په افغانستان کې د روغتوني تجهیزاتوکمښت درست ماشومان او نوزیږي ګواښي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105876-په_افغانستان_کې_د_روغتوني_تجهیزاتوکمښت_درست_ماشومان_او_نوزیږي_ګواښي
 ددغه راپور په اساس ، دهغوبستري  شوو ماشومانو موردونه ، چې  له ناوړه خواړو  او شري ناروغۍ باندې ککړ شوي دي ، د افغانستان په روغتونونو کې  په زیاتیدا دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 20, 2021 09:24 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د روغتوني تجهیزاتوکمښت درست ماشومان او نوزیږي ګواښي

 ددغه راپور په اساس ، دهغوبستري  شوو ماشومانو موردونه ، چې  له ناوړه خواړو  او شري ناروغۍ باندې ککړ شوي دي ، د افغانستان په روغتونونو کې  په زیاتیدا دي .

 زمونږخبریال  نن راپور راکړ، د ملګروملتو د ماشومانو بسپنې یونیسف په افغانستان کې د روغتوني تجهیزاتو او درملو  دکمښت له امله د   ماشومانو او نوزیږو د بوږنونکو حالاتو په باب خبرداری ورکړ .

 راپور ښئ یونیسف ادارې  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،  په افغانستان کې ډیر ماشومان او نوزیږي  درمنلې او درملو ته  د سملاسی نه لاس رسي  په بڼه کې ممکنه ده خپل ژوند له لاسه ورکړي .

 ددغه راپور په اساس ، دهغوبستري  شوو ماشومانو موردونه ، چې  له ناوړه خواړو  او شري ناروغۍ باندې ککړ شوي دي ، د افغانستان په روغتونونو کې  په زیاتیدا دي .

 الجزیره خبری چینل  هم په کابل کې له یوه روغتونه   په راپور کې وئيلي دي ، دکابل په یوه روغتون کې  نوزیږي  د آکسیجن  په کمښت سره   لاس اوګریوان  دي .  د افغانستان په روغتونونو کې د نوزیږو او  ماشومانو دغه بد وضعیّت په داسې حال کې دی چې  طالبانو  خپله موقتي کابینه معرفي کړي او د  په سیمه ایز او نړیواله سویه د  په رسمیّت پيژندنې او دمرستو دترلاسه کولو لپاره  هلې ځلې کوي .