الهي نومونه-۷۲ (رئوف نوم)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i111020-الهي_نومونه_۷۲_(رئوف_نوم)
ګرانو او قدرمنو دوستانو د الهي نومونو د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو. په ننني پروګرام کښې د خدای تعالی جل جلاله د رئوف نوم څیړنه کوو. رئوف د ډیر رحمت او زیاتې مهربانۍ په معنا له (رأفت) څخه وتلی دی. دا نوم چې په قرآن مجید کښې یوولس ځله راغلی دی، نهه ځله له (رحیم) نوم سره یوځاې  شوی دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 15, 2022 09:03 Asia/Kabul
  • الهي نومونه-۷۲ (رئوف نوم)

ګرانو او قدرمنو دوستانو د الهي نومونو د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو. په ننني پروګرام کښې د خدای تعالی جل جلاله د رئوف نوم څیړنه کوو. رئوف د ډیر رحمت او زیاتې مهربانۍ په معنا له (رأفت) څخه وتلی دی. دا نوم چې په قرآن مجید کښې یوولس ځله راغلی دی، نهه ځله له (رحیم) نوم سره یوځاې  شوی دی.

ګرانو او قدرمنو دوستانو د الهي نامو د لړۍ په تیرو پروګرامونو کښې مو وویل، هر څه چې د هستۍ په عالم او کائناتو کښې موجود دي، د خدای تعالی د نومونو نښې او ځلاګانې دي. هم داشان مو اشاره وکړه چې د قرآن کریم ستر مفسر او اسلام پیژاندی او فلاسفر علامه محمد حسین طباطبايي په (رساله اسمای الهي) کښې داسې لیکلي دي: د خدای تعالی نومونه هم هغه د وجودي کمالاتو حقیقت دی چې تر مینځ یو خاص ترتیب ټینګ دی. په هغو کښې ځینو، له ځینو نورو څخه سرچینه اخیستې ده او روښانه ده له کوم نوم څخه چې نور نومونه جاري شوي دي، هغه لاپراخه معنا او لوړه درجه او ستر اثر لري.

نننی پروګرام د خدای تعالی (رئوف) نوم ته ځانګړی شوی دی. دا هغه نوم دی چې له (رحمان) نامې یې سرچینه اخیستې ده او د خدای تعالی په مهربانۍ دلالت کوي. دغه الهي نوم په دې معنا دی چې خدای تعالی جل جلاله، د داسې پراخ رحمت خاوند دی چې ټول مخلوقات په کښې شاملیږي او له هغو سره له مهربانۍ ډک سلوک کوي او په خپلو نعمتونو سره ورسره ښیګړه کوي.

*/*/*/*/*/*/*/*/

رئوف د رأفت له کلمې وتلی چې د ډیرې مهربانۍ او پراخ رحمت معنا ورکوي. په هغه رحمت کښې چې له (رحمان) نوم څخه وتلی، په دنیا کښې د هغه د مینې پراخ دسترخوان دی چې ټول انسانان په کښې بې قید او شرطه شاملیږي. هم هغه پراخ الهي رحمت چې په کافر او مؤمن کښې فرق نه کوي او په ټولو وریږي. په (رحیم) نوم کښې د خدای تعالی رحمت هم د انسانانو د لوړتیا په لاره کښې د هغه خاص رحمت دی تر دې چې مهرباني یې په قیامت او په بل عالم کښې هم دوام ومومي.

خو دا نوم د هغو کسانو لپاره دی چې د خدای تعالی رحمت د هغه د حکیمانه ارادې په لاره کښې کاروي او د هدایت په لاره تګ کوي. دلته که ضروري وي نو رحیم خدای ممکنه ده د رحمت وړ ګرځیدلي کس د پاکیدو او تکامل او عروج لپاره هغه د سختو او امتحان په میدان کښې ګیر کړي چې د هغه له رحمته لاډیر برخور شي، د هغې مور په شان چې د خپل اولاد د روزنې او تربیت لپاره له ډیرې مینې په هغه سختي کوي. خو رئوف د خدای هغه رحمت او محبت دی چې حتی د انسان د هدایت او نیکمرغۍ لپاره یې هم په هغه باندې سختۍ نه پیرزو کیږي.

*/*/*/*/*/*/*

رئوف نوم په قرآن مجید کښې یوولس وارې راغلی دی چې نهه ځلې له (رحیم) نوم سره یوځاې دی. ځیني مفسران او لغت پوهان دا دواړه نومونه د یو بل مترادف ګڼي. هغوي باوري دي چې په قرآن کریم کښې له یو بل سره د دغو دواړو نومونو یوځاې کیدل د خدای په بې پایانه رحمت باندې د ټینګار معنا ورکوي.

خو ځیني نور مفسران د دواړو دواړو نومونو ترمینځ د فرق قائل دي او هغه فرق دا چې (رأفت) د تاوانونو او نقصانونو د دفع کیدو په لړ کښې د مینې په معنا دی او رحمت، د ګټو د جلبولو لپاره د مینې معنا ورکوي. په هم دې وجه هم (رئوف) نوم له (رحیم) نوم نه مخکښې ذکر کیږي.

مشهور اهل تسنن محدث او مورخ عزالدین ابن اثیر په «النهایة فی غریب الحدیث و الأثر» لغت نامه کښې د دغو دواړونو نومونو ترمینځ فرق کړی دی او لیکي: رأفت له رحمت نه لا کره او لوړه مرحله ده او هیڅکله په ناخوښو مسائلو کښې نه کارول کیږي خو رحمت په هغو ناخوښو چارو کښې چې د یو مصلحت په خاطر ترسره کیږي، استعمالیږي.

خدای تعالی د سوره حج په ۶۵ مبارک آیت کښې فرمايي: « أَ لَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَکُمْ ما فِی الْأَرْضِ وَ الْفُلْکَ تَجْرِی فِی الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَ یُمْسِکُ السَّماءَ أَنْ تَقَعَ عَلَى الْأَرْضِ إِلَّا بِإِذْنِهِ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَؤُفٌ رَحِیمٌ.  آيا تا نه دي ليدلې چې خدای، هغه څه چې په ځمکه کښې دي او بيړۍ چې په درياب کښې د هغه په حکم ګرځي، ستاسو لپاره رام (تابع) کړي دي، او آسمان له دې ساتي چې د هغه له حکم پرته په ځمکه راونه غورځيږي؟ بيشکه چې خدای په خلکو رئوف (ښه نرمي کوونکی) او رحیم (ښه مهربان دی.

په دغه آیت شریف کښې د خدای تعالی د قدرت او د دې خبرې له بیانیدو وروسته چې خدای تعالی څه ډول د ځمکې ټول موجودات او مخلوقات مسخر کړي او د انسان په خدمت کښې یې ګرځولي دي، فرمايي: خدای د خلکو په نسبت رئوف او مهربان دی، څو پوه شو چې دا ټول نعمتونه چې خدای پاک د انسان په واک کښې ایښي دي، د هغه د نه ختمیدونکي رأفت او رحمت په وجه دي.

په زړه پورې دا چې د روایتونو له مخې د خدای تعالی رأفت په آخرت کښې له دې دنیا هم زیات دی، لکه څنګه چې رسول ا... حضرت محمد مصطفی(ص) فرمايي: خدای تعالی لره سل رحمتونه دي، د هغو سلو برخو نه یې یوه برخه نازله کړې ده او په جن او انس او څارویو او چارپایانو او مارغانو او درندګانو یې ویشلې ده او د هم هغه (یو سلم) رحمت وجه ده چې د عالم مخلوقات له یو بل سره مهرباني او نرمي کوي او د دغه رحمت ۹۹ برخې یې ساتلې دي او د قیامت تر ورځې یې ځنډولې دي چې په هغه ورځ ورسره پر خپلو بندګانو رحم وکړي.

*/*/*/*/*/*/*

 الهي رحمت په نه بیانیدونکې پراختیا سره د هستۍ یوې یوې ذرّې ته ژوند ورکوي. د داسې خدای د نرمۍ او مهربانۍ تقاضا ده چې د خیر او شر او د ښکلا او بدرنګۍ لاره خپلو بندګانو ته وښايي. ځکه یې ډیر پيغمبران واستول چې هغه ټول د دنیا له پيلیدو راهیسې  په خلکو باندې د خدای د رحمت ځلاوې وې. خو په دغو ټولو پیغمبرانو کښې یې خاتم الانبیاء حضرت محمد مصطفی(ص) په رئوف نوم وستایه.

د توبې د مبارکې سورې په ۱۲۸ آیت کښې داسې راغلي دي: «لَقَدْ جاءَکُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِکُمْ عَزیزٌ عَلَیْهِ ما عَنِتُّمْ حَریصٌ عَلَیْکُمْ بِالْمُؤْمِنینَ رَؤُفٌ رَحیمٌ. په تحقیق سره یو پیغمبر ستاسو له خپل جنس څخه ستاسو په لور درغی چې په کړاؤ او مشقت کښې ستاسو لویدل ورته ګران او سخت دي، ستاسو (هدایت او لارښوونې) ته سخت شوق لري او د مؤمنان په نسبت رئوف او مهربان دی.

دا توصیف د دې حقیقت بیانونکی کیدې شي له دې امله چې خدای تعالی جل جلاله او پیغبر یې (رئوف) او (رحیم) دي، د هغوي منونکي هم دغه شان وي، دا ډول چې د نورو خلکو درد او کړاؤ او سختیانې ورته ګرانې وي او تل د هغوي د خفګانونو او تاوانونو د دفع کولو هڅه کوي او د هغوي په لارښوونې او له خوشالیو او نعمتونو یې په برخوریدو کښې هلې ځلې وکړي.

