هرات او بغلان کښې دوه ولسوالۍ طالبانو ته پرېښودل شوې
(last modified Fri, 18 Jun 2021 09:18:13 GMT )
Jun 18, 2021 13:48 Asia/Kabul
  • هرات او بغلان کښې دوه ولسوالۍ طالبانو ته پرېښودل شوې

افغان ځواکونو د هرات اوبه ولسوالۍ طالبانو ته پریښې ده، یوه امنیتي سرچینه وایي، افغان ځواکونو تېره شپه خپل ټول ژوبل کسان او سرتېري هرات ښار ته لیږلي دي او یاده ولسوالۍ یې طالبانو ته پريښې ده.

 د رپوټونو له مخې اوبه ولسوالۍ کښې موجودې فوځي وسلې بل ځاے ته منتقل کړې شوې او یوه اندازه نورې له منځه وړلې شوې دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم مني چې اوبه ولسوالۍ کښې مېشت سرتیري تېره شپه هرات ته لیږل شوي دي.

 د یو بل خبر له مخې د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ امنیتي ځواکونه بل ځاے منتقل کړې شوي دي. امنیتي چارواکو ویلي، چې ځائي خلقو ته د مرګ ژوبلې نه اوښتو، د لارې نه بندېدو او پرسونل ته په وخت د اکمالاتو نه رسېدو د مخنیوي لپاره د دهنه غوري ولسوالۍ امنیتي ځواکونه د لنډمهال لپاره بل ځاے ته ولېږل شول. طالبان بیا وايي، د دهنه غوري ولسوالۍ له مرکز او ټولو سیمو حکومت وتلی دے.

 

ټیګونه