له بګرامه ټول امريکائي ترهه ګر فوځيان ووتل
(last modified Fri, 02 Jul 2021 08:02:48 GMT )
Jul 02, 2021 12:32 Asia/Kabul
  • له بګرامه ټول امريکائي ترهه ګر فوځيان ووتل

امريکائي ترهه ګر فوځيان په بشپړه توګه د افغانستان د پروان ولايت له بګرام هوائي اډې ووتل.

د سپوټنېک خبري آژانس د رپوټ له مخې د امريکې د فاکس نيوز د ملي امنيت يو خبريال جنيفر ګريفين وويل،امريکائي فوځيان په افغانستان کښې له بګرام هوائي اډې څخه چې د امريکې د استعمال وړ ترټولو لويه اډه وه د نورو بهرنيو فوځيانو له وتلو سره په يو وخت ووتل او هغه يې افغان فوځ ته وسپارله.

د امريکې ولسمشر جوبائيډن وعده کړې وه چې د روان ميلادي کال د ستمبر تر يولسمې پورې به له افغانستانه د دغه هېواد د فوځيانو وتل بشپړه شي او په دا ډول په افغانستان کښې شل کلن ويجاړؤنکے او ماتې خوړونکے جنګ په داسې حال کښې ختموي چې له جنايتونو د حملو، ترهه ګرۍ، نشه ايزو موادو د قاچاق او د خلقو د قتل عام له زياتېدو نه بغېر يې څه نتيجه نه ده لرلې.

بګرام هوائي اډه په افغانستان کښې د امريکې ترټولو لويه او سنباله اډه  او ترټولو خوفناکه بندي خانه ګڼل کېدهچې د دغه هېواد زياتره خلق پکښې له کلونو کلونو راهسې د امريکې له شتون سره د مخالفت په وجه بنديوان پراتۀ وو او افغان حکومت پرې هيڅ کنټرول نه لرۀ.

 

ټیګونه