افغان ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کښې ۲۵۶ طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله
د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له طالبانو سره مخامخ جګړې او پر یادې ډلې چاڼیز عمیلیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۲۵۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد عملیات د لغمان، کونړ، پکتیا، وردګ، غزني، زابل، هرات، فراه، بلخ، سمنګان، جوزجان، هلمند، نیمروز، تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې ۱۵۷ طالبان وژل شوي، ۹۹ ټپیان او ۲۶ نور یې ژوندي نیولي دي.
د سرچینې په خبره په یادو عملیاتو کې د طالبانو له لوري ۹۵ بېلابېل هغه ماینونه هم افغان ځواکونو له منځه وړي، چې د عامو خلکو په لویو لارو کې خښ شوي وو.
باید یاده شي، چې په تېرو دوه اوونیو کې په ټول هېواد کې د افغان ځواکونو له لوري له ۱۰۰۰ پورته طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې یو شمېر یې القاعده او نور بهرني جنګیالي دي.