د دغه مبارک نوم یوه څرګنده نمونه، د مسلمانانو اتم معصوم امام حضرت علي بن موسی الرضا علیه السلام دی. رئوف د هغه حضرت یو خاص لقب دی. که څه هم د رسول ا... مبارک ټول اهلبیت علیهم السلام د خدای تعالی د رأفت د ځلا له لارې رئوف دي خو په اتم امام کښې دغه رأفت او نرمي او مهرباني لازیاته څرګنده وه او د ارواښاد علامه طباطبايي په وینا، انسان چې کله د امام رضا علیه السلام پاک حرم ته داخلیږي نو نیني چې د هغه امام له حرم څخه رأفت او مهرباني وریږي.

د بلخ یو کس چې له مدینې نه خراسان ته د امام رضا علیه السلام په سفر کښې د هغوي ملګری وی، وايي: یوه ورځ په لاره د خوړو دسترخوان وغوړیده، امام رضا علیه السلام ټول تور او سپین خادمان او غلامان په دسترخوان راغونډ کړل، ما وویل: قربان مو شم، ښه به نه وي چې د دوي لپاره بیل دسترخوان خور کړی شي؟ امام وفرمایل: بیشکه چې زمونږ خدای یو دی، د ټولو مور او پلار یو دي او انعام په عملونو دی نه په تور او سپين او دنیايي مقام او مرتبې.

*/*/*/*/*/

ګرانو دوستانو! د پروګرام وخت په ختمیدو دی، نو په تلو تلو کښې د صحیفه سجادیه د ۴۷ دعا له یوې برخې څخه د خدای تعالی حمد او ثنا کوو چې امام سجاد علیه السلام فرمايي: « سُبْحَانَکَ مَا أَجَلّ شَأْنَکَ، وَ أَسْنَى فِی الْأَمَاکِنِ مَکَانَکَ، وَ أَصْدَعَ بِالْحَقّ فُرْقَانَکَ / ‏سُبْحَانَکَ مِنْ لَطِیفٍ مَا أَلْطَفَکَ، وَ رَئوفٍ مَا أَرْأَفَکَ، وَ حَکِیمٍ مَا أَعْرَفَکَ / سُبْحَانَکَ مِنْ مَلِیکٍ مَا أَمْنَعَکَ، وَ جَوَادٍ مَا أَوْسَعَکَ، وَ رَفِیعٍ مَا أَرْفَعَکَ ذُو الْبَهَاءِ وَ الْمَجْدِ وَ الْکِبْرِیَاءِ وَ الْحَمْدِ / سُبْحَانَکَ بَسَطْتَ بِالْخَیْرَاتِ یَدَکَ، وَ عُرِفَتِ الْهِدَایَةُ مِنْ عِنْدِکَ، فَمَنِ الْتَمَسَکَ لِدِینٍ أَوْ دُنْیَا وَجَدَکَ‏ / سُبْحَانَکَ خَضَعَ لَکَ مَنْ جَرَى فِی عِلْمِکَ، وَ خَشَعَ لِعَظَمَتِکَ مَا دُونَ عَرْشِکَ، وَ انْقَادَ لِلتّسْلِیمِ/  لَکَ کُلّ خَلْقِکَ لَکَ الْحَمْدُ حَمْداً یَدُومُ بِدَوَامِکَ‏ / وَ لَکَ الْحَمْدُ حَمْداً خَالِداً بِنِعْمَتِک.

ته پاک یې، څومره لوې دی ستا شأن، او څومره لوړ دی په هر ځاې کښې ستا منزلت، او څومره څرګند کړی دی په حقه ستا فرقان، ته پاک یې، ای د مهربانۍ خاونده چې لطف او مهرباني دې څومره ډیره ده. او ای هغه حکیم ذاته چې پيژندنه دې څومره ډیره ده.

ته پاک یې، ای باچا چې سلطنت دې څومره عزیز او پياوړی دی، او ای د سخا خاونده چې توان او قدرت دې څومره ستر دی. او ای د لوړ مقام خاونده چې د رفعت مقام دې څومره اوچت دی، ته د جمال او سترتوب او کبریا او ستاینې خاوند یې.

ته پاک یې، لاس دې په نیکې خلاص کړی دی او هدایت ستا له خوا پیژندل شوی دی نو بس هر څوک چې دې د دین یا دنیا لپاره وغواړي تا به خامخا ومومي.

ته پاک یې، هر څوک چې د علم په دریاب کښې تیر شوي او ستا په درګاه کښې یې خضوع کړې ده او هر څه چې ستا تر عرش لاندې دي، ستا د عظمت په وړاندې له عاجزۍ په ګونډو شوي دي او ټولو مخلوقاتو دې، تا ته د تسلیم سرونه ټیټ کړي دي.

ستاینه تا لره، هغه ستاینه چې ستا د دوام په اندازه جاري پاتې شي او ستاینه تا لره، داسې ستاینه چې ستا د نعمت په اندازه تل پاتې وي.

*/*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی