Apr 28, 2016 11:50 Asia/Kabul
  • د هدایت حدیث
    د هدایت حدیث

د هدایت حدیث پدی پروګرام کی د خشم او قهر د کنټرولولو، او د حلم او زغم په باره کی یو لړ کی حدیثونه او روایات څیړو، هیله ده چی لازمه استفاده ور څخه وکړئ، او د مطلب تر پایه پوری زموږ سره و اوسئ.

 په تیر پروګرام کی مو د خشم او غصې موضوع وڅیړله، او ومو ویل: غصه د خدای تعالی ج له نعمتونو څخه ده، چی د انسان په وجود کی په امانت ایښودله شوې ده. انسان د غصې په قوې او غریزې سره د ژوندانه د مشکلاتو او سختیو په وړاندی مقاومت کوی. د اسلام د دښمنانو سره جهاد، د انسانی نظام ساتنه، امر باالمعروف او نهی عن المنکر، او له خپل ځان او مال څخه دفاع کول؛ یواځی د غصې او قهریه غریزې په مرستې سره امکان مومی. له بلې خوا همدغه غریزې قوه، په افراطی بڼه کی ورانونکې ده. ځکه چی له نارمل وضعیت څخه د غصې او غضب قوې  په وتلو سره، د انسان عقل او روان هم، د هغه تر اغیزې لاندی له نارمل حالت څخه وځی. ځکه نو د اسلام مبین دین، ټول انسانان د غصې کنټرولولو او زغم ته رابولی. متعال خدای ج په قرآنکریم کی د آلعمران د مبارکې سورې په ۱۳۴ آیت کی، د مؤمنو انسانانو یو مهم خصوصیت، د غضب او غصې کنټرولول،او د نورو له خطاګانو تیریدل ګنی.
ګرانو دوستانو! په نننئ  مطلب کی، د حِلم او د کظم غیظ( د غضب او غصې کنټرولولو) په باره کی د حدیثونو او روایتونو په څیړلو لاس پوری کوؤ. ستاسو له ملتیا څخه مننه کوؤ.
 په اسلامی مطالبو او متنونو کی، غصه او خشم، په غضب او غیظ باندی معنا شوئ دئ، او هغه څوک چی وجود یی له غصې او غضب څخه ډک کیږی؛ خو له غچ اخیستنې څخه ډډه کوی، په کاظم غیظ باندی یادیږی. د اسلام مبین دین، موږ د غصې زغملو او کظم غیظ ته بلنه ورکوی. په حدیثونو کی پدی ستایلی صفت باندی ډیر ټینګار شوئ دئ. لکه څرنګه چی حضرت پیغمبر اکرم ص فرمایې:« هرڅوک یو خشم او غصه وزغمی، پداسی حال کی چی د هغه د عملی کولو قدرت ولری، او صبر او ګذشت وکړی، متعال خدای هغه ته د شهید اَجر ورکوی.»
  د خشم او غصې د کنټرولولو یوه مهمه لاره، د حِلم او صبر د صفت لاسته راوړنه ده. حِلم داسی یو حالت دئ، چی د خشم د خاموشه کولو سبب ګرځی. یو کس له امام حسن مجتبی ع څخه پوښتنه وکړه: حِلم څه دئ؟ انحضرت په ځواب کی وفرمایل: « د غصې زغمل او په ځان باندی تسلط لرل دي.» له حضرت امام هادی ع څخه هم،د حِلم د معنا په هکله پوښتنه وشوه، ویی فرمایل: « حِلم دا دئ، چی د خپل نفس مالک اوسی، او سره له دې چی د غچ اخیستنې قدرت او توانمنې ولری، خپل خشم او غصه وزغمی.»
 د آرامتیا د لاسته راوړلو، او د حِلم او کظم غیظ د صفت د ترلاسه کولو لپاره، مختلفې لارې چارې بیان شوی دي.
