په تېرو ۲۴ ګېنټو کښې ۵۷۲ وسله وال طالبان ووژل شول
(last modified Mon, 09 Aug 2021 00:27:10 GMT )
Aug 09, 2021 04:57 Asia/Kabul
  • په تېرو ۲۴ ګېنټو کښې ۵۷۲ وسله وال طالبان ووژل شول

د افغانستان دفاع وزارت د افغان سرتېرو په هوایي او زمکنیو بریدونو کښې د ګڼ شمېر وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي، د افغان ځواکونو په هوایي او زمکنیو حملو کښې ۵۷۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰۹ نور ژوبل شوي دي.

همدارنګه د هغوي ۱۴ مائنونه شنډ او له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په ننګرهار، لوګر، غزني، پکتیا، پکتیکا، قندهار، ارزګان، هرات، فراه، جوزجان، سرپل، فاریاب، هلمند، نیمروز، تخار، کندز، بدخشان او کاپيسا ولایتونو کې اوښتې ده.

تېره ورځ هم د ګڼ شمېر وسله والو طالبانو د وژل کېدو او زخمي کېدو خبر ورکړل شوے و.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

ټیګونه