په افغانستان کې دمیرمنو دچارو په باب یوه اداره جوړیږي
دطالبانو ویندوي زیاته کړې ده ، دمیرمنو دچارو وزارت په تیر نظام کې یوه سمبولیک اداره وه او هیڅ ا جرائي بڼه ئې نه ده درلودلې .
زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د طالبانو ویندوي ذبیح ا... مجاهد په افغانستان کې د میرمنو دچارو د وزارت په حذفیدا پسط نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، دمیرمنو دغه اداره به په راتلونکي کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې منظمه شي او ضروري نه ده چې نامه ئې وزارت شي .
دطالبانو ویندوي زیاته کړې ده ، دمیرمنو دچارو وزارت په تیر نظام کې یوه سمبولیک اداره وه او هیڅ ا جرائي بڼه ئې نه ده درلودلې .
طالبانو ډلې د افغانستان د میرمنو د چارو وزارت د امر بالمعروف او نهي از منکر په وزارت بدل کړی دی . همداراز دطالبانو په موقته حکومتي کابینې کې یوه میرمن هم شتون نه لري .
د وئيلو ده چې په وروستیو شپو ورځو کې دافغانستان په کابل او نورو ښارونو کې په سلګونو میرمنو پخپلو مظاهرو کې د میرمنو د چارو د وزارت دبیرته احیاء کولو غوښتنې مطرح کړي دي . په عین حال کې طالبانو دیوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ښونځیو دپرانیستو خبر ورکړی، البته یوازې هلکان ئې ښونځیو ته تلو ته بللي او انجونو زده کونکو او ښځينه معلمانو د برخلیک په باب ئې هیڅ خبره نه ده کړې ، چې د ې چارې هم یو لړ شکونه راپورته کړي دي .