د افغانستان د مالیې وزارت د فساد په هکله پارلیمان ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه
د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست چې ټاکل شوې وه پرون په ګمرکاتو کښې د فساد په هکله د د ایشواګرۍ په لړ کښې د ولسي جرګې استازو ته وضاحت ورکړي، په دغې غونډې کښې له ګډونه یې ډډه وکړه.
د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست چې ټاکل شوې وه پرون په ګمرکاتو کښې د فساد په هکله د د ایشواګرۍ په لړ کښې د ولسي جرګې استازو ته وضاحت ورکړي، په دغې غونډې کښې له ګډونه یې ډډه وکړه.
محمد خالد پاینده تیره اونۍ ویلي وو چې په پرونۍ غونډه کښې به د هغو جګ پوړو حکومتي چارواکو او د پارلیمان د غړو نومونه په ډاګه کړي چې د هیواد په ګمرکاتو کښې په ګمارنو او فساد کښې لاس لري.
د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني پارلیمان ته د مالیې وزارت د سرپرست په نه حاضریدو باندې په نیوکې سره وویل: د عمومي پانګو د غلا کونکو د نومونو له ایشوا کیدو به تیر نه شم او دا موضوع به تعقیب کړم.
هغه د ولسي جرګې دارالانشاء ته هم امر وکړ چې د مالیې وزارت له سرپرست سره رابطه وکړي او زر تر زره دې په یوې بیړنۍ غونډې کښې په فساد باندې د تورونو کسانو نوملړ ایشوا کړي.
هغه څرګنده کړه چې د افغانستان ټولو ګمرکات په فساد کښې ډوب دي او په هیواد کښې هر کال دوه نیم میلیارډ ډالره خرد برد کیږي.
د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست له دې مخکښې ویلي وو چې په ګمرکاتو کښې هره ورځ ۸ میلیون ډالره اختلاس او خردبرد کیږي او حکومتي چارواکي او د پارلیمان غړي په کښې لاس لري.