د افغانستان د بيارغونې په امريکائي پروژو کښې د پراخه فساد په ډاګه کېدل
(last modified Tue, 12 Oct 2021 11:33:39 GMT )
Oct 12, 2021 16:03 Asia/Kabul
  • د افغانستان د بيارغونې په امريکائي پروژو کښې د پراخه فساد په ډاګه کېدل

سي اېن اېن خبري چېنل په يو رپوټ کښې د امريکې لخوا په افغانستان کښې د خپلې قبضې په دوران کښې د دغه هېواد د بيارغونې په پروژو کښې له پراخه فساد څخه پرده اوچته کړه.

په دغه رپوټ کښې زيات موارد بيان شوي دي چې له هغوڅخه د هغو الوتکو لپاره چې تقريبا يو کال يې الوت وکړ د نيم ميليارډ ډالرو لګښت، يو ۸۵  ميلين ډالري ستر هوټل چې هيڅکله پراننېستے شو، د اتويشت ميلين ډالرو په خاصې منصوبې سره د افغان فوځ لپاره د خاصو يونيفارمونو آرډر ورکولو او له افغانستان سره بې له څه تعلقه په مديترانه سمندر کښې د يو شفاء خانې جوړولو ته اشاره کولې شوو.

البته دا په افغانستان کښې د امريکې د تش په نامه بيا رغونې په اقداماتو کښې د اسراف، ټګۍ او ناوړې استفادې يوازې يوه برخه ده چې له تقريباً په شلو کلونو کښې يې له ۱۴۵ ميليارډ ډالرو نه زيات لګښت لرۀ او د دغه جنګ په باره کښې د امريکې د عمومي تفتيش يا آډېټ کؤنکې ادارې لخوا برابر کړې شوے دے. د افغانستان د بيا رغونې د بحث په باره کښې حساسيتونو ته په پام سره کانګرس په ۲۰۰۸ کال کښې د افغانستان د بيارغونې  د خاص عمومي تفتيش يا آډېټ کونکي يا سېګار په نامه يو څارونکې اداره جوړه کړه.

امريکه چې د روان ۲۰۲۱ کال د اګست په آخر کښې له افغانستانه ووته ادعا کړې ده چې په تېرو شلو کلونو کښې يې د افغانستان په بيا رغونه په ميليارډونو ډالر لګولي دي، خو اوس معلومه شوه چې د دغو پېښو يو ډېره ستره برخه ضائع شوې ده. د هغه رپوټ له مخې چې سېګار ادارې د روان ميلادي کال په مارچ کښې خپور کړ امريکې په افغانستان کښې ميليارډونه ډالر د داسې ودانيو او ګاډو موټرو لپاره فضول لګولي دي چې يا پرېښودل شوي دي او يا له منځه تللي دي. په دغه رپوټ کښې په افغانستان کښې د اوو ميليارډ او اته سوه ميلين ډالرو د لګېدو په څېړنې سره ويل شوي دي چې يوازې د درې سوه درې څلوېښت ميلينو په ارزښت سره ودانۍ او ټرانسپورټي وسيلې په ښو حالاتو کښې وساتل شوې. د امريکې خاص عمومي مفتش جان سوپکو وائي: دا واقعيت چې زياتره نه استفاده شوې سرمايه اي شتمنۍ خرابې شوې يا په خپل حال پرېښودې شوې دي، پکار دے د دغو پروژو د مالي لګښتونو د پوره کؤنکو آژانسونو د اندېښنېاصلي سبب وي.

په تېرو کلونو کښې سېګار ادارې په خپلو رپوټونو کښې هم د دفاع د وزارت پېنټاګان او خارجه وزارت په شان د امريکې په حکومتي بودجو او همدارنګ په افغانستان کښې د نېټو د فعاليت په دوران کښې د ميليارډونو ډالرو د ټګۍ او خورد برد په شتون باندې تاکيد کړے ؤ. د افغانستان د بيا رغونې به باره کښې د سېګار ادارې د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په رپوټ کښې يو لړ حېرانؤنکو مواردو پرده اوچته شوه. کانګرس له ۲۰۰۲ کال  تر هغه وخته د افغانستان د بيا رغونې لپاره يو سل څلوردېرش ميليارډ ډالره بيل کړي وو خو سېګار له هغو څخه يوازې د ۶۳ ميليارډ ډالرو آډېټ وکړې شوو او د باقي پېسو برخليک معلوم نه شوو. دغه څارونکې اداره دې نتيجې ته اورسېده چې نولس ميليارډ ډالر د اسراف، ټګۍ او ناوړې استفادې په وجه ضائع شوي وو.

د افغانستان د بيارغونې په موضوع کښې د امريکائي او لويديځو ادارو او ټېکدارانو لخوا له ناوړي مديريت ، فساد او اسراف نه علاوه په دغه هېواد کښې جوړښتي مالي او اداري ګڼ شمېر نور فسادونه او ګډوډۍ د دې سبب شوې چې له بيارغونې سره اړوند مالي سرچينې له منځه لاړې شي، بې له دې چې دغه پېسې د افغانستان د خلقو د ژوند د ښۀ کېدو به لاره کښې څه اثرلونکې وي.

په حقيقت په افغانستان کښې د امريکې او نېټو فوځي شتون د دغه جنګ ځپلي هېواد لپاره د دغه هېواد د بې ګناه خلقو له قتل عام، د ناامنۍ له زياتېدو  د نشه ايزو موادو له بې مخينې توليد نه بغېر څخه نتيجه ونه لرله. د رند موسسې شناندے جيمز ډوبېنز وائي: که څه هم له افغانستانه د امريکې د وتلو په سياست زياتې نيوکې شوې دي، خو زياتره داسې شته چې دا باور لري چې په افغانستان کښې د امريکې مداخلت له هم هغې ابتداء راهسې غلطي او په نابودۍ محکوم مداخلت ؤ.

---------

 

ټیګونه