د افغانستان په ولسواليو د طالب ډلې قبضې دوام لري
طالبانو د افغانستان په لسو نورو ولسواليو قبضه کړې ده.
له کابل نه زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د بدخشان ولايت ځاي سرچينو نن اعلان وکړ،تېره شپه له افغان ځواکونو له وتلو وروسته د دغه ولايت په اوو ولسواليو يعنې « تيشکان ، تگاب ، درايم ، کشم، وردج ، شهر بزرگ او يفتل » باندې طالب ډلې قبضه وکړه.
له بلې خوا طالب ډلې ادعا وکړه چې د قندهار ولايت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ يې هم قبضه کړې ده.
تېره ورځ هم په کاپيسا ولايت کښې تګاب او پکتيکا ولايت کښې زرمت ولسوالۍ د افغان حکومت له کنټروله ووتې.
د طالب ډلې په لاس د دغو ولسواليو سقوط په داسې حال کښې دے چې د افغان حکومت چارواکو وويل چې د طالب ډلې دغه قبضې موقتي دي.
طالب ډلې په دې وروستيو هفتو کښې له افغانستانه د امريکائي فوخيان د وتلو په اعلانېدو سره د خبرو اترو مېز ته د راتلو په ځاے د افغانستان په مختلفو سيمو باندې حملې زياتې کړې دي او افغان فوځي ځواکونه او ولسي ځواکونه ورسره د مقابلې په حال کښې دي.