خارجي پوځیانو د افغانستان ډير ملکي وګړي وژلي وو
مهر خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د امریکا د بریتانیا د ناټو او د دوې د متحدانو د پوځي شتون په ختمیدا سره د بهرنیو عسکرو لخوا له غلطیو څخه په ډکو حملو کښې ګڼ شمیر ملکي وګړي وژل شوي دي .
د انګلستان د دفاع وزارت لخوا د خپرو شویو شمیرنو پراساس په افغانستان کښې د بریتانیا د نیواکګرو پوځیانو په لاس تر ټولو ځوان وژل شوی قرباني یو(۱) درې (۳)کلن ماشوم دی .
د دغه راپور پراساس په افغانستان کښې د خارجي نیواکګرو د شتون په وخت د جنګ او د ناامنۍ له کبله د افغانستان د ماشومانو د وژل کیدا په بدل کښې د هغوې کورنیو ته ډیرې لږ شان پیسې ورکړل شوي دي .
د بریتانیا د دفاع وزارت دغه راپور په داسې حال کښې خپور شوی چې د امریکا په مشرۍ د پردیو ځواکونو شل (۲۰) کلنې نیواکګرۍ د افغانستان د خلکو ژوند او مال ته ناجبرانیدونکي تاوانونه رسولي دي .
دغه راز د خارجي عسکرو د نیواکګرۍ په ختمیدا او له کابل هوايي ډګره د هغوې له لګښت څخه د ډک او په غیر مسولانه ډول وتلو سره د دنیا خلکو د لویدیځو هیوادونو د دغه اقدام په نتیجه کښې د ډیرو خلکو وژلې ولیدلې چې تر ټولو ښکاره بیلګه یې د امریکا د پوځ له ټرانسپورتي الوتکو د افغانستان د ښاریزو غورځیدل وو .
څه موده مخکې د امریکا دفاع وزارت پینټاګان هم ومنله چې د کابل هوايي ډګر ته نږدې یې په غلطۍ سره په یوه (۱) ګاډي د بې پایلوټه الوتکې حمله کړي وه چې د یوه (۱)مرستندویه په شمول د هغه د کورنۍ لس (۱۰) غړي پکښې وژل شوي وو .