لویدیځه اسیا په تیره اونۍ
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i115604-لویدیځه_اسیا_په_تیره_اونۍ
د صیهونیست رژیم رسندویو اعلان وکړ په وروستیو ۴۰ ورځو کې د فلسطنیانو په عملیاتو کې ۱۵ صیهونیستان هلاک او په لسګونو هم ژوبل شوي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2022 07:00 Asia/Kabul
  • لویدیځه اسیا په تیره اونۍ

د صیهونیست رژیم رسندویو اعلان وکړ په وروستیو ۴۰ ورځو کې د فلسطنیانو په عملیاتو کې ۱۵ صیهونیستان هلاک او په لسګونو هم ژوبل شوي دي

د قدس د نړیوالې ورځې دستورې په مختلفو هیوادونو کې په داسې حال کی ترسره شوې چی د فلسطین او اسراییلو په شخړه کې یو ستر بدلون رامینځته شوې وو . دغه بدلون په نیواکی ټاټوبیو کې د فلسطینانو شهادت غواړی عملیات وو چی له رمضان میاشتې مخکې پیل او څلور عملیات رسره شوی دي . دغه عملیات د فلسطینیانو او الاقصی جومات پرضد د صیهونیست رژیم د تاوتریخوالی په غبرګون کې ترسره شوی وو . بیت المقدس او د الاقصی جومات غولي د اپریل له ۱۵ د فلسطینی لمونځ کونکیو او صیهونیستی عسکرو ترمینځ د سختو نښتو شاهد وو . په دغو نښتو کې لږ تر لږه ۳۵۰ فلسطینیان ژوبل او څه د پاسه ۴۰۰ هم ونیول شول .

د صیهونیست رژیم رسندویو اعلان وکړ په وروستیو ۴۰ ورځو کې د فلسطنیانو په عملیاتو کې ۱۵ صیهونیستان هلاک او په لسګونو هم ژوبل شوي دي . د صیهونیست رژیم ۱۴ تیلی ویزیونی چینل د صیهونیستانو د تلفاتو په دغه شمیر اعتراف وکړ چی په وروستیو څو کلونو کې د صیهونیستانو پرضد د فلسطینانو د عملیاتو سخته څپه بلل کیږی . د یدیعوت احرونوت صیهونیستی ورځپاڼۍ هم له دې مخکې د فلسطینانو د عملیاتو د سختې څپې په پیلیدا سره لیکلی وو چی په ۲۰۰۲ کال کې د السور الواقی له عملیاتو وروسته د اسراییلیانو د امنیت احساس تر ټولو ټیتې سویې ته رسیدلی دې . هاارتص هم په دې زمینه کې لیکلی وو چی د صیهونیست رژیم کابینې د داسې مقاومتی عملیاتو تمه نه درلوده .

دغه بدلون د دې په ترڅ کې چی په نیواکی ټاټوبیو کې د عملیاتو ترسره کیدل وو ، د فلسطینی ولس او له کوم سازمانی ملاتړ پرته ترسره شول . په همدې لړ کې د لبنان د حزب ا... عمومی منشی سید حسن نصرا... د قدس ورځې په مناسبت په خپلو ویناو کې انفرادی عملیات د فلسطینی مقاومت په لاره کی یو نوې ځانګړې بدلون وباله او ویې ویل دغو عملیاتو د صیهونیست رژیم کمزورتیا او امنیتی بنیادونو سستی څرګنده کړه او دغه ډول عملیات د تل ابیب رژیم لپاره یو خطرناک بدلون حسابیږی ځکه چی نه د عملیاتو کوټې ته اړتیا لری او نه ځانګړی امکانات غواړی . ده زیاته کړه انفرادی عملیاتو همداراز په خپل پوځ او حکومت د اسراییلیانو باور داغی کړی دی او دا ټول د دغه ډول عملیاتو اثرات دي .

دسید حسن نصر ا... همداراز  په دې خبرې سره چې مونږ به فلسطین هیر نه کړو، څرګنده کړه: د فلسطین مسئله زمونږ د دین، ایمان او کرامت یوه برخه ده. هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو د سمولو له بهیر سره باید مقابله وشي، څرګنده کړه: ترټولو ستر نفاق چې نن سبا یې وینو دا دی چې د فارس خلیج د سیمې ځیني هیوادونه له اسرائیلو سره اړیکې د فلسطین د ولس د خدمت په لړ کښې بولي. سید حسن نصرا... په دې خبرې سره چې یوه ورځ به په قدس کښې لمونځ وکړو، ټینګار وکړ: صهیونیسټان او دښمنان دا ورځ لرې ویني خو مونږ ته ډیره نزدې ښکاري.

