خليلزاد يو ځل بيا په افغانستان کښې د امريکې په ماتې اعتراف وکړ
(last modified Sun, 31 Oct 2021 08:36:20 GMT )
Oct 31, 2021 13:06 Asia/Kabul
  • خليلزاد يو ځل بيا په افغانستان کښې د امريکې په ماتې اعتراف وکړ

د افغانستان په چارو کښې د امريکې مخکيني استازي يوځل بيا په افغانستان کښې د واشنګټن په ماتې اعتراف وکړ.

زلمي خليلزاد له فاکس نيوز سره په مرکه کښې له افغانستانه د امريکې د پرېشان حاله وتلو په باره کښې وويل: په افغانستان کښې د امريکې کار نيمګړے پاتے دے او په دغه هېواد کښې خپلو اهدافو ته نه ده رسېدلے.

هغه اعتراف وکړ چې که هم دا اوس افغانستان له دړې وړې کېدو سره مخامخ شي نو زياتره لګښت يې د امريکې په غاړه کيږي.

امريکې او د هغې انډيوالانو په ۲۰۰۱ کال کښې په افغانستان کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د امنيت د ټينګښت په بهانه په دغه هېواد يرغل وکړ او دغه قبضه د دغه هېواد د جنګ  جګړو او د اقتصادي زېربناو د تباهۍ سبب شو او ناامني، ترهه ګري او د نشه ايزو موادو توليد ههم زيات شوے دے.

امريکائي فوځيان بالاخره له شل کلنې قبضې وروسته د تېر اګست مياشتې په آخر کښې په شرمندګۍ او سرټيټۍ سره له افغانستانه ووتله.

طالب ډلې هم د اګست له پينځلسمې د افغانستان د اقتدار واګې په لاس کښې نيولې دي.

 

ټیګونه