د لبنان د تابعيت د حاصلولو لپاره د اشرف غني هلې ځلې
Oct 31, 2021 12:27 Asia/Kabul
د افغانستان د تېر حکومت د ملي امنيت مشر په يو ټوئيټ کښې وليکل: د دغه هېواد مخکيني ولسمشر د لبنان د تابعيت حاصلولو په تکل کښې دے.
د افغانستان د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې، رحمت الله نبيل زياته کړه، د اشرف غني عوام غولونې افغان ولس بدبخت کړ.
هغه همدارنګ يو ځل بيا پاکستان د خپل هېواد د اوسنيو حالاتو ذمه وار وبلۀ.
د اشرف غني مېرمن رولا غني مسيحي ده او د لبنان تابعيت لري.