جون په تېرو شلو کلونو کښې د طالب ډلې لپاره ترټولومرګونې مياشت
(last modified Fri, 02 Jul 2021 08:45:00 GMT )
Jul 02, 2021 13:15 Asia/Kabul
  • جون په تېرو شلو کلونو کښې د طالب ډلې لپاره ترټولومرګونې مياشت

جون په تېرو شلو کلونو کښې په افغانستان کښې د طالب ځواکونو لپاره ترټولو زياته خونړۍ او زياتې حملې لرونکې مياشت وه.

د طلوع نيوز د رپوټ له مخې افغان حکومت وويل په تېره جون مياشت کښې د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د افغان فوځ او امنيتي ځواکونو په حملو له شپږ زرو زيات طالب ځواکونه او طالب ځواکونو په حملو کښې ۶۳۸ افغان ځواکونه او عامه خلق ووژل شول او ۱۰۶۴ نور هم ژوبل شوي دي چې طالب ډله د حکومت دغه شمېرنې نه مني.

په دغه مياشت کښې حکومتي ځواکونو له لسګونو ولسواليو څخه په شاتګ وکړ او طالب ډلې هغه ونيولې، خو حکومتي ځواکونو لس ولسوالۍ بېرته له طالبانو واخېستې.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنيت د کمېشن مشر خان اقا رضائي وائي، د ولسواليو له لاسه تللو کښې ترټولولوے مشلک په امنيتي او دفاعي ځواکونو کښې د مديريت کمزوری ده.

په جون مياشت کښې د فوځيانو او عامه خلقو زياتره سرتاوانونه په

بغلان، فارياب، بدخشان، غزنی، تخار، بلخ، غور، هرات، فراه، قندوز، بادغيس او سرپل ولايتونو کښې رامنځته شوي دي.

همدا اوس د افغانستان په اکثرو سيمو کښې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمېنځ جنګ جګړې دوام لري.دا په داسې حال کښې دي چې د صلحې د خبرو اترو راتلونکے څه روښانه نه دے، هغه خبرې اترې چې په دوحه کښې څو مياشتې روانې وې څو مياشتې اوشوې چې اودرېدلې دي او افغان حکومت او طالب ډله د جنګ په مېدانونو کښې زورآزمائنه کوي.

 

ټیګونه