هلمند کښې د فوځي عملیاتو پاې؛ ۷۰۰ طالبان وژل شوي دي
(last modified Sat, 29 May 2021 03:07:10 GMT )
May 29, 2021 07:37 Asia/Kabul
  • هلمند کښې د فوځي عملیاتو پاې؛ ۷۰۰ طالبان وژل شوي دي

د افغانستان په هلمند کښې د دغه هېواد فوځي چارواکي وائي چې د لښکرګاه ښار د امنیت لپاره يې فوځي عملیات پائې ته رسولي او د ښار د امنیت په اړه اندېښنې ختمې شوې دي.

د افغانستان په جنوب لویدیځ کښې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال سمیع سادات په یوه خبري ناسته کښې خبریالانو ته وويل چې د وسله والو طالبانو په خلاف په فوځي عملیاتو کښې يې هغه سیمي بیرته تر دولتي حاکمیت لاندې راوستلي چې د څلورو اونیو په موده کښې طالب ډلې نيولې وې.

هغه زیاته کړه: "تر اختر وروسته په تیرو ۲ اونیو کې موږ ۹ فوځي عملیات تر سره کړل چې په لښکرګاه، نهرسراج او خانشین ولسوالیو کې تر سره شوي دي، وسله والو طالبانو په هلمند کښې سل ډوله حملې وکړې چې ډېر تمرکز يې په لښکرګاه ښار باندې ؤ خو په وړاندې يې زموږ فوځي عملیاتو کې ۷۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي چې ۳۱ يې مهم جګړه ایز قوماندانان وو، د هلمند په جګړه کښې مونږ ګټونکي یوو او ټولې هغه سيمې چې دوي نیولې وې بیرته مو ورڅخه واخېستې".

دغه رنګ د فوځ مقامات زیاتوي چې د لښکرګاه ښار د دائمي امنیت لپاره امنیتي کمربند د ښاري سیمو پر ځاے د ښار په ګاونډيو ولسوالیو کې جوړ شوے دے.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې پر لښکرګاه ښار د وسله والو طالبانو د ډله ییزو حملو له امله د ښار د نيولو په اړه اندېښنې زیاتې شوې وې.

خو د هلمند ولایتي شورا وايي چې لاهم په دې ولایت کې امنیتي ګواښونه موجود دي.

د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان وويل چې که څه هم وروستي پوځي عملیات د لښکرګاه ښار د امنیت لپاره اغېزمن دي خو دوی تمه لري چي د هلمند امنیت ته اساسي پاملرنه وشي.

افغان وویل: "هغه اندېښنې چې لښکرګاه به سقوط کوي او خلک به له لوی مشکلاتو سره مخ شي تر دغو عملیاتو وروسته له منځه تللي خو لاهم د ښار په مرکزي برخو کې د وسله والو طالبانو حضور شته، همدا اوس شورا ته د بولان د شنې ساحې خلک راغلي وو چې زر ګونه جریبه غنم يې لو ته تیار دي خو د جګړې له کبله يې حاصل څوک نشي اخیستلای، اړتیا ده چې د خلکو د امنیت لپاره ټول اړین ګامونه واخیستل شي تر څو بیا ښار له لوړ ګواښ سره مخ نشي".

له دې سره، سره لاهم د کندهار – لښکرګاه لویه لاره له امنیتي پلوه ګڼي ستونزي لري.

دغه لویه لاره د لښګرګاه ښار لپاره یوازنۍ مواصلاتي لاره ده چې له تیرو ۶ میاشتو راهیسې پرې وسله وال طالبان پراخ حضور لري او کله نا کله د ترافیکو پرمخ په بشپړه توګه وتړل شي.

جنرال سمیع سادات وايي چې د کندهار – لښکرګاه د لويې لارې د امنیت لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي.

هغه زیاتوي: "د کندهار - هلمند لار خپل مشکلات لري چي زیربناوې يې لمنځه تللي او د ماینونو خطر ورباندي موجود دی موږ له ملکي ادارو سره په همغږۍ د یادې لارې د امنیت ټينګښت او د زیربناو د بیا رغاونې چارو ته هم کلکه پاملرنه لرو چې لار په بشپړه توګه خوندي شي".

د هلمند د امنیت په اړه له تازه اندېښنو وروسته ولسمشر غني دغه ولایت ته دوه اونۍ وړاندې نوی والي او امنیه قومندان هم وګمارل.

وسله والو طالبانو د هلمند د وروستیو امنیتي پېښو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نه ده کړې.

 

ټیګونه