دعلمي برلاسه وړتیاؤ لرونکو ځوانو نابغه شخصیّتونو سره د حضرت امام خامنه ای کتنه
(last modified Sat, 21 Oct 2023 08:40:49 GMT )
Oct 21, 2023 13:10 Asia/Kabul
  • دعلمي برلاسه  وړتیاؤ  لرونکو ځوانو نابغه شخصیّتونو  سره د حضرت امام خامنه ای کتنه

د هیواد علمي ټولنه ، د هیواد پوهان ، نن ورځ یو نوي خوځښت ، نوي عروج ته اړتیا لري.

تېره سه شنبه (اکتوبر ۲۵-اکتوبر۱۷) د هېواد دنابغه  او لوړ پوړو علمی استعدادونو یوې ډلې، د هېواد د نابغه  ټولنې په استازیتوب، د ایران د اسلامی انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای سره وکتل. په دغه کتنه کښې امام  خامنه ای څرګنده کړه چې د ایران علمی حرکت څه دپاسه دوه لسیزې مخکې پیل شوی او د دغه هیواد د علمی ټولنې په ځان د اعتماد او د هیواد د علمی سرحدونو د تیریدو او د سافټویر غورځنګ په شان شعارونو باندې اغیزشیندونکی وباله. دا په اکاډمیک چاپیریال کې د خوځښت او تحرک لامل شو او دوام یې وکړ. په دغو کلونو کښې د علمی مسائلو په زمینه کښې د نړیوالو داوری  مرکزونو اعلان وکړ چې د ایران د علمی ودې کچه د نړۍ د اوسط ودې له 12 څخه تر 13 برابره ده. حضرت امام  خامنه ای څرګنده کړه: په دغه هیواد باندې د ظالمو او استبدادي واکوالانو د واکمنۍ د اوږدې مودې له امله، مونږ د علم په ډګر کښې د نړۍ په پرتله وروسته پاتې یو ، وفرمایل مونږ باید د ساینسي خوځښت نوي فصل ته د ننوتلو لپاره ځان چمتو کړو دا سمه ده چې علمي خوځښت ترسره شو ،  مونږ ه په ځینو ځایونو کې لوړ علمي مقامونه موندلي دي... خو نن ورځ  زمونږ د هیواد د علمي بنسټونو نوښتګر اقدام ته اړتیا لرو ترڅو وروسته پاتې نه شو. ما څو ځله ویلي دي چې  اَلعِلمُ سُلطان"  علم قدرت دی ، که غواړو چې هېواد مو د نړۍ د نورو هېوادونو له دوديزو زيانونو خوندي وي، نو تر ټولو مهم کار علمي پرمختګ دی. که مونږ وروسته پاتې شو، مونږ به زیان ووینو؛ مونږ باید هڅه وکړو چې شاته پاتې نه شو. په دې هڅو کی مادي پانګونه شامله ده. دا په دې معناچې دولت باید په ساینسي مسایلو او علمي پرمختګونو کی پانګونه وکړي  همدارنګه مونږ باید د خصوصي سکټور لپاره داسې چاپېریال رامنځته کړو چې په علمي ډګر کې پانګونه وکړي . د ساینسي اختراعاتو په بڼه، د ساینسي چاپېریال د رامنځته کولو هڅه وکړي. نوښت، او د لارو شارټ کټ لټون مونږ باید دې ته پام وکړو.

د  هیواد علمي ټولنه ، د هیواد پوهان  ، نن ورځ یو نوي خوځښت ، نوي عروج ته اړتیا لري.

د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر وفرمایل، یو با استعداده ملت وده کولای شی، خو د ودې لپاره تل فرصت نه لری. هغوی په ​​دې خبرې سره چې د ایران  مخې ته روښانه او امید بخښونکی او رڼا  راتلونکی پروت دی وفرمایل  زمونږ تجربې او تیروخت مونږ ته وایی چې له اوسنیو فرصتونو باید ښه  استفاده وکړو. کله ناکله د یو ملت په لاره کې سختې غونډۍ او ټیتې هسکې وي، چې هلته د تللو اراده وي او پر دې غره ولاړ شي، خو دا وړتیا نه وي، ځکه هغه بیخ بناوې او اسانتیاوې چې باید وي هلته نه وي. ځینې ​​وختونه حتی د نا امیدۍ، ناهیلۍ، د یو چا په وړتیا باندې د باور نشتوالي یا د وضعیت د نه پوهیدو له امله، داسې پیښې شتون لري چې د حرکت کولو اراده نلري. حتی کله ناکله، لکه د طاغوت په دوره کې (له انقلاب څخه مخکې)، دوی دا ممکنه نه ګڼي چې پرمختګ وکړي یا په دې سخته غره کې پورته شي.

