په تېرو ۲۴ ساعتونو کښې ۱۷۱ طالبان ووژل شول
Jul 29, 2021 17:19 Asia/Kabul
دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان سرتېرو په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې د ګڼ شمېر وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
له دغه وزارت څخه په نننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کښې ۱۷۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۴۳ نور زخمي شوي دي.
همدارنګه ۱۳ ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د هېواد په کونړ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، جوزجان، فاریاب، هلمند، کندوز او کاپیسا ولایتونو کې اوښتې ده.
که څه هم وسله والو طالبانو د دفاع وزارت د یادې ادعا په تړاو غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړے.