Aug 17, 2020 11:54 Asia/Kabul

p-820-As-Sāffāt-ayaat-161-173 د یس سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (820) -

  تفسیر ساده و روان آیات 161 تا 173 سوره صافات  

  تلاوت آیات 161 تا 163   سوره صافات  

«فَإِنَّکُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ»، «مَا أَنتُمْ عَلَیْهِ بِفَاتِنِینَ»، «إِلَّا مَنْ هُوَ صَالِ الْجَحِیمِ»

نو تاسو او هغه څه چې عبادت یې کوئ.

(خلک) د هغه ( خدای) په خلاف نه شئ ګمراه کولې.

مګر هغه کس چې ( په خپل اختیار) دوزخ ته لاړ شي ( دوزخي وي)

  په تیره برخه کې  د پرښتو او پیریانو یا جنیانو په باره کې د مشرکانو غلطو خبرو او عقیدو ته اشاره وشوه دا ایتونه فرمایي: تاسو بت پالي، هیڅ کله  په خپلو غلطو افکارو سره  خلک نه شئ بې لارې کولې. ځکه چې د عقل او منطق خاوندان او د پاکو زړونو لرونکي کسان ستاسو خبرې نه مني او  ستاسو غیر منطقي خبرو ته غاړه نه ږدي.

البته کوم کسان چې غواړي د دوزخیانو لاره خپله کړي، کولی شي په خپل اختیار، د مشرکانو د دین پیروان شي او د هغوي په منحرفې او  غلطې لارې روان شي.

 درسونه:

۱: خدای تعالی انسان ازاد پيدا کړی دی، انسان د خپل ژوند او دین د لارې په انتخاب کې  له اختیار او ارادې برخمن دی او هیڅوک نه شي کولی بل کس د لارې انتخاب ته مجبوره کړي.

۲: د لارې انتخاب په خپله د انسان په لاس کې دی، خو هره لاره چې انسان یې انتخاب کړي انجام او عاقبت یې د انسان له لاسه بهر دی. نو ځکه انسان نه شي کولی چې د کفر او ظلم  لاره خپله کړي او دا تمه ولري چې جنت ته به لاړ شي.

  تلاوت آیات 164 تا 166 از سوره صافات  

«وَمَا مِنَّا إِلَّا لَهُ مَقَامٌ مَّعْلُومٌ»، «وَإِنَّا لَنَحْنُ الصَّافُّونَ»، «وَإِنَّا لَنَحْنُ الْمُسَبِّحُونَ»      

 او  له مونږ ( پرښتو) هیڅ یوه نیشته مګر دا چې یوه خاص مقام او (ځای) ولري.

او مونږ  یوو چې  (  دخدای د امر د پوره کولو لپاره) په صف  کې ولاړې یو.

او مونږ یوو چې (د هغه) تسبیح ویونکې یوو.

 مشرکانو د فرښتو په هکله غلطې عقیدې او خیالات لرل هغوی  به لوڼې کمزورې او سپک مخلوق ګاڼه او پرښتې یې د خدای  لوڼې ګڼلې. دا ایتونه د فرښتو له خلې فرمایي:

 ستاسو بت پالو د تصور په اپوټه، مونږ پرښتې کوم د نر یا ښځې جنسیت نه لرو او داسې پیاوړې مخلوق یوو چې خدای تعالی د هرې پرښتې لپاره خاصه دنده او فریضه ټاکلې او  په یو ځای یې مقرره کړې ده او مونږ ډلې د هغه د امر تابعې یوو. مونږ خدای تعالی له هغو ټولو غلطو افکارو او نسبتونو چې  مشرکان یې خدای ته ورکوي، پاک او سپیڅلی ګڼو او همیشه د هغه ستاینه کوو او تسبیح یې وایو.

 درسونه:

۱: خدای تعالی د نړۍ چارې د مادي او معنوي اسبابو او مسبباتو په وسیله چلوي او پرښتې د نړۍ د چارو په چلښت کې مهم رول لري.

