په افغانستان کښې د نېټو د طاقت ښودنې وخت ختم شوے دے
د طالبانو وياند په افغانستان کښې د نېټو طاقت ښودنې وخت ختم شوے وبلۀ.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې ذبيح الله مجاهد د نېټو د مشر د څرګندونو په ردعمل کښې وويل: په افغانستان د حملې وخت او شل کلنه تجربه ختمه شوې ده او د نېټو ناکامۍ ثابته کړه چې دغو اقداماتو څه نتيجه ورنه کړه او د چارو مخ په وړاندې وړل پکار له ډېپلومېټکې لارې وي.
سټولټنبرګ په افغانستان د طالبانو تسلط د دغه هېواد د ولس لپاره يوه ټرېجډي بللې او خبردارے يې ورکړے ؤ چې نېټو به په افغانستان کښې د ترهه ګرو پناه ځايونه په نښه کوي.
ذبيح الله مجاهد زياته کړه، د نېټو مشر کېدې شي د درد احساس کړے وي او ناکامۍ يې د دې سبب شوې چې داسې موقف څرګند کړي خو پکار دے په دې پوه شي چې حالات پوره بدل شوي دي.
هغه د دې په بيانولو سره چې د طالبانو موقته حکومت په افغانستان کښې نور هيڅکله د نيابتي جنګونو رامنځته کېدو اجازه نه ورکوي، له نورو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په کورنيو چارو کښې دې لاسوهنه نه کوي.