طالبان بادغيس ولايت ته ننوتل، له افغان ځواکونو سره سخته نښته روانه ده
Jul 07, 2021 14:07 Asia/Kabul
طالبان نن د بادغيس ولايت مرکز قلعه نو ښار ته ننوتل او له حکومتي ځواکونو سره د ښار په مرکز کښې سخت جنګ روان دے.
له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې طالب ډلې د قلعه نو ښار ځينې برخې او څو حکومتي مرکزونه ونيول او همدا اوس د دغه ښار د پوليسو د قوماندانۍ د ودانۍ په خواوشا کښې نښتې روانې دي.
بېګا د همدغه ولايت قادس ولسوالي هم د طالبانو په قبضه کښې راغلې وه.
همدا اوس د بادغيس ولايت زياتره ولسوالۍ د طالب ډلې په کنټرول کښې راغلي دي. قلعه نو ښار ته د طالبانو له ننوتلو نه مخکښې د بادغيس د پوليسو قوماندان د قلعه نو ښار د پوليسو د امنيتي حوزې له قوماندان او د ولسي ځواک له څو قوماندانانو او ځواکونو سره يوځاے طالبانو ته تسليم شول.