یوه لاره د محبت او دوستۍ څرګندونه ده. حضرت امام باقر ع له محبت څخه په یوه ډکه وینا کی فرمایی: « هر څوک چی پر خپلو خپلوانو باندی په قهر او غصه شو، د هغه خواته لاړ شی، ورته نږدی شی، او هغه و نازوی، ځکه چی د خپلوانو سره بدنی تماس، د آرامښت سبب دئ.»
 د غصې په مهال د انسان د بدن حرارت لوړیږی، او په انسان کی د وینې د جریان د ګړندی کیدو، او په انسان کی د فکر کولو د کمیدو سبب ګرځی. پدې مرحله کی د یخو اوبو چښل، او په یخو اوبو سره د مخ وینځل، د عصبانیت او غصې شدت کموی، د بدن د حرارت د لږیدو سبب کیږی، او انسان فرصت پیدا کوی، د لانجې کولو او خشونت طلبۍ د پایلو په باره کی فکر وکړی. له دې رویه حضرت پیغمبر اکرم ص فرمایی: « هرکله چی، د تا سو په یوه باندی خشم واکمن شی، په یخو اوبو سره اودس وکړی، ځکه چی خشم له اور څخه دئ، او اور له اوبو څخه پرته بل څه نه خاموشه کیږی.»
په یو شمیر روایتونو کی راغلی دي؛ د غصې په وخت کی، چی تا ته د شیطان د پاملرنې شیبه ده، خدایتعالی ته پناه یوسه، او ځان هغه ذات ته وسپاره، او زیات اعوذ باالله من الشیطان الرجیم، و وایه. او په یو شمیر نورو روایتونو کی راغلی دي: د غضب په وخت کی، د « لا  حَولَ و لا قوةَ اِلا بااللهِ العَلِیَّ العظیمِ.» جمله و وایاست، تر څو ستاسو غضب له منځه لاړ شی.
  د یو کس د فیزیکی وضعیت بدلیدا، د غصې د کنټرولولو او د غضب د علاج یوه بله لاره او عامل دئ. حضرت پیغمبر اکرم ص فرمایلی دي:« هر کله ستاسو یو تن په قهر او غصه شو، که ولاړ وی؛ کښینی، او که ناست وی پریوزی، او که خشم یی ختم نه شو، په یخو اوبو سره اودس وکړی، او یا خپل بدن ووینځی.»
حضرت امام باقر ع هم فرمایلې دي: « هرکله چی یو کس په قهر او غصه شو، که ولاړ وی، هر څه ژر کښینی، او که ناست وی، ژر و دریږی، تر څو د شیطان پلیدې او وسوسه له هغه څخه لیری شی.»
 قهرجن او غصه ناک کسان باید، حتی مخکی تر دې چی د غضب د اور لمبې د هغوی په زړه باندی اثر وکړی، باید د هغه د شومو اغیزو په باره کی فکر وکړی، او په دوامداره توګه له ځانه سره ووایې، چی بی ځایه خشم او غضب، داسی اور دئ چی ممکنه ده، د هغوی ایمان، نیکمرغې او ژوند وسوځوی، عصبانیت د خدای د غضب اور په دنیا او آخرت کی زیاتوی، دوستان له انسانه لیری کوی، او دښمنان خوشحاله کوی. همداراز خشم او غضب د انسان عمر ور کموی، او سلامتیا یی په خطر کی اچوی.
د دی په اپوټه، حِلم او زغم د بریالیتوب او پرمختګ، او د روح او بدن د سلامتیا رمز، او په ټولنه کی د محبوبیت، او د خدای د رضا او د شیطان د لیری کیدو سبب دئ. لکه څرنګه چی حضرت پیغمبر ص فرمایی: « مسلمان کس، په حلم سره د هغه کس درجه او مرتبه لری، چی دایم د لمانځه او روژې په حال کی دئ.»
 

ټیګونه