کې د هغوی نیکه نامه د ټولو پیغمبرانو لپاره یوه اجتماعي پانګه حسابیږي.
تلاوت آیات 120 تا 122 از سوره صافات
«سَلَامٌ عَلَى مُوسَى وَهَارُونَ»، «إِنَّا کَذَلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ»، «إِنَّهُمَا مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِینَ»
سلام دې وي په موسی او هارون
مونږ دغه ډول نیک چارو ته بدله ورکوو.
بې شکه هغه دوه زمونږ له مومنو بندګانو وو.
د ایتونو د دغه برخې په پای کې چې د حضرت موسی او حضرت هارون په هکله وو، خدای تعالی په هغوی سلام لیږي او دا یې د قرآن په آخر کې ذکر کړې چې د ایماندارو کسانو لپاره یو درس وي چې همیشه په پیغمبرانو درود ولیږي او د هغو قدرمنو او ښاغلیو له زحمتونو مننه او قدرونه وکړي.
ایتونه په دوام کې فرمایي: په دغو دوو پیغمبرانو او ایماندارو کسانو د خدای مهرباني او لطف همیشنی دی او په ټول تاریخ کې هر څوک چې دغه شان باایمانه، پاک او نیک وي او له خلکو سره ښیګړې کوي په دغه مهربانۍ او لطف کې شاملیږي.
د حضرت موسی او هارون په هکله وروستۍ ایت دهغوی د بندګۍ درجې او تسلیم والي ته اشاره کوي او فرمایي: هغوي له ایماندارو بندګانو وو. دغه تعبیر په قران کې د ټولو پیغمبرانو لپاره کارول شوی دی او هغوی د خدای د عبد او بنده په توګه یاد شوې دي.
د عبد ټکی چې په مقابل کې یې د مولی ټکی دی ، د خدای د اوامرو په وړاندې د پيغمبرانو د پوره پوره تسلیمیدو بیانوونکی دی. دا په داسې حال کې دي چې ډیر خلک د خدای د حکمونو په وړاندې پوره پوره تسلیم نه دي او یوازې په هغوی اوامرو او احکامو عمل کوي چې په علت او حکمت یې پوه شي.
درسونه :
۱: په الهي او خدایي انسانانو درود او سلام غوره کار دی چې خدای تعالی مونږ ته رازده کړی دی او د دې مطلب دا دی چې هغو لویو انسانانو ته زمونږ سلام رسیږي.
۲: د دین د معارفو د بیان او د ټولنې د هدایت په لاره کې هر ډول اقدام یو ډول احسان دی او دا د خدایي انسانانو ځانګړنه ده .
۳: په نیکو کسانو دخدای لطف او مهرباني د خدای یو سنت دی چې درست تاریخ کې جاري پاتې شوی دی.
پای.