د غزني ولایت تاریخي ځایونه د ورانیدا په حال کښې دي نور تفصیل نعمت الله افغان راکوي
(last modified Thu, 14 Oct 2021 08:57:57 GMT )
Oct 14, 2021 13:27 Asia/Kabul

زمونږخبریال وايي د افغانستان د غزني ولایت اوسیدونکي شکایت لري چې دغزني تاریخي ځایونه او زیارتونه د ورانیدا په حال کې دي او له منځه ځي.

 نوموړي وایي چې تیر دولت ورته پاملرنه نه ده کړې  که اوسنی نظام ورته پاملرنه ونه کړي نو ټول به په کڼدوالو واوړي.

صبعت الله الهام او دغزنی ولایت داندړو ولسوالۍ یوتن اوسیدونکی وايي چې تیر حکومت د غزني ولایت  دتاریخي ځایونو بیارغونه نه ده کړې .

نوموړی له طالب چارواکو څخه غوښتنه لري چې یاد تاریخي سیمي اساسي ورغوي.

دغزني د اطلاعاتو او کلتو ریاست مشر مولوی حبیب الله مجاهد وایي چې دتاریخي سیمو د بیا رغونې لپاره یې هڅې پیل کړي او په وینا یې چې دوی به یې اساسي شکل او دوامداره توګه ورغوي.

ویل کيږي چې دغزني تاریخي سیمې شاوخوا (۱۰۰۰) کاله تاریخ لري او ډیری افغانان له مختلفو ، شاوخوا او لري ولایتونو او کله هم بهرنیان له بهرنیو هیوادنو څخ یې لیدلو ته راځي.

 

ټیګونه