په افغانستان کښې په تېرو ۲۴ ګېنټو کښې ۴۰۶ طالبان ووژل شول
(last modified Fri, 06 Aug 2021 13:07:21 GMT )
Aug 06, 2021 17:37 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې په تېرو ۲۴ ګېنټو کښې ۴۰۶ طالبان ووژل شول

د افغانستان دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کښې د افغان سرتېرو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د ګڼ شمېر وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

له یاد وزارت څخه د جمعې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کښې لیکل شوي چې په یاده موده کښې د افغان ځواکونو په عملیاتو کېښ ۴۰۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰۹ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د طالبانو ۲۴ ماینونه او په زیاته اندازه وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د هېواد په ننګرهار، لغمان، غزني، پکتیکا، خوست، قندهار، زابل، هرات، جوزجان، بلخ، سمنګان، فاریاب، سرپل، هلمند، تخار، بغلان او کاپيسا ولایتونو کې کې اوښتې ده.

وسله والو طالبانو بیا ځانته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

 

ټیګونه