Aug 17, 2020 07:24 Asia/Kabul

p-816-As-Sāffāt-ayaat-123-132 د یس سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (816)  

  تفسیر ساده و روان آیات 123 تا 132 سوره صافات  

ابتدا   تلاوت آیات 123 تا 126   سوره صافات  

«وَإِنَّ إِلْیَاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِینَ»، «إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَلَا تَتَّقُونَ»، «أَتَدْعُونَ بَعْلًا وَتَذَرُونَ أَحْسَنَ الْخَالِقِینَ»، «اللَّـهَ رَبَّکُمْ وَرَبَّ آبَائِکُمُ الْأَوَّلِینَ»

او په رښتیا الیاس (زمونږ) له استازو و.

 کله یې چې خپل قام ته وویل: آیا نه ویریږئ؟

آیا بعل بت بلئ (عبادت یې کوئ) او تر ټولو ښه پنځوونکی پریږدئ؟!

هغه خدای چې ستاسو او ستاسو د تیرو پلرونو  پالونکی دی.

 د حضرت ابراهیم او حضرت موسی علیهما السلام د کیسو له بیانولو وروسته دا ایتونه د حضرت الیاس برخلیک ته اشاره کوي او فرمایي:  له خپل قام سره د هغه لومړۍ خبره  د هر ډول بت پرستۍ  شرک او ظلم و فساد د پریښودلو خبره وه، داسې چاره چې ډیر بې پروا کسان پرې اخته دي او له امله یې په بدو او سپکو کارونو لاس پورې کوي.

 هغه د بت پرستانو ضمیر ته خطاب کوي او وایي:  تاسو څنګه د  داسې بوتانو عبادت کوئ چې په خپله مو تراشلې دي او ترې مدد  غواړئ خو  خپل خالق مو هیر کړی دی؟ آیا  دا بتان د کوم شي د پیدا کولو توان او وس لري چې تاسو ورته دغه شان ټیټیږئ هسکیږئ؟ آیا تاسو او پلرونه مو دغو بوتانو پیدا کړې دي؟  ولې  د هغه رب پرستش او عبادت نه کوئ چې تاسو او ستاسو پلرونه یې پیدا کړې دي او د نړۍ د چارو چلوونکی دی، ولې مو هغه پریښې  او د بې ځانه او بې خاصیته شیانو عبادت کوئ؟

  ښایي چې  بت پرستان د خپل کار د توجیه لپاره  په عبادت کې د خپلو پلار نیکونو په کار استناد کاوه خو حضرت الیاس د هغوي په ځواب کې ویل چې : ستاسو پلرونه هم  خدای پیدا کړې دي نه بوتانو.

درسونه:

۱:  ټولو الهي پیغمبرانو خلک د خدای عبادت ته بلل او بې له خدایه د بل هر شي له پرستشه یې منعې کول.

 ۲: پرستش او عبادت  یوازې  له ښه پالونکي یعنې د نړۍ  له پینځوونکي او خدای سره ښایي.

۳: د ټولو پيغمبرانو  د دعوت د سرټکی او د ټولو کمالاتو بناید تقوا او پرهیزګاري ده.

۴: پیغمبرانو  له خلکو سره په چلند کې هڅه کوله  په ساده او دهغوی د پوهې وړ پوښتنو سره  هغوي د غفلت له خوبه راویښ کړي ، لکه د نړۍ  له پنځوونکي او رب سره د بې ځانه او بې خاصیته بوتانو  مقایسه کول چې په دې توګه د هغوی ضمیرونه راویښ کاندي.

  تلاوت آیات 127 تا 129 از سوره صافات  

 

«فَکَذَّبُوهُ فَإِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ»، «إِلَّا عِبَادَ اللَّـهِ الْمُخْلَصِینَ»، «وَتَرَکْنَا عَلَیْهِ فِی الْآخِرِینَ»  

 نو هغه یې دروغ وباله، او بې شکه هغوي به ( د سزا لپاره) حاضر کړی شي.

بې د خدای له  خالصو شویو بندګانو.

او د هغه لپاره مو په راتلونکو کې (نیکه نامه) پریښودله.