نن چې د هېواد عمومي وضعیت ته ګورم، د خدای شکر ادا کوم چې دا ستونزې شتون نه لري. دا پدې معنا ده چې د حرکت کولو اراده او د حرکت کولو وړتیا دواړه شتون لري. دا "وړتیا" چې زه وایم شعار نه دی، دا یو حقیقت دی. مونږ څو میلیونه ځوانان لرو چې زده کړې یې کړې او یا زده کړې کوي، زده کوونکي لرو... ډېر پکې انګیزه لري   ، په هیواد کی انقلابي روحیه موجوده ده ، که له دغه موجود فرصته چی نن وجود لري ، استفاده ونکړو نو  پر خپل هېواد او تاریخ مو ظلم کوی دی . مونږ ټول مسؤل یو؛ زه هم مسؤل یم، حکومت او اجرایی چارواکي هم مسؤل دي، تاسو ځوانان هم مسؤل یاست  مونږ  ه ټول باید هڅه وکړو چې دا علمي حرکت یعنی نوښتګر حرکت، لنډې لارې ، نوی خوځښت ، نوی عروج، رامینځته شي. دا مسوولیت زموږ د ټولو پر غاړه دی .

حضرت ایت ا... العظمی سید علی  خامنه ای په دغه غونډه کښې حاضرو ایرانیو پوهانو ته په خطاب کښې وفرمایل : علم د شتمنیو او نورو  وسونو په شان دی لکه فکری ، مالی او قدرت  په شان شتمنۍ مسئولیت راوړونکی دی. هره شتمني چې خدای درکړي د هغېپه وړاندی  مسؤلیت لري. علم یو له ارزښتناکو شتمنیو دی چې تاسو یې باید وکاروئ او هغه کریډیټ چې تاسو یې د خلکو ګټې لپاره وکاروئ .

 د رهبرۍ ستر مقام د اميرالمومنين علي (ع) وينا ته په اشارې سره چې فرمايي: وَ ما اَخَذَ اللهُ عَلَی العُلَماءِ اَلّا یُقِرّوا عَلی کِظَّةِ ظالِمٍ وَ لا سَغَبِ مَظلوم

خدای تعالی له عالمانو او پوهانو دا ژمنه اخیستی ده چی باید د ظالم د زیات خوړونې او کړیدلی لوږه ونه زغمی ، وفرمایل نن د غزې په قضیه کې دا دنده پر مونږ ټولو ده. مونږ ه باید غبرګون وښیو؛ ځینې ​​وږي دي، ځینې بمباریږي، ځینې شهیدان کیږي. په دې څو جبهو کې چې د نړۍ په کچه شتون لري، د هیواد په کچه، یو عالم که د پوهنتون وي یا د علمیه حوزې عالم  باید لومړی هڅه وکړي چې حقیقت  او حق وپیژني، له حقیقت سره ودریږي. بې پروايي، په بې پامۍ سره کتل، دعالم او  پوه لپاره جواجایز ندي .

د ایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود امام خامنه ای  د نړۍ په معتبرو مطبوعاتو او د نړۍ په علمی مرکزونو کښې د هېواد د نامتو استادانو د مقالو د برابرولو او داخلولو په دوام کښې د دغه هېواد د نامتو او علمی باور د زیاتولو سبب وباله او ویې فرمایل، چې بایدد نړیوالو رتبه بندۍ کې تنزل ونکړی .  هغوی همداراز یادونه وکړه چې د علمي او څېړنيزو مقالو موخه بايد د هېواد د ستونزو په هواري کې مرسته وکړی . له روغتیا، کور جوړونې، امنیت، خوړو، کورنۍ، چاپېریال څخه نیولې بیا د دولتي جوړښتونو تر سمون، نړیوالو اړیکو پورې، دا د علمي کارونو او څېړنو ډګر دی. د حضرت امام خامنه ای  په وینا، د هیواد له اداري ارګانونو د یوه پوهه  کس تمه د کار او د زده کړو او مطالعاتو د دوام امکان دی ترڅو هغه په ​​هیواد کې ګټور احساس وکړي. د پوه بنسټه شرکتونو جوړول یو له هغو لارو دی چېپوهان د ګټوروالي  احساس کوي. پوه بنسټه  شرکتونه د هیواد د اقتصادي پرمختګ ترڅنګ حیاتي او علمي پرمختګ هم رامنځته کوي، همدارنګه د هیواد پوهانو ساتنه کوي او د پوهانو شتون د هیواد لپاره کارولای شي.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر د فلسطین مسئلې ته هم اشاره وکړه. هغوی وفرمایل  چې د فلسطین مسله د ټولې نړۍ د سترګو په وړاندې ده او ټوله نړۍ د غاصب رژیم د نسل وژنې ننداره کوي.

ځینو هیوادونو چې زمونږ د هیواد له چارواکو سره یې  خبرې کړی دی ، د غاصب صهیونیسټي په  دفاع کی یې اعتراض دا وو ، چې ولې فلسطینیان ملکي وګړي وژني، لومړی دا چې دا خبرې بې بنسټه دي. دا پدې معنا ده چې هغه څوک چې په ښارګوټو کې دي او په ورته ډول هیڅ ملکي نه دي، دوی ټول وسله وال دي. (له بلې خوا) څومره ملکي وګړي وژل شوي؟ دغه غاصب رژیم سل چنده زیاتې ښځې، ماشومان، بوډاګان او ځوانان وژني. په غزه کې د دغو ودانیو دننه چې پوځيان پکې نه دي میشت ، پوځیان په خپلو ځایونو کې دي، دوی هم پوهیږي، دا هماغه خلک دي. دوی د ګڼې ګوڼې مرکزونه غوره کوي او په نښه کوي. په دې څو ورځو کې په غزه کې څو زره انسانان وژلي  شوی دي! دا جنایت د نړۍ د ټولو خلکو د سترګو په وړاندې دی. دا محاکمه شی ،  د صهیونیسټي رژیم غاصب حکومت باید ضرور محاکمه شي. دوی باید محاکمه شي، او د امریکا حکومت هم باید په دې برخه کې خپل مسوولیت وپېژني.

د رهبرۍ ستر مقام حضرت امام خامنه ای د صیهونیسټ رژیم د وروستۍ اونۍ سیاست د امریکایی سیاستونو نتیجه وبلله او ویې فرمایل ،لکه څنګه چې بېلابېل معلومات مونږ ته وایی، د دغو ورځو اوسنی سیاست، یعنی دا تېره اونۍ د صهیونیسټ رژیم دننه د امریکایانو له خوا تنظیمیږی. یعني دوی سیاست جوړونکي دي او هغه څه چې کوي یې د امریکایانوسیاست دی  . امریکایان باید خپل مسوولیت ته پام وکړي. مسؤل دي چاودنې باید سمدستي ودرول شي. مسلمان ملتونه په غوسه دي، ډېر په قهر دي؛ تاسو کولی شئ د هغې نښې وګورئ د خلکوغونډې ، نه یوازې په اسلامي هیوادونو کې بلکې په لاس انجلس، هالنډ، فرانسه، په اروپایي هیوادونو کې په لويديځو هېوادونو كې هم په اسلامي هېوادونو كې هم مسلمان او غير مسلمان خلك سره راټولېږي، چې دا خبره روښانه ده. خلک په غوسه دي. که دا جنایت همداسې دوام وکړي، مسلمانان اود مقاومت ځواکونه به بې تابه  شي، هیڅوک یې  بیا مخه نشي نیولی. په دې پوه شی .  بیا له هغو کسانو تمه مه کوئ چې یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې یو څه وکړي"؛ کله چې دوی بې صبره شي هیڅوک یې مخه نشي نیولی. دا یو واقعیت دی چې شتون لري. بې له شکه صهیونیسټ رژیم به په دې قضیه کښې د شرمناکه ناکامۍ جبرانولو توان ونلري .

دحضرت  ایت ا... العظمی سید علی  خامنه ای د وینا دغه برخه چې مړ دی وی اسرائیل له شعارونو سره یوځای شوه ،  د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په دې جمله پای ته ورسیده:

وروستۍ جمله تاسو بیان کړه .... مننه.

 

ټیګونه