په هلمند کښې ۴۱ طالب ځواکونه ووژل شول
Aug 06, 2021 14:39 Asia/Kabul
د افغانستان د دفاع وزارت په هلمند ولايت کښې د افغان ځواکونو په هوائي حملو کښې د طالب ډلې د يو قوماندان په شمول د ۴۱ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبرورکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې طالب ډلې امريکائي او افغان ځواکونه په هلمند ولايت کښې په يو بازار باندې په بمبارۍ تورن کړل.
هلمند ولايت د افغانستان په جنوب کښې يو ناامنه ولايت ګڼل کيږي چې په زياترو برخو کښې يې طالبان پراخه فعاليتونه لري.