د ډیرو تیرو قامونو په شان د حضرت الیاس قام هم د هغه د رسالت انکار وکړ او هغه یې دروغ وباله او د بت پرستۍ د پریښودلو  په هکله یې دهغه نصیحتونو  ته غوږ وانه چوه. قران هم فرمایي:  د دغه شان دروغ بللو  انجام  په ډول ډول ګناهونو او بدو چارو اخته کیدل او  الهی سزا ده. یوازې یوه وړه شان ډله چې په حضرت الیاس یې ایمان راوړ  او په خلوص سره یې د خدای عبادت وکړ وژغورل شوه.

 ایتونه په دوام کې فرمایي:  خدای تعالی د خپلو پیغمبرانو د زحمتونو او کړاوونو قدرونه کوي او دهغوي نوم په  نیکه یادوي چې  په تاریخ کې دهغو نیکو کسانو  لاره او  طریقه ژوندۍ پاتې شي .

درسونه:

۱: د سعادت او نیکمرغۍ معیار د وګړو  دنیاوي ژوند نه دی بلکې  د هغوی د کارونو انجام او عاقبت په قیامت کې معلومیږي چې آیا هغوی د نیکمرغۍ او سعادت خاوندان دي او که دوزخیان دي.

۲: د خدای خالصانه عبادت او په عمل کې اخلاص د نجات او کامیابۍ لاره ده او انسان  له الهي سزا ژغوري،  د خدای په لاره ناخالصي انسان ته  مقصد ته له رسیدلو غړوي.

   تلاوت آیات 130 تا 132 از سوره صافات  

«سَلَامٌ عَلَى إِلْ یَاسِینَ»، «إِنَّا کَذَلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ»»، «إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِینَ»

 سلام او درود دې وي په الیاس.

مونږ نیکچارو ته دغه شان بدله ورکوو.

بې شکه  هغه زمونږ له مومنو بندګانو و.

قران د حضرت الیاس  علیه السلام د کیسې له بیانولو ورسوته  فرمایيک خدای تعالی په خپل پیغمبر الیاس درود لیږي. البته  په یو سل دیرشم ایت کې  د الیاس په ځای الیاسین  راغلی دی  چې دواړه د یوه پیغمبر نومونه دي، لکه سینا او سینین  چې دواړه د یوې سیمه نومونه دي.

 د دې سورې په تیرو برخو کې  د ځینو پخوانیو پیغمبرانو  کیسې ته اشاره وشوه. د هر یو د کیسې د نقل په پای کې  خدای تعالی  د هغوي د پیاوړې او  خالص ایمان یادونه وکړه، د هغوي د هڅو او نیکو کارونو قدرونه یې وکړه او وې فرمایي:  دا زمونږ سنت دی چې د نیکو کسانو کار جبرانوو او هغوی ته بدله او  انعام ورکوو. د حضرت الیاس په هکله د راغلیو ایتونو په پای کې هم  قران همدې خبرې ته اشاره کوي او فرمایي:  د هغو ټول کسانو چې د خدای په لاره کې ګام پورته کوي  او د خلکو خیر غواړي او ښه کارونه کوي ، هڅه او زیار نه هیرول کیږي. دا د خدای سنت دی چې نیکو کسانو ته مناسبه بدله کورکوي او د هغوی نیک کار جبرانوي که هغه پیغمبران وي او که عام کسان. البته په دې شرط  چې په الهي لاره کې ګام پورته کړي.   او د ایمان خاوندان وي که نه وي څوک چې د خدای انکار کوي او د خبل خالق په وړاندې تسلیمیدو او سر ټیټیدو ته تیار نه وي.  که یو نیک او ښه کار وکړي نو بدله یې په همدې  دنیا کې ورکول کیږي.

 درسونه:

۱:  پیغمبرانو او اولیاوو ته سلام کول له خدایه  زده کول پکار دي.

۲:   په نیکو او احسان کوونکو کسانو د خدای مهرباني د هغه ذات یو لطف او سنت دی او همیشه به جاري وي.

۳: هر څوک چې د خدای بندګي وکړي که د ایمان او احسان خاوند وي  په ټول تاریخ کې د خدای لطف او مهرباني لاسته راوړي.