د کابل د هوايي ډګر له لارې ۱۸۰۰۰ کسان وتلي دي
ایرنا خبري اژانس وايي ناټو د کابل د هوايي ډګر له لارې د څه د پاسه اتلس زره (۱۸۰۰۰) کسانو له افغانستانه د وتلو خبر ورکړ .
د ناټو تړون یوه(۱) خبر چارواکي وویل په افغانستان کښې واک ته د طالبانو د رسیدا له وخت راهسې څه د پاسه اتلس زره (۱۸۰۰۰) کسان د کابل د هوايي ډګر له لارې له هیواده وتلي دي .
د ناټو دغه چارواکي وویل د کابل د هوايي ډګر د باندې اوس هم ډیر خلک موجود دي او هغوې له هیواده وتلو ته چنداني هیله من نه دي .
د سپینې ماڼۍ یوه (۱) چارواکي هم وویل امریکا پرون له کابل هوايي ډګره درې زره (۳۰۰۰) کسان ایستلي دي .
د طالبانو لخوا د خپرو شویو شمیرنو پراساس د کابل په هوايي ډګر کښې د خلکو له ګڼې ګوڼې او په ښاریزو باندې د امریکا د عسکرو نیغ په نیغه ډزو وروسته تراوسه دولس (۱۲) کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي .