حکتيار د طالبانو جګړه غېرشرعي او ناروا وبلله
Jul 15, 2021 07:28 Asia/Kabul
د افغانستان د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار په خپلوتازه څرګندونو کې د طالبانو جګړه ناروا او بېګټې بللې ده.
د افغان سرچينو له مخې ګلبدين حکمتیار طالبانو ته په خطاب کې وېیلی، چې ستاسو اوسنۍ جګړه هېڅ عقلي او شرعي جواز نه لري، بې له دې چې د بې ګناه افغانانو وينې تويوئ.حکمتیار دا هم وېیلی، چې که وسلهوال طالبان د خپلې جګړې لپاره کوم شرعی جواز لری، ودې وایی، هغه زیاته کړه که تاسو نن دا ثابته کړئ ،چې دا جنګ د افغانانو او اسلام په ګټه دے، موږ به له تاسو سره يوو، خو حقیقت دا دے، چې دا جنګ نه د اسلام په ګټه دے او نه له عقلی پلوه روا دے. حکمتیارپه تاکيد سره وويل ، چې اوس د دې وخت را رسېدلے، چې طالبان ټول هدفونه د جګړې نه، بلکه د سولې او بین الافغاني مذاکراتو له لارې تعقیب کړي.