طالبانو د ننګرهارولایت حصارک غلجایي ولسوالۍ نیولې ده
د ننګرهار دوالي ویاند عطا ا....خوږیاڼی وایي داچې وسله والو طالبان دغلته د خلکود استوګنې له کورونو د مورچو په توګه کار اخیست نو دملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د نظامی شورا د پریکړې له مخې د حصارک غلجایي ولسوالۍ مرکز دده پر وینا په تکتیکي ډول بلې خوندې سیمې ته ولیږدول شوی .
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ دطالبانو ډلې یوه ویندوي ذبیح ا....مجاهد رسنیو ته ویلي ، طالبانو له څو ورځو پرله پسې بریدونو او وسله والو نښتو وروسته د حصارک غلجایي ولسوالۍ مرکز له حکومتي عسکرو نیولی . مجاهد ویلي چې حکومتي عسکر ددوې دوسله والو تر رسیدو وړاندې له ودانۍ وتلي او دوې د ولسوالۍ ودانۍ ، امنیه قوماندانۍ او د ملی امنیت ودانۍ تر خپل کنترول لاندې راوستې او پر وینا یې چې زیاته اندازه وسلې او مهمات هم ددوې دملګرو لاسته ورغلي دي.
خو د ننګرهار دوالي ویاند عطا ا....خوږیاڼی وایي داچې وسله والو طالبان دغلته د خلکود استوګنې له کورونو د مورچو په توګه کار اخیست نو دملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د نظامی شورا د پریکړې له مخې د حصارک غلجایي ولسوالۍ مرکز دده پر وینا په تکتیکي ډول بلې خوندې سیمې ته ولیږدول شوی .
نور تفصیلات د مونږ د خبریال په رالیږلي راپور کې په ګډه سره آورو .