په کابل کښې د یوې چاودنې مخنیوے اوشو
Jul 15, 2021 07:43 Asia/Kabul
افغان امنیتي چارواکو په کابل کښې د یوې خونړۍ پېښې د مخنیوي خبر ورکړ.
د افغانستان د پائتخت کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وويل، پرون ماسپښین د کابل چهاراسیاب ولسوالۍ اړوند بازار سیمه کښې ترهګرو د عامه خلقو د مرګ ژوبلې په هدف یو ماین اېښودے و چې د پولیسو لخوا کشف او شنډ کړے شو.
دا په داسې حال کښې ده چې اکثر وختونه د سړک غاړې ماین چاودنو له کبله ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله رسيږي، خو په دې ورستیو کښې د کابل پولیس د ډېرو خونړو چاودنو د مخنیوي خبر ورکوي.