د قدس د نړیوالې ورځې دستورې په بیلا بیلو هیوادونو کې له دو کلونو وروسته په حضوری ډول ترسره شوې . په تیرو څو کلونو کې د کرونا ویروس د خپریدا له امله دغه غونډې له فیزیکی محدودیتونو سره مخامخ وې او په عمومی توګه کارونه په مجازی ډول ترسره کیدل خو سږکال د کرونا ویروس د نسبی کمیدا او د عمومی واکسین په وجه د حضوری دستورو د ترسره کولو لپاره عمومی زمینه برابره وه .

په لسګونو زره فلسطینی روژتیانو د قدس له نړیوالې ورځې سره په یووخت  د جمعې په ورځ د رمضان د وروستی جمعې د لمانځه د ترسره کولو لپاره الاقصی جومات ته ورداخل شول . رسندویو راپور ورکړ چی په لسګونو زره فلسطینی لمونځ کونکي د صیهونیستی عسکرو تر سختو امنیتی تابیاو او پراخو محدودیتونو لاندې الاقی جومات ته ورننوتل او پهدغه سپیڅلی ځای کی یې د رمضان د وروستي جمعې لمونځ ترسره کړ . صیهونیستی عسکرو هم په الاقصی جومات په یرغل سره له فلسطینانو سره ښکیل شول او په فلسطینانو یې صوتی بمونه او اوښلن ګازونو حمله وکړه چی له امله یې په لسګونو فلسطینان ژوبل شول .

د یمن په پلازیمنې او د دغه هیواد په نورو ۱۳ ښارونو کې د قدس د نړیوالې ورځې د دستورو د ترسره کیدا شاهدان وو . په سلګونو زره یمنیانو د قدس د نړیوالې ورځې په لاریونونو کې شرکت وکړ . یمنی ښاریزو د فلسطین د بیرغونونو په وړلو سره د صیهونیست رزیم پرضد شعارونه ورکړل . یمنی معترضانو همداراز له صیهونیست رژیم سره د اړیکو عادی کول وغندل او هغه یې له فلسطینی ملت سره خیانت او د هغو په شا د چاقو ګوزار وباله . د دغو مظاهرو په پاییزې بیانیې کې راغلی دی په سیمه کې د ثبات او امنیت ټینګیدا یوازې د صیهونیست رژیم په نسکورولو سره تحقق مومی .

د یمنیانو د لاریون په اړه مهم ټکی د حماس د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیه وینا وه . هنیه په هغو خبرو کې چی د یمنی ملت لپاره خپرې شوې ؤ ټینګار وکړ مقاومت د قدس د ازادویو یوازنۍ لنډه لاره ده . هغه وویل د قدس په نړیواله ورځ د یمنی ملت دغه پرتمین شتون په دغې مسلې ټینګار لری چی فلسطین او قدس د دغه ملت په زړه کی ځای لری او یمن به د عربیت او اسلامیت د مرکز په توګه د قدس او فلسطین لیواله پاتې شی . هنیه همداراز ټینګار وکړ ذد فلسطین ملت خپله فیصله کړی ده او دا فیصله د مقاومت انتخاب دې ځکه چی د فلسطین د ازادولو یوازنۍ لنډه لاره ده . هنیه ټینګار وکړ مونږه به اسراییل په رسمیت ونه پیژنو او خپله وسله به په مځکه  کینږدو . مونږه به د فلسطین له یوې لویشتې خاورې هم سترګې پټې نکړو .

په کویت کې هم  د قدس د نړیوالې ورځې دستورې د اسلامی ایران د سفارت په بلنه د دغه هیواد په یوه ستر هال کې په خاص برم او پرتم سره ترسره شوط . په دغو دستورو کې د مسلمانو او مسیحی کلتوری ، سیاسی ، اجتماعی شخصیتونو ، عالمانو ، د ایران او کویت د دوستی انجمن غړیو ، مشر ، د اسلامی هیوادونو سفیرانو او په کویت کې میشتو ایرانی ټولنې پوهانو شتون درلوده .

په لبنان کې هم د قدس ورځ د خلکو و سیاستوالانو ، د فلسطینی ډلو استازیو ، لبنانی ګوندونو په شتون سره په صیدا سیمه کې ترسره شوه . د لبنان د حزب ا... د سیاسی شورا غړی محمود قماطی په دغو دستورو کې ټینګار وکړ چی دغه پړاو د فلسطین د ازادي او بریالیتوبونو وخت دې . هغه زیاته کړه د مقاومت چورلیز لوی شوې دې او په هیوادونو او ازادی غواړو غورځنګونو کې ظاهرشوې دې او په خپل پیاوړی حالت کی دی او په میدان کې به بریالی شی او خپل شرایط به وتپی .

