په افغانستان کښې نور 230 طالب ځواکونه ووژل شول
د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د طالب ډلې په سنګرونو د افغان فوځي ځواکونو په عملياتو کښې ۲۳۰ نور طالب ځواکونه ووژل شول.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د دفاع وزارت نن وويل، دغه طالب ځواکونه په تېره څلوريشتو ګېنټو کښې په لوگر، پکتیکا ، قندهار، هرات ، بادغیس ، فراه ، بلخ ، هلمند او کاپیسا ولايتونو کښې ووژل شول چې پکښې ۱۱۶ نور طالبان هم ژوبل شول.
له بلې خوا د افغانستان د پوليسو يو افسر مجيب اندرابي بېګا د کابل ښار د شپاړسمې امنيتي حوزې په زمان خان قلا سيمه کښې په يوه وسله ايزه جګړه کښې ووژل شو.
همدارنګ نن په همدغه سيمه کښې د پوليسو په يو موټر د بمي حملې له کبله چاودنه رامنځته شوه چې سرتاوانونه يې ونه لرل.
د افغانستان عمومي څارنوال هم نن وويل، د لوګر ولايت د استيناف محکمې څارنوال محمد فواد د ناپېژندل شويو کسانو په وسله ايزه حمله کښې ووژل شو.
دغه نښتې او ترهه ګريزې حملې په افغانستان کښې د امريکې او د هغې د انډيوالانو شل کلني فوځي شتون تنيجه ده.