۲:  پر ښتې د خدای لوڼې یا اولاد نه دی هغوی د خدای مخلوقات دي چې د هغه ذات د اوامرو سرته رسول یې په غاړي دي او د دغه کار د کولو لپاره په خاص نظم او انضباط سره  په صف کې ولاړې وي.

۳: د فرښتو په نړۍ کې د هرې یوې لپاره یې خاص مقام او مسوولیت دی او د هرې یوې خپله مرتبه او مقام دی.

  تلاوت آیات 167 تا 170 از سوره صافات  

«وَإِن کَانُوا لَیَقُولُونَ»، «لَوْ أَنَّ عِندَنَا ذِکْرًا مِّنَ الْأَوَّلِینَ»، «لَکُنَّا عِبَادَ اللَّـهِ الْمُخْلَصِینَ»، «فَکَفَرُوا بِهِ  فَسَوْفَ یَعْلَمُونَ» 

 ( مشرکانو) په ټینګه ویل.

که د تیرو خلکو د (کتابونو په شان) له مونږ سره هم یو کتاب (پندنامه) وای.

مونږ به هم ضرور  د خدای خالص شوې بندګان وو.

 خو ( کله چې هغوی ته قرآن ورغی) ترې یې انکار وکړ او ډیر زر به پوه شي.

  په تاریخي روایتونو کې راغلې دي چې که د پیغمبر اکرم له بعثت  او د قران له نازلیدلو مخکې  د مکې مشرکانو  په جزیرة العرب کې استوګنو یهودیانو او عیسایانو ته ویل چې  که خدای  مونږ ته هم یو پیغمبر او کتاب راولیږي نو مونږ به هم پرې ایمان راوړو او پیروي به یې وکړو.

دا ایتونه فرمایي: خدای تعالی په حقیقت کې دغه کار وکړ او د هغوی د هدایت لپاره یې قران نازل کړ. خو هغوی په مختلفو پلمو سره د حق له منلو ډډه وکړه او د انکار لاره یې ونیوله. نو ځکه به ډیر زر د خپل کار پایله ووینه.

 درسونه:

۱: خدای تعالی په خلکو د غاړې خلاصولو او اتمام حجت لپاره  پیغمبران او  اسماني کتابونه رالیږلې دي چې د هیڅوک د خپل کفر او شرک او د حق له لارې د غړیدلو لپاره پلمه ونه لري او ګناه د بل چا په غاړه وا نه  چوي.

۲: دروغجن مدعیان ډیر زیات دي. داسې کسان ډیر دي چې په خلې ادعا کوي چې دین مني خو په عمل کې حق نه مني او له دین سره مخالفت کوي.

  تلاوت آیات 171 تا 173 از سوره صافات  

«وَلَقَدْ سَبَقَتْ کَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِینَ»، «إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنصُورُونَ»، «وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ»                                             

  او بې شکه زمونږ وعده  زمونږ د استولو شویو بندګانو لپاره  له مخکې معینه ( او مسلمه) شوې ده.

هغوی ارو مرو له هغو کسانو دي چې مرسته یې شوې.

او بې شکه زمونږ سپایان (لښکر) بریالی دی.

د تیرو ایتونو په دوام کې چې د مشرکانو د انکار او کفر خبره کیده، دا ایتونه فرمایي:  د ایمان خاوندان په خپلو عقیدو کې په شک او دوه زړه توب او په عمل کې په سستۍ او غفلت نه اخته کیږي ځکه چې خدای تعالی وعده ورکړې چې که د ایمان خاوندان د پیغمبرانو په پیروۍ کې استقامت وکړي او ټینګ پاتې شي نو اخر به کامیاب شي او باطل به ماته وخوري.

 درسونه:

۱: د خدای سنت ، په باطل د حق غلبه او پر کفر د ایمان بریالیتوب دی.

۲:  په نورو مکتبونو او نظریاتو د پیغمبرانو او دهغوی د مکتب بریالیتوب حتمی دی. په بله ژبه  د بشریت راتلونکی به د پیغمبرانو  له کامیابۍ او د هغوی د دښمنانو له ماتې سره مل وي.

۳: مومنان که لږ هم وي، د خدای له مرستې برخمن دي خو کافران د خدای ملاتړ له ځان سره نه لي.

پای.