همداراز د سوریې په پلازمینې دمشق کی هم د جمعې په ورځ د قدس د نړیوالې ورځې د پراخ  لاریون شاهدان وو او ګډون کونکیو د فلسطین د ملت په ملاتو او صیهونیست غاصب او جالی رژیم په غندلو کې شعارونه ورکړل . د بحرین خلکو هم د نړۍ د نورو هیوادونو له خلکو سره په یووخت په منامه کې د لاقصی جومات په ملاتړکې واټونو ته راووتل . بحرینیانو د فلسطین د ایډیال په ملاتړ کې په شعارونو سره له صیهونیستی دښمن سره د ال خلیفه رژیم د اړیکو عادی کول رد کړل . بحرینی معترضانو په دغو مظاهرو کې د فلطینیانو بیرغ د منامه یوه اصلی واټ ته نږدې پورته کړ .

د عراق د مختلفو سیمو خلکو هم د قدس ورځې په لاریون کې پراخ ګډون وکړ . د عراق په پارلیمان کی د الفتح ایتلاف مشر هادی العامری په بغداد کی د قدس د نړیوالې ورځې په دستورو کې جوته کړه چی صیهونیست رژیم تل د عراق د تخزیب او تباه کولو هڅه کړی ده . العامری وویل د قدس ورځ هغه هیله ده چی فلسطینان پکې ژوند کوی او مونږه د دغې هیلې د تحقق لپاره هڅه کوو . ده په دوام کې له صیهونیست رژیم سره د اړیکو د عادی کولو په لور په نه تللو ټینګار وکړ .

د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت په ولسی شتون سربیره د مقاومت د مشرانو ویناودوه اړخونه درلودل . لومړې دا چی مقاومت به د صیهونیست رژیم په وړاندې د فلسطین تر بشپړه ازادۍ پورې  دوام ولری او دوهم دا چی عربی سازباز کونکي د دښمن په نقشه کې حرکت کوی او د دغه سیاست تاواني به وي .

د لبنان د حزب ا... غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصر ا... د امریکا ، لویدیځې نړۍ ، صیهونیم غورځنګ  او د هغه د ټولو ملاتړ هدف په سیمې د صیهونیست رژیم تپل او د سیمې د مسملاتو د حل د کیلی په توګه د هغه معرفی کول وبلل او زیاته یې کړه هغو په دې پسې دي چی د وخت په تیریدا سره فلسطینان خپل ټاټوبی هیر کړی او لویدیځه نړۍ د فلسطین موضوع له  یاده وباسی خو نن ټینګار کوم چی دغه لاره به هیڅکله هیره نشی . سید حسن نصرا... ټینګار وکړ هغو له ۱۹۴۸ کال راهیسې په دې پسې دي تر څو اسلامی  امت د ناهیلې احساس وکړی او د قدس له ستنولو ناهیلی شی او په دغه ټوله موده کې صیهونیستان ندی دریدلي . د عربانو پرله بسې ماتې او رسمی عربی حقارت او د ساز باز بهیر ټول د ناهیلی کولو په لړ کی دي . سید حسن نصر ا... زیاته کړه په دغو ټولو اقداماتو سره د فلسطین خلک اوس له بل هر وخت زیات د خپل ټاټوبی د ازادولو لپاره هیله او ډاډ لری . د ناهیلی کولو بهیر او د فلسطین د موضوع فرسایشی کولو مسلې د سیمې په ځینو هیوادونو کې ځواب ورکړی دی خو له بایکاټ ، کلابندۍ ، جنګ او د ترهه ګرو ډلو په تپلو سره سره هیڅکله خپلو هدفونو ته ندی رسیدلی .

د یمن د انصار ا... غورځنګ عمومي  منشی  عبدالمالک الحوثی هم وویل: د قدس نړیواله ورځ د فلسطین په وړاندې د اسلامي امت د مسئولیتونو د رایادولو او د دغه مظلوم ولس د مرستې په موخه د جدي اقدام لپاره د امت د بیدارولو ورځ ده

سید عبدالملک بدرالدین په (منبر القدس) دستورو کښې چې په آنلاین توګه ترسره شوې، وویل: د قدس ورځ د فلسطین د آرمان په چورلیزتوب د اسلامي امت د وحدت او یوالي لپاره ډیر مهم مناسبت دی.

هغه زیاته کړه چې د فلسطین مسئله له هغو ډیرو څرګندو مسائلو څخه ده چې هیڅ شک په کښې نشته او ټول اسلامي امت یې په رسمیت پيژني.

سید بدرالدین تاکید وکړ، ټول اسلامي امت مني چې د مقدساتو بیرته اخیستل او د صهیونیسټانو له سپیره شتونه د فلسطین پاکول د مسلمانانو په غاړه یوه ذمه واري ده، دا حق د فلسطین له ولسه په ملاتړ کښې د اسلامي امت د وحدت لپاره یو مهم لامل دی.

د انصار ا... غورځنګ مشر همداراز ټینګار وکړ هغه کسان چی صیهونیستی دښمن ته په اختیار کې اسانتیاوې ورکوی او هغو په لور خپل هیواد خلاص پریږدی ، صیهونیست دښمن هغو ته د شیدو غوا په سترګه ګوری .

پای